پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

هير او رانجها

25 وری 1398 نورالله زهیر

هـير او رانجها د يـوې مـيني جوړې نـوم دی. هـير د ميني او رانجها ئې د مين نوم دی. وايي: چي «رانـجهـا» د هـير عـاشـق، پـه مـردان کي د تخت هزاره اوسېدونکی يـو ځوان و چي د جهنګ سيـال سيمي پـه «هير» نومي نـجلۍ مين شوی و. د دوی د ميني  کيسه د پـنجابي ژبي  شاعر وارث شاه منظومـه کړې ده.
د دوی پر مينه، د دوى پـه نوم تر ټولو مشهور فلم هيندۍ سېنما باليووډ جوړ کړی دی، ستوري ئې "راج کمار" او "پريا رجوانش" د دوى رول پکي لوبولى دى. فلم کي پـه داسي هنري انـداز دا کيسه انځـور شوې چي له سترګو اوښکي او له زړه ويني څڅوي. پـه فـلم کي د دوی د ساده، کليوالي، سوځنـده، لېونـۍ او  نيمګړي ميني کيـسـه ده. فلم د  ميني وصال او خواږه هم راباندي ويني، خو  د دوو مينو د بـېـلتانـه او جدايۍ هغـه شېبـې هم ښيي چي فـضا د نـيمګـړي مـيني سلګـيو اخيـستې وي، د دوو ميـنـو زړونـو د ماتـېـدو اواز او د دوو مينـو  د خاموشۍ چـيـغي اورو. کـه د يــوه حُسن او ښايـست تماشـه ده، خو د هغه حُسن د تـللو او  بايـللو زخمونـه هم يو بل وخوري پـه فلم کي د دنيا هغه ظلم هم ګورو چي دوه زړونـه يـو ځـای او دوه زړونه بـېل او مات ـ مات کړي او دوه ژونـده اغزي ــ اغزي شـي. د دې نيمـګړي مـيني کيسـه تر  تلپاتي وصـال او ګـډ ژونـد تېرولو مخکي د دوو مينو«هير او رانجها» پـه مرګ پـای تـه رسيـږي. د يوبل د مړوند پرځای  سرونـه د تـل لپـاره  پر تورو خاورو کښېږدي. خو د دې مينانو نوم ژونـدی، د ميني کيسه ئې خوله پـه خوله ګرځي او دا کيسـه دومـره مشهوره شـوه چي ادبي روايت ګرځېدلی او پښـتو ادبـيـاتـو  تـه هم راغلې ده. کلاسـيکو شاعرانو هم پـه شاعرۍ کي يـاده  کړې ده.
خوشحال بابا وايي:
شور او شر به د رانجها په جهان نه واى
که د هير صورت  پيدا نه واى په شور کي 
کامګـار خټـک  وايي:
شور او شر مي د «هير» لاړ  نـشو له سـره
کـه  «رانجـا» شو  توري خاوري، پـه شور پـرېـووت
ځينو نورو شاعرانو ئې هم يادونه کړې ده.
دا کيسـه چي کلـه، څنګـه او چيري پـېښـه شوې ده ، استاد اسدالله غضنفر صاحب پـه خپل  کتاب (کلتور او ټولنـه) کي داسي راوړې ده.
«رانجها د پنجابيانو د جټ قبيلې يو زلمی دی چي نور  ورونـه ئې د دنيا کاروبار کوي او دی شپېلۍ ږغوي. يو وخت ئې له ورونو سره روابط خرابيـږي، بل کلي ته ځي. په دا بل کلي کي يوه ډېره ښکلې جټه نجلۍ اوسي چي هيرنوميږي دی پـه هير زړه بايلي. څه موده پس د رانجها د شپېلۍ سوي نغمې د هير پـه زړه کوډي کوي، هير هم ورباندي مينيږي. دوی ډېره موده له يو بل سره پـه پټه ګوري خو اخر د هير د کورنۍ غړي او پـه تېره بيا د هغې تره د دغو ديدنونو مخـه نيسي رانجها له يوه جوګي يعني تارک دنيا سره ګوري او د هغه پـه څېر دنيا ته لتـه ورکوي. رانجها چي جوګي دی او د پنجـاب په کليو ګرځي، هير ويني. دا ځل د نجلۍ مور وپـلار راضي کيږي چي  نجلۍ رانجها ته ور پـه نکاح کړي خو د واده پـه ورځ د هير تره  پـه ډوډۍ کي زهر ګډوي، هير د زهرجني ډوډۍ د خوړلو په وجه مري او رانجها چي دا حال ويـني هماغه زهرجنه ډوډۍ خوري چي هير خوړلې ده او دی هم له فاني دنيا سره مخه ښه کوي. د دوی قبرونه د پنجاب پـه جهنګ سيمه کي دي. ويل کيږي چي د هير او رانجها کيسه دوه سوه کاله پخوا تر دې چي وارث شـاه ئې د شعر پـه ژبـه بيان کړي، د لوديانو د سلطنت پـه زمانـه کي د پنجاب پـه جهنګ سيمـه کي پېښـه شوې وه.» ۳۵۰مخ
زما ئې دا سندره تر ټولو ډېره خوښه ده چي وايي:
دو دل ټوټي، دو دل هارى
دنياوالو،  صدق تمهارى

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.