پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

د سترګو څېرمه پوست ته پام کوئ

21 ليندی 1397 چنار راډيو

د سترګو ښکلا د مخ د ښکلا په برخه کې اصلي ټکی دی، نو بايد ډېر پام ورته وشي، ځکه چې د سترګو څېرمه پوست ډېر حساس او نازک دی.

د سترګو څېرمه پوست د شخص د احساساتو ښکارندويي کوي او د شخصيت په ښکاره کولو کې مهمه رول لوبوي، ځکه خو ويل کېږي چې د دې د ښکلا او جوړولو لپاره ډېر پام په کار دی.

د سترګو څېرمه پوست بايد د ښکلا د ښکارندويي لپاره يوه ځانګړې بېلګه شي، که دې برخې ته پام و نه شي، د سترګو راوتلی حالت او توروالی کولای شي ستاسې څېره خسته‌کوونکې کړي.

د سترګو څېرمه پوست لس ځلې د مخ تر پوست نازک دی، د عمر له لوړوالي سره د پوست ارتجاعي خاصيت له لاسه ورکوي. سګرېټ، د ځينې درملو کارول او محيطي عوامل د سترګو باندنی پوست خرابوي. د دې تر څنګ خندل، د سترګو ځير کول او تنګول، خپګان، فشار پر دې ساحه باندې اغېز پرې‌ايستلای شي. د حساسيت له امله، د سترګو لاندېنۍ برخې موښل، د سينګار پاکولو پر مهال بې‌احتياطي، د لينز ډېر کارول، کېدای شي د دې برخې د فلج کېدو لامل شي. له دې برخې سره لږ بې‌احتياطي هم د سترګو د څېرمې پوست د فلج لامل ګرځي، ځکه چې دا ساحه د يوه لاشټک خاصيت لري او په دې ځای کې د غوړو اندازه کمه وي، نو ځکه خو ژر زيان ويني.

د استفادې د کريمو او سينګارتوکيو کيفيت ته مو ډېر پام وکړئ، ځکه چې دا ستاسې د سترګو څېرمه پوست ته زيان رسولای شي. داسې محصولات وکاروئ چې د دې برخې چوملکتوب او داغونه له منځه يوسي، روڼتيا را منځ ته کړي.

د دې تر څنګ چې سينګارتوکيو ته متوجه و اوسئ، دغه ټکي هم مه هېروئ؛

  • په زياته اندازه اوبه وڅښئ، اوبه د پوست په ارتجاعي کولو کې لوی رول لري.
  • د سګرېټو له څکولو لاس واخلئ، نيکوټين د سترګو څېرمه رګونه بندوي.
  • د لمر وړانګو ته ډېر ځان مه ورکوئ، له دې سره په پوست کې تغيير راځي، رنګ بدلېږي او د سترګو څېرمه ساحه چوملکېږي.
  • د سترګو د تنګوالي نه د مخنيوي لپاره له لمرينو عينکو کار واخلئ.
  • بشپړ استراحت وکړئ، ستړيا د رنګ د خرابوالي او د مخ د ډنګروالي لامل ګرځي.
  • له شرابو لېرې ګرځئ، دا شی د پوست د اوبو د وچوالي لامل کېږي.
دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.