پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

هغه څه چې د ډیر باهوښه اوسیدو لپاره یې باید وکړو

16 سلواغه 1397 ژباړه: عمران لمر

ژباړه: عمران لمر

تاسې يواځې د اعصابو په کار کې د څو تغيراتو په راوړو او په عادت بدلولو سره؛ ځان په يو با هوښه شخص بدلولی شئ.

په دې ليکنه کې مونږ غواړو ۶ داسې لارې دروپېژنو چې تاسې پرې ځان باهوښه کولای شئ:

۱- د ذهن د روزلو او نوښتګر کولو لوبې
د اعصاب پېژندنې څېړنې ښيي چې ويډيويې لوبې ستاسې ذهن د تجزيې او تحليل، چټک تصميم نېونې او د شرايطو پېژندلو لپاره آماده کولای شي. ويډيويي لوبې کولای کولای شي به اعصابو کې د شکلونو او رنګونو د درک قوې ته پراختيا ورکړي او تر دې چې معياري لوبې کولای شي د اعصابو په شکل نيولو کې هم مؤثر ثابت شي.

 

۲- د چټکې تصميم نيونې لپاره د حواسو د تمرکز تمرين
د نن ورځې د ارواپوهنې علم ته په کتو ويلی شو چې چې د حواسو د تمرکز يوه دوره له خلکو سره مرسته کوي؛ تر څو د خپلو شرايطو اړوند منطقي پرېکړې کول زده کړي. تر دې چې اسټيو جابز د ميډيټيشن يوه نوعه او د حواسو تمرکز معرفي کوي چې د رزمي هنرونو په مرسته سرته رسېږي.
جابز په دې باور دی چې هغه په حال کې اوسېدل د رزمي هنرونو له استاده زده کړي دي.

۳- منظم ورزش د حافظې له قوي کولو سره مرسته کوي.
ځينې شوې څېړنې ښيي چې ورزش د اعصابو د نوروتروفيک سطحې ته چې يو ډول پروټين دي او اعصابو ته د وينې رسېدل زياتوي او د نويو عصبي حجرو د ودې او جوړېدو سبب کېږي؛ زياتوالی ورکوي او له دې ځايه چې نوروتروفيک د اعصابو د وضعيت په ښه کولو او د خاطرو په يادولو کې ګټور دي؛ ويلی شو چې ورزش د حافظې په قوي کولو کې رول لري او هغه چټکه کوي.

 

په لا ښه عبارت ويلی شو چې ورزش د اعصابو په هيپوکامپ سطحه کې يو د پام وړ زياتوالی راوستی شي او د حافظې بهير کې ښه والی رامنځته کولای شي.

پرته له شکه منظم ورزش د برياليو انسانانو او تر دې چې د ډېرو کارجوړوونکو په ژوند او کاري بهير کې مهم رول لري او د يو باهوښه انسان په کېدو کې له تاسې سره مرسته کوي.

۴- کافيين د اعصابو فعاليت ښه کوي.
د کافيينو د ښه والي ملي مؤسسې د عصبي علومو د برخې څېړنو ته په پام کافيين د آدنوزين په آزادولو کې چې يو عصبي نقلوونکی دی؛ ډېر تاثير لري.
په اعصابو کې دا تحريک به د وخت په تېرېدو تاسې په يو باهوښه انسان بدل کړي.
ډېرو څېړنو ښودلې چې کافين په پای کې د خوی او خاصيت، د غبرګون وخت، حافظې، هوښيارۍ او نورو پېژندونکو فعاليتونو کې موثر ثابتېدلی شي.

 

۵- په لاس ليکلي ياداښتونه، د اعصابو په ښه کولو کې مرسته کوي.
په پرينسټون او UCLA کې شويو څېړنو ته پام هغه خلکو چې خپل ياداښتونه په لاس ليکي د هغو په پرتله چې خپل ياداښتونه ټايپ کوي؛ ښه حافظه لري، نوي معلومات او تازه نظريات ښه زده او درک کولای شي.

د نړۍ مالدار ترين کس کارلوس اسليم په خپل يوه مرکه کې ويلي و چې ورځني ياداښتونه د هغه په بريا کې مؤثر رول لري.

۶- د ډېرو داستانونو لوستل او باهوښه اوسېدل
هغه خلک چې ډېرې کيسې لولي او دې کار سره علاقه لري؛ د نورو په درک او ورسره همدردۍ کې ډېره وړتيا لري. دا اثر د رومانونو او لنډو کيسو په لوستلو رامنځته کېږي؛ ځکه په دې کتابونو کې مخاطب له بېلابېلو شخصيتونو او ګڼو پېښو سره مخ وي او اړ کېږي چې يو ځل پرې تېر شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.