پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

په کانکور کې د راغلو اصلاحاتو پایلې | منور اندیال

07 کب 1397 له تاند څخه په مننې

کانکور؛ هغه نوم چې د ډېرو ځوانانو یې له زدهکړو زړونه تور کړي وو، لایق او نا لایق پکې نه مالومېده، سواد او بېسوادي پکې مطرح نه وه، ځکه ډېرو شتمنو به وړاندې له وړاندې پوهنتونونو کې د شمولیت حق ادا کړی و، نمرې په پیسو پلورل کېدلې د هر پوهنځي او هر ولایت جلا بیه وه.
همغه وخت کې سېسټم همدا کانکور و، خو یا سوالونه تر کانکور وړاندې مشخصو کسانو لاسونو ته رسېدل، چې هغو به فورمونه پلورل یا به د سوالونو په بانک او ډېټابس ته د ځینو کسانو لاسرسی کېده چې یا ترې د کال اړوند سوالونه راوباسي او یا هم تر ازموینې وروسته د مشخصو کسانو نومرو کې لاسوهنه وکړي، دا موږ ټولو ته مالوم دي او ډېر یې شاهدان یو.
دې حالت د کانکور په اړه د زدهکوونکو او عامو خلکو پر ذهنیتونو ډېره اغېزه وکړه او د ډېرو زده کوونکو زړونه یې ور تور کړل، خو د ولسمشر غني په وخت کې د کانکور سېسټم پر اصلاح جدي کار شروع شو، په لمړي او دویم کال پکې تر یوه حده اصلاحات راغلل، چې په تېرو دوو کالونو کې پکې د پام وړ تغیرات راغلل د زدهکوونکو یوازینی معیار پکې لیاقت او استعداد شو او د بریالیو زدهکوونکو فیصدي کې هم د پام وړ بدلون راغی.
په دې برخه د ولسمشر د ځانګړې پاملرنې له مخې پیل کې د کانکور د سېسټم د اصلاح لپاره یو ملي ورکشاپ دایر شو، چې پکې د کانکور د نظام د بېلابېلو برخو پر اصلاح بنسټیز کار وشو له هغې وروسته وار په وار لاندې اړین اصلاحات راغلل:
په ټولو ولایاتو کې په یو ډول د کانکور ازموینې ترسره کېدل او د افرادو د مداخلې مخنیوی.
د کانکور د هر داوطلب لپاره د ځانګړي فورم چاپېدل، چې د شخص ټول خصوصیات پکې ذکر شوي او ځانګړی نمبر لري.
د کانکور د سوالونو بانک غني کول؛ د سوالونو بانک ۱۶ زره سوالونه ۶۰ زرو سوالونو ته لوړېدل.
د نجونو لپاره د رشتې ځانګړي کوډ مشخصول، چې په دې سره د هغو ستونزو مخه ونیول شوه، چې مخکې به ښځینه ظرفیت د نارینهؤ او یا برعکس اشغال ستونزې جوړولې او همدارنګه په دې سره د نجونو د جذب فیصدي له ۵۱ څخه ۸۶ ته لوړه کړه.
د کانکور د داوطلبانو لپاره د شکایت آسانتیاوې زیاتول او د شکایت اورېدلو سطح لوړول.
د کانکور د ټولو داوطلبانو بایومتریکول او د کانکور ازموینې په ورځ د بایومتریک له مخې د داوطبانو داخلول؛ په دې کار سره ډېر زیات اصلاحات رامنځته شول او له هر ډول مداخلې مخنیوی وشو.
د کانکور د دواطلبانو لپاره د رنګه حاضري چاپول، چې د عکس په شمول د هر داوطلب نور مشخات پکې موجود وي.
د کانکور پروسې الکترونیکي کول.
الکترونیکي او سیستماتیک تفتیش.
د کانکور لپاره د نوې مطبعې افتتاح.
د کانکور د فورمونو د توضیع عواید بانکي کول.
دې اصلاحاتو د کانکور په پروسه د پام وړ بدلون هم رامنځته کړ او زیات مثبت تاثیرات یې پرېښول او په دې سره د کانکور څخه تېښته ورو ورو په هڅه او زیار بدلېږي، ځکه چې په تېرو دوو کالونو کې با استعداده زده کوونکو ښې پایلې ترلاسه کړې او په عموم کې د کانکور ټولو ګډونکوونکو نتائج مناسب وو.
په تېر وروستني کانکور کې ۱۶۹،۵ زره کسانو ګډون کړی و، چې ددوی له جملې ۱۴۷،۵ زره کسان بریالي شول؛ دا شمېره د تېرو کالونو په نسبت ډېره مختلفه ده.
د ۱۳۸۹ کال کانکور په ازموینه کې ۱۱۷ زره ۳۰۲ کسانو ګډون کړی و، چې له دې جملې یوازې ۴۱ زره او ۶۹۰ تنه لوړو او نیمه لوړو زده کړو ته بریالي شول او پاتې ټول ناکام وو؛ ځکه نو زیات شمیر زده کوونکي د کانکور په پروسه کې د فساد او بې عدالتیو څخه شکایاتونه کول او په دې پروسه بې باوره وو.
اوس نو دغه ملي پروسه د ځانګړي اهمیت څخه برخورداره ده او د هرچا لپاره د باور وړ ده او په دې سره به د افغانستان د لوړو زدهکړو ته وړ کسان بریالي کېږي چې د لوړو زدهکړو کیفیت به هم ورسره لوړ شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.