پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

که غواړئ مناسب اندام ولرئ

21 ليندی 1397 چنار راډيو

د مخ چاغوالی کېدای شي، د ډېرو پېغلو او مېرمنو لپاره د شپې تر ډوډۍ هم لوړ ارزښت ولري ځکه؛ چې د ډېریو نجونو په نظر چاغ مخ د ښکلا بېلګه ده. همدا ډول يو نظر په نارينه‌وو کې هم شته او دوی د مخ د چاغوالي په لارو پسې ګرځي.

که کله ځان ته په اينه کې ګورئ او له ځان سره وايئ چې کاشکې مو مخ يو څه ډک او چاغ وای؛ نو غوره ده چې ځينې لارې چارې تعقيب کړئ، خو پام مو وي چې بايد له ناسمو درملو او ناسمو خوړو ډډه وکړئ.

د وزن ډېرول او کالوري اخستل

ډېری مېرمنې تر اندازه کم وزن لري، ددې لپاره چې يو مناسب اندام جوړ کړي، بايد هر وخت تر هغه کالوري چې مصرفوي يې زياته واخلي. دا ممکنه نه ده چې په يوه ورځ کې دې ستاسې د مخ قالب او نور اندام ډک او ښکلی شي، تغيير دې پکې را څرګند شي، بلکې بدلون کرار کرار تر لاسه کولای شئ. د يو څه وخت په تېرېدو مو مخ ډکېږي، خو دا هم بايد هېر نه کړئ چې د ډېر وزن اخيستل جدي ستونزه ده او ځان ترې خلاصول لوی کړاو دی.

له پرېمانه کالوري‌لرونکيو خوړو ګټه واخلئ

که چېرې د وزن د زياتولو مساله وي، له ډاکټر سره هرو مرو خبره وکړئ او په دې برخه کې يې خبرې او مشورې جدي تعقيب کړئ. په دې برخه کې هڅه وکړئ مغزداره خواړه، لبنيات او مېوې وخورئ، له فسټ فوډه ډېره استفاده مه کوئ. مغزداره خواړه، لبنيات او مېوې ستاسې د بدن د روغتيا او چاغښت تر څنګ د پوست په ښکلا کې هم مرسته کولای او له ناروغيو مو ژغورلای شي.

سپورټي پروګرام ته مو پام وکړئ

د سپورټ په پروګرام کې مو يو څه کموالی مرسته کوي چې تر يوه بريده کمه کالري مو مصرف او د وزن‌اخيستلو په برخه کې له تاسې سره مرسته کېږي؛ خو ګورئ سپورټ بشپړه هم له ياده مه باسئ، ځکه چې سپورټ مو د جسم له فيټ‌والي سره پوره پوره مرسته کوي. سپورټ د لويانو لپاره په اوونۍ کې ۱۵۰ دقيقې ښوول شوی دی؛ نو هڅه وکړئ نرم تمرينونه لکه پلي ګرځېدل هېر نه کړئ.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.