پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

په سني لیون د لکونو پیسو وهلو تور لګیدلی

09 سلواغه 1397 ابوبکر عليزی

د هندۍ سېنما پر ښکلې او جذابې فلم ستورې سني لیوني باندې د بالیوډ یو پروډيوسر د لکونه روپو د وهلو او دوکې تور لګولی دی.

ویل کیږي چې سني لیوني د یوه پروډیوسر سره د زیاتو پیسو د قردار تر لاسلیک کولو وروسته د هغه د فلم کارونه په نیمایي کې پريښي او پیسې یې تر وړې دي.
خو سني لیوني نه مني چې دې د چا پیسې وهلي وي او یا دې چا ته دوکه ورکړې وي.

هندوستاني رسنۍ وایي چې د فلم پروډیوسر بهارت پټيل پر سني لیون د پنځه لکه هندۍ کلدارو د لوټلو تور لګولی دی.

نوموړي ویلي دغې فلم ستورې (سني لیوني) ته یې په ۲۰۱۵ کال کې د خپل فلم (پټيل کې پنجابي شادي) کې د نڅا لپاره پیسې ورکړې وې.

پروډیوسر زیاته کړې چې سني د ډانس لپاره ورڅخه ټولې ۴۰ لکه هندۍ کلدارو غوښتنه کړې وه، د پټيل په خبره چې ۵ لکه روپۍ یې د تړون د لاسلیک پر مهال هغې ته سپارلې وې او ورسره ویلي یې وه چې پاتې پیسې به د اجازې او کار څخه وروسته ورته وسپاري.

د فلم دغه پروډیوسر تور لګولی چې کله د شوټينګ پیل شو نو سني لیوني د دې پر ځای چې د فلم برخه جوړه شي د فلم پروډکشن ته یې په یوه ټیلیفون کولو سره دغه فلم پرېښود.
په همدې خاطر فلم پروډیوسر وایي چې د تړون پر مهال هغه پیسې چې سني لیوني ورڅخه اخیستې بېرته نه دي ورکړي او غوښتنه یې کړې چې بېرته دې ورته وسپاري.

بل پلو؛
دغه ښکلي فلمي ستورې سني لیوني پر دې لګيدلي تورونه بې بنسټه بللي او ویلي یې دي چې دې د هېچا پیسې نه دي غلا کړي او نه پرې د چا پیسې پاتي دي، په خبره یې دا ټول دروغ او له ځانه جوړې شوې خبرې دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.