پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

د ښه ملګری ۱۵ ځانګړنې!

25 وږی 1396 حسیب نورمل

۱-ښه ملګری مو هېڅکله په سختو حالاتو کې یوازې نه پرېږدي.

۲- ښه ملګری مو راز ساتي، هغوی هېچا ته هغه محرمانه خبرې چې تاسو ورته کړې نورو ته نه کوي.

۳- ښه ملګری مو وخت پېژندونکي، صادقه او امین وي.

۴- ښه ملګری مو په خوښیو خوښ او په خپګان مو خپه وي.

۵- ښه ملګری مو پدې پوهيږي چې څه وخت خبرې او څه وخت سکوت وکړي.

۶- ښه ملګری مو درسره خاندي او ژاړي خو ددې ټولو په اړه نورو ته هېڅ وايي.

۷- ښه ملګری مو ستاسو په اړه نورو ته او د نورو په اړه تاسو ته خبرې نه کوي.

۸- ښه ملګری مو د خوښیو په ځینو جشننو کې پرته له کوم فشار او ټینګاره ګډون کوي.

۹- ښه ملګری مو هېڅکله د نورو په وړاندې نه تحقروي بلکې د نورو پر واړندې مو ستاینه کوي.

۱۰- ښه ملګري مو څه چې د ځان لپاره خوښوي ستا لپاره یې هم خوښوي.

۱۱- ښه ملګری ښه اورېدونکی وي؛ لومړی ستا خبرې په غور اوري، وروسته خپلې خبرې کوي.

۱۲- ښه ملګری مو خپلې خوښۍ درسره وېشي، غمونه او ستونزو مو درسره نیمايي کوي.

۱۳- ښه ملګری مو پر تېروتنو او بدیو سترګې پټوي له ښېګڼو او نیکیو مو مننه کوي.

۱۴- ښه ملګری مو هغه کارونه نه کوي چې ستاسو دوښمان یې هیله لري.

۱۵- د ښه ملګري مو د زړه او خولې خبره یوه وي.

منبع: له چطور او بیتوته له ویبپاڼو

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.