پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

منطقـــــوی اقتصــاد او چابهـــــار بندر

13 چنګاښ 1398 له تاند څخه په مننه

 

 

(په دې هیله چې زرنج مو “زرګنج” او دلارام مو د هر افغان “دل آرام”  وي )

سریزه   پوهاند محمد بشیر دودیال

پیاوړی اقتصاد، په خپلو پښو ولاړه ټولنه، ټولنیز ثبات، ملی پیاوړی حاکمیت، د ارضی تمامیت ډاډمنتوب، ملی او بین المللی لوړ پرستیژ هغه پیاوړي دریځونه دي چې ویښو ملتونو د اساسی مقاصدو په توګه ځان ته ټاکلی دی. نن ورځ اقتصاد یواځې د احتیاجاتو او فزیولوژکی ضرورتونو پوره کول نه، بلکې تر دې څخه  اوچت اهداف، یعنې هوساینه هم لري، چې ګڼ شمیر معیارونه لري. پرمختللو هیوادونو، د رفاه اقتصاد ( Welfare Economy) او د رفاه دولت( Welfare State) ته پاملرنه کړی ده، هغه دوه ټکي چې دوی یې د ملت په وړاندې خپله لومړنی دنده او د خپلو خلکو د رضایت عامل بولی.

له بلې خوا د رفاه مسئله د نن ورځې د معاصر اقتصاد اصلی بحث دی. معاصر اقتصادپوه (Mark Blaug )په ډیر ښه شکل دا مسایل څیړلی دی او د دې موضوع لپاره یي د  ( The Fundamental Theorems of Modern Welfare Economics) عنوان لاندې قواعد تشریح کړی دی. په داسې حال کې چې هر هیواد د خپلو خلکو د ژوند د ډیر ښه سمون لپاره هلې- ځلې کوي؛ افغانستان هم حق لري چې له اوږدې مودې جګړې وروسته یوه انسانی مرفه ټولنه ولري او خپل طبیعی منابع، اقتصادی امکانات، موقعیت او هغه پوتانسیل چې لري یې، دخپلو خلکو په ګټه وکاروی. په دې لړ کې یوه لاره داده چی د افغانستان د جیوپولیتیک او جیو اکونومیک موقعیت څخه ښه استفاده وشی او له انزوا څخه ووځي. د دې مقصد لپاره باید د منطقوی سازمانونو، منطقوی اقتصاد، نړیوالو اوبو ته دلار موندنې، په بهرنی تجارت کې د لوی کسرد له منځه وړلو او له راز راز سیاسی فشارونو د خلاصون لپاره لارې ولټول شي. په دې کې یو هم د تجارت او اقتصادی مبادلاتو لپاره د امکاناتو لټول دي. په دې بهیر کې د چابهار د بندر پرانیستنه یو ښه زیری و.  دلته به په ډیر لنډ ډول په دې موضوع بحث وشی:

چابهار بندر د افغانستان د نویو اقتصادی او تجارتی اړیکو لپاره مناسب دهلیز

افغانستان له هغه وخته چې انګریزی استعمار دلته د آسیا په دې سیمه کې یوه مصنوعی جغرافیه ایجاد  اودهند او افغانستان له خاورو څخه یې د یوې یوې ټوتې په جلا کولو د پاکستان په نوم یو هیواد جوړ کړ، له هغه ورووسته تر نن پورې په وچه پورې ایسار هیواد وګرځید او له سمندر سره یې رابطه پرې شوه. کلونه کلونه افغانستان لکه د یو شمیر نورو په وچه پورې ایسار هیوادو په شان له سمندري آسانتیاوو څخه محروم و.  په وچه کې راګیروالي دسوداګری او اقتصاد لپاره یو لوی چیلینچ دی، خو دا ستونزه دوی ته کومه برخلیک ټاکوونکی مسُله نه ده، ځکه د دې ډول چیلینچونو د حل لپاره عملي حللارې شته. د مثال په ډول ترانزیتی دهلیز ته لاسرسی، منطقوي انضمام او همبستګی، قانونې او حقوقی فضاء رامینځ کول، بینادي او اداري اصلاحات، نړیوال مستحکم او حمایوی میکانیزم ترلاسه کول، اقتصادی منطقی جوړول اونور.  همدارنګه په وچه کې د راګیر هیوادونو د خارجي تجارت په جوړښت کې د ژورتحلیل له لاری پالیسی جوړونه کولاې شې چې د نوموړو هیوادونو د ترانسپورت په مصارفو کې کموالي او نړیوال تجارت کې ښه والي رامینځ ته کړي. که څه هم د ملګروملتونو کنوانسیون د نړیوالو اوبو په هکله د قانون (۱۹۸۲) په ۱۲۵ بند کې راغلې دې چې په وچه کې راګیر هیوادونه حق لري چې د ترانزیتي هیوادونو د قلمرونو له لاری د ټولو ترانسپورتی وسایلو څخه په ګټه اخیستلو د خپلې ترانزیتي ازادي څخه د ترانزیت هیواد په خوښه او د دوه اړخیزه او منطقوی قراردادونو له لاری ګټه پورته کړي، له بلې خوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د (APTTA ) تجارتی او د اقتصادی همکاریو تړون لاسلیک شوی و، خو پاکستان ددغه تړون په یوه ماده هم عمل نه دی کړی او د واګې بندر یې په افغانی مالونو او تجارو بندکړی او د کراچی بندر کې یې هم افغانی سوداګرو ته تل ستونزی رامنځته کړی دی، په نتیجه کې افغانستان عملاً د ګاونډی پاکستان له خوا څو څو ځله دلارې په بندولوسره تر فشار لاندې نیول شوی دی.

خوشبختانه، د ولسمشر دوکتور محمد اشرف غني د سیاسې هلو- ځلو په نتیجه کې افغانستان ته دمنطقوي انضمام او همبستګی، قانونې او حقوقی فضاء، بینادي او اداري اصلاحاتو، نړیوال مستحکم او حمایوی میکانیزم امکان برابر شو. تیرو پنځو کلونوکې موږ د لاندې مهمو پروژو شاهدان وو: دوریښمود لویې لارې پروژه، کاسازر، دلاجوردو لار، د آقینه بندر، دسوداګری نړیوال سازمان کې د افغانستان عضویت او دغه سازمان ته دیوه استازی استول، ټاپي پروژه، د اوبو بندونه او چابهار بندر.

د نړیوال تجارت په جوړښت کې د ولسمشر ژورتحلیل د دې سبب شو چې افغانستان  د ترانسپورت په مصارفو کې کموالي او نړیوال تجارت کې ښه والي رامینځته کړي چې ښه او واضح مثال یې دچابهار بندر پرانیستنه ده. افغانستان له انزوا څخه د وتلو او نړیوالو اوبو ته  دلاسرسي، دتجارت په برخه کې له راز راز فشارونو او انحصار څخه د خلاصون او دخپلو داخلی تولیداتو لپاره د مارکیټ د موندنې لپاره له ایران او هند سره په ګډه همکاری د چابهار دبندر هوکړه لیک لاسلیک کړ.

افغانستان او د منطقی اقتصاد

افغانستان له جغرافیاوی پلوه په سیمه کی فوق العاده اهمیت لری. افغانستان د منځنۍ آسیا، منځنۍ ختیځ او د جنوبی آسیا تر منځ د یوه پله حیثیت لری او د سیمی د لویو او نویو اقتصادونو (هندوستان او چین) لپاره نړیوالو بازارونو ته د لاری په توګه ارزښت لری. په سیمه کی د تاریخ په اوږدو کی داسی مدنیت نه و او نشته چی پرته د افغانستان له ګډون څخه رامنځته شوی وی. د تجارت لرغونی او ډیره مهمه لاره (د وریښمو لار) Silk Rout له افغانستان څخه تیریدله او په معاصر وخت کی یې یو ځل بیا خپل مهم ستراتیژیک اهمیت بیا وموند. په سیمه کی د نوی وضیعت راڅرګندیدو دا وښوده چی په سیمه کی منطقه یی اقتصاد ته اړتیا ده او د لاجبرو او وریښمو لاره باید بیا نوی شی. د روسیې، چین او هندوستان ورځ په ورځ پیاوړی کیدونکی اقتصاد په منطقه کې یو نوی وضعیت ایجاد کړی دی چې د افغانستان همکارۍ ته اړتیا لری. افغانستان همدا اوس د سیمی یو شمیر منطقه یی جوړښتونو لکه ECO, SCO  او SAARC کی فعال ګډون لری. په دې وروستیو کې د چابهار د بندر د تاسیس ترڅنګ ، د لاجوردو لار هم پرانیستل شوه. دلته به د دغو سازمانونو پيژندنه راسره مرسته وکړی چی د افغانستان دریځ جوت شی.

د مالونو تبادله،  ترانزیت او بهرنۍ سوداګری د نن ورځی د اقتصاد یو مهم بحث دی. زیاترو هیوادونو خپل اقتصاد د ترانزیت او سوداګری له لاری ښه کړی دی. له نیکه مرغه افغانستان د خپل جغرافیاوی موقعیت له پلوه په یوه ډیرښه دريځ کی دی. ټاپي پروژه، کاسازر(د نوری فایبرپروژه) او د منطقې دریل پټلۍ پروژه د دې ډول منطوی همکارۍ ښه مثالونه دی.  افغانستان کولای شی له خپل ستراتیژیک موقعیت څخه په استفادی د مرکزی آسیا او جنوبی آسیا ترمنځ د یوه پله حیثیت ترلاسه او د تجارت په څلورلاری بدل شی. افغانستان ډیر پخوا هم کله د وریښمو د لاری پر سر پروت و او کله یی د لاجوردو د لاره مهمه برخه جوړوله. اوس چی یو ځل دا امکان برابر شوی دی چی مرکزی آسیا له جنوبی آسیا سره وصل شی، د افغانستان لپاره یو ډیر مساعد فرصت دی. د افغانستان مهم دريځ ته په ترکیه کی (د آسیا زړه) په کنفرانس کی د شانګهای د سرمشریزی په غونډه کی او په ۲۰۱۶ م. کال کی د عشق آباد د نړیوال ترانزیت په غونډه کی دی مهمی موضوع ته اشاره وشوه او د سیمی هیوادونو په تیره بیا تاجکستان، چین، ترکمنستان، هند او ازبکستان کلک لیوال دی چی د افغانستان لاری خپل منځنی سوداګری پیاوړی کړی، د چین هیواد ته د افغانستان له اقتصادی او ترانزیتی پلوه ډیر اوچت ارزښت لری، له بلی خوا دا به افغانستان لپاره یو ډیر ښه فرصت وی چی د سیمی د هیوادو له علاقمندیو څخه او د ECO, SCO, WTO او SAARC په سازمانونو کی د غړیتوب په لرلو خپل اقتصاد ته پرمختیا ورکړی.

په نړیوال تجارت او اقتصاد کی ورګډیدل او د Globalism په اوسنی دوران کی خپل اقتصادی دريځ پیاوړی کول د اوسنی عصر یوه تازه او نوی غوښتنه ده. هیڅ هیواد له نړیوال اقتصادی کاروان څخه په انزوا کی نشی پاتی کیدای. له بده مرغه افغانستان له نن څخه ۱۳۰ کاله مخکی له خپلو طبیعی سرحداتو څخه محروم او د استعماری ځواک له استعماری تصمیم سره سم یی یوه برخه جلا او له نړیوالو اوبو سره یی رابطه پری او په وچه پوری یوه ایسار هیواد باندی بدل شو، دا هغه وخت و چی د نړۍ د تجارت مخه له وچی څخه د سمندر خوات شوه او انتلانتیک د سوداګری لاره شوه، افغانستان چې وچې  پوری ایسار او د نړیوال تجارت څخه ګوښه شوی و، اوس بیرته د پاملرنې مرکزی نقطه وګرځید.

چاه بهار بندر

اوس په سیمه کی داسی یوه اړتیا او تفکر رامنځته شوی چی د مرکزی آسیا هیوادونه له جنوبی آسیا سره تجارتی روابط ولری او دغه سوداګری به دسمندر له لارې ارزانه او په لوی حجم ترسره کیږی، دا ځکه چی بحری ترانزیت وسایل د وچې  په پرتله د ډیرو محمولو (پیټیو) ګنجایش لری.

افغانستان  د چابهار بندر له پرانیستووروسته، دا دې  په دې لنډ وخت کې (یوه اونۍ دمخه) د سمندری تجارت سازمان کې دغړیتوب لپاره غوښتنلیک ورکړ، چې ډیر ژربه د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کړي. دا به زموږ په تاریخ کې یو لومړنی او بیساری  اقدام وي. همدا راز تصمیم ونیول شو چې له چابهار څخه به هند ته دوه مسیرونه (تګلوري) فعال شي:

۱.چابهار- ممبیي د هفتې جفت ورځو کې به تګ- راتګ ورباندی کیږی،

۲.چابهار – کاندالا، چې د اونۍ په تاق ورځو کی به  تګ- راتګ ورباندی کیږی.

ډیرر ژر به افغان سوداګر خپلې بیړۍ وپیري.

په تازه پریکړه کې  داسې فیصله وشوه چې د شانګهای غړی د Euro Asia طراحان او د مرکزی آسیا هیوادونه په دی فکر کی دی چی د چابهار دبندر  له طریقه د تورغونډۍ له طریقه افغانستان او بیا له جنوبی آسیا سره وصل شي، د دی سمندري لاری اهمیت یواځی په دی کی نه دی، چی ترانزیت به لنډ او افغانستان به هند سره  وصل شی، بلکی بل ارزښت یی دا دی چی یوه واحده تعرفه به وټاکل شی او ډیر بندیزونه به لری شی. افغانی محصولات (غالۍ، انار، انګور، خټګي، شوکاڼي، وړۍ، مڼې، طبی بوټي، جنغوزي، لاجورد او ډیر نور) به په ډیره ښه بیه بهر ته ورسولای شو.

له تیرو یونیم سلو کالو راهیسی افغانستان له تجارتی پلوه بد حالت  او انزواکی و، خو دا دی اوس یو ځل بیا دا زمینه برابره شوی چی افغانستان له خپل جغرافیاوی مهم موقعیت څخه ګټه پورته کړی او له نړیوال اقتصادی بهیر او تجارتی کاروان سره ګام اوچت او خپل اقتصاد پیاوړی کړی، خو مهمه دا ده چی د دی چاری او امکان لپاره په دقت سره د کار نقشه جوړه شی.

اندیښنې او ممکنه خنډونه

له بده مرغه سیمه له امنیتی او سیاسی پلوه ډیره بی ثباته ده. سیاسی کشمکشونه، سیالۍ، په ځینو هیوادو اقتصادی بندیزونه، رقابت، بی ثباته سیاسی وضعیت هغه ناوړړه عوامل دي چې نه یواځې د چابهار بندر، بلکې ډیرو  نوروسیمه ییزو پروژو ته هم زموږ هیلی ټکنۍ کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.