پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

سرخط؛ مهمه کيلي د ولسمشر په جېب کې ده

02 مرغومی 1397 له تاند څخه په مننې

پر نړیوالو سټېجونو دا تبصره روانه ده چې ولسمشر اشرف غني وتوانېده په افغانستان سربېره د ګردې نړۍ تمرکز د افغانستان د ستونزې پر سوله‌یز حل ور ټول کړي.
په کور دننه ځینې کړیو پرله‌پسې هڅې وکړې چې دا بهیر ټکنی او ځنډنی کړي، خو کیسه یې پر هماغه لاره روانه وساتل شوه چې د افغانانو لویې برخې یې تمه درلوده. سره له دې چې امریکایانو په ۲۰۱۶م کې یو ځل بیا افغانستان ته بسترې او وسلې را بار کړې او د ناټو نور ملګري یې هم په ۲۰۱۷ کې ورسره غاړه غړۍ شول، خو د افغانستان له دننه د سولې غږ د هرې ورځې په تېرېدو سره پیاوړی شو.
سوله په ۲۰۱۸ کې په یوه ملي او هر اړخیز بحث بدله شوه او داسې هیڅ ورځ نه ده ماښام شوې چې د سولې او بین الافغاني خبرو اترو په اړه دې پکې دلته او هلته بحث نه وي شوی او پر رسنیو دې خبر نه وي خپور شوی. د سولې او خبرو اترو بحث دومره تود وساتل شو چې له ۱۹۹۱م کال را وروسته یې ساری نه دی لیدل شوی.
د سولې خبرې اترې اوس په یوه افغاني سټراټېژیک لومړیتوب بدله شوې، د هر پلان اصلي متن او د سر کرښې یې نیولې دي چې ډېرو یې اصلاً فکر نه کاوه. په دې ستر ماموریت کې تر ټولو ډېره هڅه پخپله د ولسمشر غني له خوا شوې او کېږي.
په روان کال کې د افغانستان له هرې برخې ولس د سولې ناره او جنډه پورته کړه او د نړۍ په هر ګوټ کې یې بهرنیانو ته خپله اړتیا اظهار کړه. په تېر یوه کال کې د سولې په تړاو په سلګونو غونډې جوړې شوې دي چې تر ټولو مهمې یې په کابل، مکه مکرمه او جاکارتا کې د زرګونو علماوو له خوا د روانې جګړې د مشروعیت ننګول او له دین او مذهب سره د دغې جګړې د اړخ پرې کول وو.
په کور دننه او بهر ډېر پر دې باور دي چې په افغانستان کې واکمن ولسمشر بالاخره پر دې وتوانېده چې له ۱۷ کلونو ناخوالو، وینې بهېدو او لسګونه زره بې‌ګناه افغانانو له وژنې، مزاحمتونو او خنډونو وروسته د کورنیو بړېڅو فشار په شا وتمبوي او د خپلو لاسونو او پښو خوځېدو ته زمینه برابره کړي.
په سیاسي چاپېریال کې لا هم سولې ته ځینې ډبرې ور غورځول کېږي، خو ولسمشر غني وتوانېد چې د هغو ټولو سیاسي ډلو ټپلو یوه اجماع جوړه کړي چې تر پرونه یې اساسي قانون او د دوی په خبره د ۱۷کلونو هغه او دغه ساتل د سولې پر وړاندې د شرط په توګه وړاندې کول، خو دا پوښتنه هیڅوک نه‌شي ځوابولای چې سوله هیڅ بیه نه لري او داسې هیڅ شی نه‌شته چې سوله دې ورسره په قمار کې ووهل شي. په افغانستان کې چې د یوه ځوان د وینې د بهېدو مخه نیول کېږي کېدای شي تر بلې هرې لاس ته راوړنې اهمیت ولري او په دغه هېواد کې داسې هیڅ شی نه دي شوي چې د لسګونه زره افغانانو وینې دې ورته په قرباني کې وړاندې شي.
هغوی چې دا خبرې او شرطونه را مخې ته کوي، د جګړې اصلي لوبغاړي دي چې خپله خېټه یې په باروتو کې ګرمه ده. په داسې حال کې چې یو شمېر کړیو د موقت حکومت د را منځ ته کېدو په تړاو زهرجن تبلیغات پیل کړي او ټوله هڅه یې دا ده چې سوله د افغانستان له وروسته‌پاتې‌والي او د هر څه د نوي پیل کېدو په موضوع پورې تړي، ولسمشر اشرف غني هڅه کوي چې تر راتلونکي حمل میاشتې پورې د سولې له خبرو کوچ را وباسي چې د ده د بري کیلي بلل کېږي.
په داسې حال کې چې یو شمېر کسان تر دې مهاله له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته د طالبانو نه تیارېدو ته خوښ دي او پر حکومت تور لګوي چې د خبرو په دریځ کې نه دی، خو سیاستوال پر دې پوهېږي چې که د واکمن ولسمشر اراده پخه نه وای کېدای شي د سولې په تړاو اوسنی خوشاله موډ مو ډېر کلونه نور هم نه وای لیدلی. په کور دننه یو شمېر کوچني انسانان لا هم پر یوه او بل د هغه او دغه په نوم ټاپې لګوي او د سولې په غوغا کې یې خپله له نورو سره جګړه پیل کړې.
ډېر په دې فکر کې دي چې اصلاً تر نورو له مخه همدغه انسانان چې تر نورو ډېر د سولې په نوم سینه ډبوي پخپله سولې ته کلکه اړتیا لري؟
دوی سولې ته د خوښۍ په نشه کې پر خپلو نورو ځوانو ملګرو د خیاط، موچي، درزي او ګلدوزي ټاپو ته زور ورکړی او بې‌چاره‌ګان لا پر دې نه پوهېږي چې سوله د جګړې په ژبه او د پېغورونو په ورکولو نه راځي.
د دوی کارېدونکي ادبیات له کرکې، تورونو، اتهامونو او سپکاوي ډک دي او د سولې د خوشګوار ماحول پر فضا د دوی د خولې ناوړه بوی خپروي. افغانان پر دې ښه پوهېږي چې دا ډول خلک د سولې سوداګر دي چې له وخت څخه په ګټې اخیستو یې خپل بازار تود کړی او ټوله موخه او هڅه یې د خلکو د ذهنونو تخریش دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.