پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

ژوند او فیسبوک | غني حسن

16 چنګاښ 1398 چنار راډيو

چاته ولیکو، ماشاالله/مه سې نظر، ډېر ښایسته یا هم الله دي ژوند درکړي د زړونو پر سټیکرونو کلیک ووهو، ددې خوشالۍ څو شیبې لا نه وي تیري، چي چاته ولیکو، خداي ج دي وبخښي، روح دي ښاده وي، اوففففف دا څه وخت/کله؟
 د غم او اوښکو څخه مو لا لیمې نه وي لندې سوي، چې د چا عکس ته ولیکو، کلیزه دي مبارک؛ خو د یو چا عکس ته بیا ولیکو، چي تېر کال لا ژوندی و، د ژړا سټیکر ووهو او زړه ته مو دا ډاډ ورکوو، چي د هغه په غم مي ځان شریک کړ، عاطفه مو د ګډوډۍ ګرداب ته لا نوره هم نژدې کړي وي، چې د چا پر سپکولو ځان خوشاله احساس کړو او ښکنځلو باندي یې خپه سو؛ احساس مو د ویښېدو حالت ته نه یې پرې‌ایښي، چي د یو قومي، حزبي او سمتي مشر عکس ته ولیکو، ولسمشره دا يي وړ کس دی؛ خو بل ته په همدې بیده احساس ولیکو دا يي نسي کولای، د هر چا پر فردي، فکري او ټولنیزي ازادۍ تیری وکړو؛ اما ځان حق په جانب وبولو او تر تېر سو.
موږ د میلمنو په مینځ کي دا نزاکت مات کړی وي، دانه چي د هغه سترګو ته ګورو نه، خبرو ته یې د تائید سر نه ښوروو، پر شونډو مو مسکا نه یې؛ بلکي د مقابل لوري مهمه موضوع مو تخریب کړي لا نوره هم یې،  پخپل یوې مجازي نړۍ مو ساعت تېر یې او په یوې ورکي دنیا کي غرق و ترک یو. موږ د هر چا منفي نظر ته مثبت رنګ په ډېر مشکله ورکوو اما مثبت ته يي منفي رنګ په ډېر اخلاص ورکوو، خو هیڅکله دا پوښتنه نه له ځانه او نه هم له هغه شخص څخه کوو، چي اصلي کیسه څه ده، موږ هر څه پخپل لاس اخیستي دي، مفتیان یو فتواوي ورکوو،  قاضیان یو پریکړي کوو، پوهان یو، په هرشي پوهیږو، مګر پوښتنه عیب بولو، سیاستمداران یو، پر هري خوا ځغلو، خو مالوم هدف، مقصد او هیله نه لرو او نه هم فکر ورباندي کوو، اقتصاد‌پوهان یو، خو وطني تولید څخه استفاده راته شرم يې، تر څنګ يې په جیبونو کي ډالر+کالداره هم ګرځوو. ارواپوهان یو هري کیسې ته نظر ورکوو او ځان پکښي ننباسو اما خپل ذهن، فکر، کورنۍ، ماشومان او راتلونکي ته وارخطا یو، ځکه موږ په ژوند کي نه مشخصه غوښتنه لرو نه هم هدف؛ بس پر هري لاري  تګ کوو او په ژوند کي د ساعت د ثانیې‌ګر دندي ته مو اوږه ورکړې ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.