پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

قومپالنه مردوده ده خو ولې اوس غندل کېږي؟

حکمت الله لمر||
 د افغانستان د حکومت یو شمېر چارواکي وروسته له دې د قومپالنې موضوع ته متوجه شوي چې د ثواب الدین مخکښ په نوم د جمهوري ریاست د چار د ادارې یوه مامور ته منسوب لیک خپور شو او قومپالو رسنیو، چې په سر کې یې بي بي سي فارسي او طلوع دي، پرې زیات شخوند وواهه او لا هم دوام ورکوي.
د ولسمشر غني دوهم مرستیال سرور دانش د یکشنبې په ورځ په دولتي ادارو کې د قومپالنې د نفوذ او پراختیا په اړه اندېښنه ښکاره کړه او دا کار یې د افغانستان د ملي یووالي خلاف وباله. (تفصیل)
د ښاغلي دانش په دې خبره کې به ښايي هیڅوک شک ونه کړي خو پوښتنه دا ده چې دانش او امثالهم ولي په هغو وزارتونو کې چې ده معرفي کړي او د قومي تعلقاتو پر اساس ګومارنې کوي، څه نه وايي، باید جرات وکړي او انتقاد له خپلو کسانو پیل کړي.
ولې د ولسمشرۍ د چارو په اداره کې د قومي تناسب یادونه نه کوي. ولې باید د یوې ادارې په سلو کې ۸۰ د یوه اقلیت قوم وي؟
دانش او نور دولتي چارواکي ولې د هغو کسانو د څرکندونو په اړه څه نه وايي چې یو ستر قوم او د هیواد ملي شخصیتونه توهینوي.
صالح وايي چې يښتانه باید مثنوي ولولي چې سړیتوب زده کړي، پدرام افغانستان د استقلال اخیستونکي ته سپکې سپورې وايي، پښتانه پردي او بې فرهنګه بولي، طلوع او نورې تلویزیوني شبکې هر څه موده وروسته په قومي مسایلو پاروونکو بحثونو ته پلمې لټوي….
د دې علت دا دی چې دوی فکر کوي پښتانه منفعله دي او له اوسني تهاجمي حالت څخه په استفادې باید دا ستر قوم په هره وسیله چې په لاس ورځي وځپي.
له دوی سره په خپل هدف کې د پښتنو سرټیټۍ مرسته کړې ده.
دوی نه افغانستان مني، نه یې ملي سرود او نه یې ترمینالوژي. خو موږ په دې خاطر چې ملي یووالی ضرر ونه ویني هر څه زغمو حو کاشکي دوی قناعت لرلای. داسې ملي وحدت دې سر وخوري.
دوی په هره پلمه هڅه کوي چې د افغانستان موجودیت، او افغان ملیت تر پوښتنې لاندې راولي.
بي بي سي فارسي په دې برخه کې د ستمي نشریاتو د لارښود رول لوبوي.
دې رسنۍ په هره پلمه د افغان نوم د چلینج کولو هڅه کړې ده. ډېر لري به نه ځو پرون بي بي سي فارسي، چې د سختدریځو قومپالو په کنټرل کې ده، او حتي یو وار هم د افغانستان حکومت د دې رسنۍ پر افغانستان ضد او نژادپالو – راسیستي خپرونو اعتراض نه دی کړی، د ارګ له لوري د ځینو قوانینو د توشیح یا نه توشیح په اړه په راپور کې د نفوسو د احوالو د قانون یادونه کړې؛ هغه قانون چې تصویب شوی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.