پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

خپل فېسبوک اکاونټ څنګه له هېک کېدلو وساتو؟/ خالد یاسین

03 غويی 1398 خالد یاسین

دې ورځو کې اکثراً ملګري د فېسبوک د هېک کېدلو له ستونزې زوریږي، ځکه نۀ غواړي، د هغوی مسنجر او یا فېسبوک ته دې کوم پردی څوک لاسرسی ولري.
خبرې نۀ اوږدم، دلته ځینې لنډې طریقې لیکم، چې د هغه په عملي کولو کولی شئ، خپل اکونټ له هېک کېدلو وساتئ.

۱ : د یو منظم او قوي پسورډ ټاکل
د فېسبوکي سیکیورټۍ لپاره قوي پسورډ ډېر اړین دی، مونږ ډېر ځله د خپل اکونټ لپاره ساده پسورډونه ټاکو، مثلاً خپل نوم، د ټیلفون شمېره، یا نور... ټاکو، خو داسې باید ونۀ شي، د خپل اکونټ لپاره باید قوي پسورډ وټاکو، قوي پسورډ په دې مانا چې د غټو او وړو تورو سربېره مختلف سمبولونه ($،%%،*،@،...) هم پکې وکارو، مثلاً:
Lo3*&#@Khost

۲: په خپل اکونټ کې د ټیلفون شمېرې تر څنګ د یو اېمېل ادرس شتون هم اړین دی، ځکه د هېک کېدلو یا کومې بلې تخنیکي ستونزې په صورت کې د خپل اېمېل ادرس څخه هم ګټه اخېستلی شو.

۳: د فېسبوک په سېټنګ کې Security and login ټېب دننه څو مهم آپشنونه شتون لري، چې هغه هم باید فعاله کړو:

1: Get alrets about unrecognized logins
دا ډېر مهم آپشن دی، کله که زمونږ اکونټ ته کوم بل څوک لاسرسی ومومي، یا کوم بل چېرته لاګېن شي، نو د دې په فعالولو سره د فېسبوک اداره مونږ ته خبر راکوي چې ستاسې اکونټ کوم بل ځای فعال شوی.
2: Use two factor-athunteciation
دا هم ډېر ګټور آپشن دی، د دې په فعالولو سره به هر ځل چې مونږ فېسبوک ته داخلېږو، یو شپږ رقمي کوډ به زمونږ شمارې ته چې رادرومي، چې د هغه په تائید کولو سره به اکونټ ته داخلېږو.
3: Choose 3 or 5 friends to contact if you get locked out
د دې په آپشن په مرسته خپل درې یا پنځه باوري کسان خپل اکونټ کې ثبتوو، د دې آپشن مهمه ګټه دا ده، چې که کوم هېکر زمونږ د موبایل شمېره او اېمېل ادرس دواړو ته بدلون ورکړي، بیا هم د دې ملګرو په مرسته کولی شو، خپل پسورډ بېرته تر لاسه کړو.

۴: ډېر ځله به مو لېدلي وي، چې مونږ ته فېسبوک کې ځانګړي تفریحي اپلیکشن راځي، مثلاً آپلیکشن وي، چې تاسې به څلور کاله پس څنګه ښکارئ؟ـ یا ولیکي چې تاسې څو فیصده مینه ناک یا ريښتوني یاست.... همداسې دېته ورته ډېر نور آپلیکشنونه!
کله چې مونږ پرې کلیک وکړو، هلته زمونږ اېمېل ادرس او پسورډ رانه غواړي، یا هم دا اجازه غواړي چې ستاسې پروفایل ته دې لاسرسی ولرو، که تاسې اجازه ورکړه، نو ستاسې ټول معلومات د یاد آپلیشکن مربوطه سایټ کې ثبت کیږي.
هڅه وکړئ، د دې تفریحي آپلیکشنونو سره احتیاطي چلند وکړئ، د فېسبوک سېټنګ ته لاړ شئ، هلته د Apps and Webiste آپشن دننه تاسې ته د هغو ټولو آپلیکشنونو لېست درکوي، کوم چې تاسې د خپل فېسبوک له درکه ور ننوتي یاست، کوشش وکړئ، هلته ټول آپلیکشنونه له استمعال وروسته له منځه یوسئ، تر څو ستاسې د اکونټ اړوند معلومات ورسره ونۀ ساتل شي؛ ځکه نن سبا اکثراً هېکران له دې لارې ستاسې اکونټ ته لاسرسی پیدا کوي.

۵: زیاتره وخت به مو کوم ملګری درته مسنجر کې نا پېژانده لېنکونه راولېږي، چې په کلیک کولو سره به درنه غواړي، چې خپل اېمېل ادرس او پسورډ داخل کړئ، له داسې لېنکونو هم ځان وساتئ، ځکه دا لېنکونه داسې جوړ شوې وي، چې ستاسې اېمېل او پسورډ هغوی درنه پرې معلولی شي.

۶: هڅه وکړئ، په شپېتو ورځو کې حد اقل یو ځل د فېسبوک پسورډ ته بدلون ورکړئ.

۷: که خپل اکونټ په پردي کمپیوټر یا کومه انټرنټ کافي کې خپل فېسبوک ته داخلېږئ، نو د لاګېن بټن له وهلو وروسته هڅه وکړئ، د براوزر په صفحه د (Never Save Password for this site) کلیک کړئ، تر څو ستاسې پسورډ په هغه کمپیوټر (بروازر) کې ثبت نۀ شي.

۸: یو بل مهم آپشن د Security and logins په ټېب کې د (where you have logined) دی، دا هم تاسې د ټولو هغو موبایلونو او کمپیوټر لېست سره د لوکېشن درکوي، چېرته چې ستاسې اکونټ لاګېن شوی.

دا پاس طریقې ډېرې ساده او اسانه دي؛ خو د فېسبوک په سیکیورټۍ کې ډېرې اړینې دي.
هیله ده ستاسې د ګټې وړ وګرځي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.