پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

د پوستکي د ځوان پاتېدو جادويي ترکيب

21 ليندی 1397 چنار راډيو

څېړنو ثابته کړې چې د ځوان او تازه پاتېدو لپاره کورنی ترکيب د دې تر څنګ چې کم لګښته او ګټور دی، پوست په لنډ مهال کې ځوان او تازه را وباسي.

ډېری مېرمنې د دې لپاره چې تازه او ځوانې مالومې شي، د درملو او مختلفو کريمو د استفادې تر څنګ ان جراحي عمليات او خورا درانه لګښتونه کوي چې د دې درملو او يا عمليات د لنډمهالې ګټې تر څنګ اوږدمهالي جانبي عوارض او ستونزې هم پېښوي.

ناسم او تر وخت مخکې زوړ شوی پوست د ډېری مېرمنو لپاره په رواني ستونزه بدلېږي او ان يو شمېر مېرمنې خو پر ځان باور هم له لاسه ورکوي.

د پوست پاکولو، جوړولو او له زړښته د هغه د ژغورنې لپاره غوره خوراکي رژيم، منظم ورزش متفاوته لاره ده چې بايد تعقيب شي.

د پوست د خرابوالي يو لامل رواني او روحي فشارونه بلل کېږي چې بايد ځان ترې وساتل شي. په وخت سره بايد د هورموني ناروغيو او اختلالونو درملنه وشي، پاکي مراعات شي، له ناسمو او بې‌کيفيته درملو او کريمو ډډه وشي، له ګرد او دوړو بايد پوست خوندي وساتل شي.

په دې سربېره کولای شئ، له ځينو طبيعي لارو چارو هم کار واخلئ چې د پوست، غوړوالی، وچوالی، حساسيت، بخار، داغونه او نورې ستونزې را منځ ته نه شي.

تاسې کولای شئ نيمه کاچوغه د کوپرې غوړي، د يوه ګيلاس درېيمه برخه کاسټیا صابون، د يوه ګيلاس دوه پر درېيمه برخه مقطرې اوبه، له لسو تر ۱۵ څاڅکو د اسطوخودوس غوړي «دا د يو ډول ګل غوړ دي» سره مخلوط او داسې برابر کړئ چې ټول يو لاس شي، وروسته يې هره ورځ دوه ځلې پر خپل پوست کښېږدئ، مخکې او وروسته مو پوست پاک پرېمنځئ او وچ کړئ. په ډېر کم وخت ان په لسو ورځو کې به يې مثبت اغېز پر خپل پوست باندې ووينئ.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.