پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

پر مخ مو زهرجن توکي مه موښئ

21 ليندی 1397 چنار راډيو

ارواپوهان وایي، هغه کس چې ځان پاک او منظم ساتي، له خپل عمر سره سمې جامې غوره کوي او خپلې سلیقې ته جدي پام کوي، له رواني پلوه جوړ انسان دی، خو ځینې ښځې د سینګار، جامو او ګاڼو په کارونه کې له افراطه کار اخلي، د سينګارتوکيو په اخيستلو کې د هغو کيفيت او جوړښت، تاريخ او نورو اړوندو ټکيو ته هيڅ راز پام نه کوي. د دوی دا ډول نه‌پاملرنه په وروسته کې په لوی سرخوږي بدلېږي، د پوستکي د نارغيو تر څنګ نورې جدي ناروغۍ، ان لکه سرطانونه او د پښتورګيو د له‌منځه‌تلو ستونزې پيدا کېږي.

په ګرده نړۍ کې د سينګار توکي او وسايل تر ډېره له اوسپنيزو او نورو خطرناکو کېمياوي موادو لکه سربواو نورو هغو څخه جوړېږي چې هيڅوک يې هم مخه نه شي نيولای. په دې توکيو کې تر ډېره خطرناک کېمياوي مواد کارول کېږي او ترهغه يې چې وخت تېر نه شي، ظاهري بڼه يې بدلون نه کوي او خپل خطرناک حالت نه ښکاره کوي.

په افغانستان کې د روغتيا په تېره بيا د سينګارتوکيو د کيفيت مالومولو په برخه کې هيڅ څار نه شته او ډېری کمپنۍ خپل وارد کړي سينګارتوکي د نړۍ د مشهورو اداکارانو په اعلانونو بازار ته وړاندې کوي او خلک پرې ورماتوي. له دې اعلانونو ډېری کسان اغېزمنېږي او باور باندې کوي چې په رښتيا به هومره د ګټور او لوړ کيفيت شيان وي.

څېړنو جوته کړې چې د سينګار په توکيو کې له زیانمنونکو مادو لکه پاره «سېماب» او کرومیم فلز څخه کار اخيستل کېږي چې په سپینوونکيو کریمونو، سرخي او پوډرو کې کارول کېږي، په نړيواله توګه دا خورا زهرجن فلزات دي چې ان د سرطانونو او نورو جدي نارغيو لامل هم ګرځي.

که څه هم د پارې استعمال په هر چا یو شان اغېز نه کوي، خو پر ځینو خلکو يې تاثیر ډېر زیات وي.
پاره يا سېماب پښتورګيو ته زیان رسولای شي، پر مخ دانې راټوکولای شي، د پوستکي رنګ پیکه کولای شي او داغونه هم پرې پیدا کولای شي. که له مخه کریم په سمه توګه نه پرېمنځل شي، نو له خوراک سره د انسان بدن ته دننه هم داخلېدلای شي.

روغتياپالان مېرمنو ته لارښوونه کوي چې په دې شيانو کې دې له افراطه ډډه وکړي او تر څنګ دې د دې توکيو جوړښت او کيفيت ته پوره پام وکړي. دوی وايي، مېرمنې دې د باکيفيته سينګارتوکيو ترڅنګ له طبيعي موادو او ماسکونو استفاده وکړئ چې دايمي درملنه يې وشي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.