پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

اوبه بايد مديريت شي | ذبیح الله تنوير

04 وری 1398 له تاند څخه په مننې

اوبه د ژونديو موجوداتو د ژوندانه يو له مهمو سرچينو څخه دي، چې ژوندي موجودات ورڅخه په بېلابېلو شکلونو ګټه پورته کوي، چې په نشتون سره يې ژوند روغ نه شي پاتې کيدلی، د لوی خدای يوه لويه پيرزوینه ده، چې دغه مهمه منبع يې د ژوندیو موجوداتو د ژوندي پاتې کيدو  لپاره پیداکړې، د ژوند په چاپیرچل کې اوبه د مختلفو مقصدونو لپاره کارول کيږي، چې له وجې يې د نباتاتو، خيواناتو او انسانانو ډیری ستونزې هوارې شوي دي،انسانان ورڅخه په مستقيم او غير مستقيم ډول ګټه پورته کوي، په اول قدم کې نباتات د خپلو ژوند د تېرولو او د فوتوسنتيسس د مهمې عمليې د اجرا لپاره اوبو ته ضرورت لري، هم د خپلو فغاليتونو د سرته رسولو لپاره د ځان لپاره غذا جوړوي او هم د نورو ژونديو موجوداتو لپاره غذايي مواد برابروي، دا په دې مانا ده چې د اوبو په شتون سره د ژونديو موجوداتو لپاره غذايي سرچينې برابروي، ورپسې خيوانات او انسانان يې په بدن کې متابوليکي عمليو د سرته رسيدو په موخه څښي، همدارنګه انسانان يې د ځمکې پر مخ د ژوند تېرولو لپاره د مختلفو هدفونو په موخه استفاده کوي، چې په ټوله کې اوبه د ژوند تېرولو لپاره ضروري او مهم نصر بللی شو.
په اوسني عصر کې اوبه په نړیواله کچه د خورا زياتې ګټورې منبع په توګه تر ګټې اخيستنې لاندې دي، چې د نړۍ زياتره هېوادونو يې د اقتصادي، سياسي او ټولنيزو موخو د لاسته راړلو لپاره کاروي، په ځينو هېوادونو کې د اوبو کمښت بله موضوع ده، چې په نړيواله کچه ډیره مطرح کيږي، هغه هېوادونه چې د اوبو کمښت پکې مخسوسيږي، تل د هغو هېوادونو سره په ټکر کې واقع شوي، چې د اوبو پريمانه منابع لري، چې ښه مثال يې د افغانستان ګاونډي هېوادونو يادولی شو، چې وخت پر وخت د اوبو پر سر د افغانستان په امنيتي او سياسي چارو کې يې مدخله کړې ده او له هم د افغانستان له اوبو څخه د خپلو ګټو په موخه استفاده کوي.
افغانستان د اوبو پراخه منابع لري، خو له بده مرغه ډیرې لږې يې د هېواد دننه د کرنيزو چارو د سرته رسولو په موخه استفاده کیږي، ډیری اوبه يې له هېواده بهر ګاونډيو هېوادونو ته ور روانې دي، چې له وجې يې د هېواد زياتره سيمې شاړې او بې ګټې اخيستې پاتې دي، که چيرې د هېواد شته اوبه مديريت شي، نو په پايله کې به يې د هېواد زياتره غير کرنيزې ځمکې په کرنيزو ځمکو واوړي، د  توليداتو کچه به لوړه شي، هېواد ته به د وارداتي توکو مخه ونیول شي، د هېواد د صادراتو کچه به لوړه شي، د خلکو لپاره عايداتي سرچينې زياتې شي، د فقر کچه به کمه شي، خلکو ته به کاري فرصتونه برابر شي، سرسبزه او شنې ساخې به زياتې شي، مالداري به ورسره پياوړې شي، د چاپيريال موازنه به وساتل شي، د هېواد ملي اقتصاد به ورسره پياوړی شي، د کبانو د روزنې لپاره به زمينه برابره شي، بريښنا چې د خلکو اساسي غوښتنه ده توليد شي، د خاورې د تخريب مخه به ونیول شي، د زیاتو سيلابونو د راوتلو مخه به ونیول شي، د داخلي توليداتو لپاره به په کور دننه فابريکي جوړې شي، صنعت لپاره به د خامو موادو سرچينې زياتې شي، صنعت به ورسره پیاوړی شي،په بازار کې به د توکو د نرخونو انډول وساتل شي، د مهاجرتونو مخه به ونيول شي او په ټوله کې به ورسره د هېواد سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنيز وضعيت ښه شي، افغانستان به په ځان بسيا هېواد شي.
نو ددې لپاره د افغانستان دولت ته په کار دي، چې د اوبو د مديريت کولو او د هېواد کرنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ګاونډیو ّهېوادونو ته د اوبو د تګ مخه ونيسي، د هېواد غير کرنيزې ځمکې تر اوبو لاندې کړي، د هېواد د اوبو په سيندونو لوی او واړه بندونه جوړ کړي، تر څو ددې هېواد وګړي په خپله له خپلو اوبو څخه د بېلابېلو مقصدونو د پوره کولو په پار ګټه پورته کړي.
د يادولو وړ ده چې د افغانستان دولت په دې وروستيو کې د اوبو د مديریت کولو لپاره خپلې هلې ځلې شروع کړي، ولسمشر محمد اشرف غني نن په مزار شريف کې په خپلو خبرو د اوبو د مديريت کولو يادونه وکړه او په هغو ادارو يې غږ وکړي، چې په دې برخه کې مسئوليت لري.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.