پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

د ایټالیا اسناد لرونکو ته زېری| خان محمد نیازی

21 تله 1398 له تاند څخه په مننې

د ژوند ناخوالې، جنګونه، د اقتصاد خرابتیا او کورنۍ ته دوه وخته ډوډۍ د موندلو په موخه زرګونه افغانان له افغانستان څخه اروپا ته ځي. د لارې له لوړو او ژورو، په جېلونو کې د بندي کېدو، په لاره کې زخمي کېدو او همداسې نورو کړاونو چې خلک راتېر شي او اروپا ته راورسېږي نو بیا د اسنادو موندلو غم ورسره مل شي. په اروپا کې ایټالیا د نورو هېوادونو په پرتله په اسانۍ سره اسناد ورکوي نو ځکه ډېری افغانان په ایټالیا کې پناه اخلي. خو په ایټالیا کې د کار د نشتون له کبله خلک د اسنادونو له اخیستو وروسته د اروپا نورو هېوادونو ته د کار لپاره ځي. په بریتانیا کې هم زرګونه افغانان داسې دي چې د ایټالیا اسناد لري او دلته له ایټالیا قاچاقي راغلي دي. زه هم په هغوی کې راځم.  تېره میاشت د افغانستان سفارت ته ورغلم چې پاسپورټ جوړ کړم. نوبت مې چې راغی نو راته وویل شول چې په انګلستان کې د اوسېدو د سند پرته موږ پاسپورټ نه ورکوو. ډېر ناهیلی شوم. د مرتضی پسرلي په نوم د سفارت کارکوونکي ډېر ښه برخورد راسره وکړ خو خپله بې وسي يې وښودله. زه هم ناهیلی کور ته راغلم. له ملګرو سره مې خبره شریکه کړه نو ټولو مشوره راکړه چې د افغانستان لوی سفیر سید طیب جواد ته باید دا خبره ورورسوم. د هغه په برېشنالیک مې پیغام ورته واستوو خو ګومان مې نه کېدلو چې څه به وشي.
د ايمېل له لېږلو دوه ساعته وروسته هک پک پاتي شوم چې د سفیر صېب ځواب راغی او سفارت ته یې وروغوښتلم. دا خبره مې چې له ملګرو سره شریکه کړه نو هغوی هم نه منله بلکې ویل چې کېدلای شي چا ټوکه درسره کړې وي، ځینو خو  بیا وډار کړم چې کېدلای شي د اسنادو نه لرلو په وجه مې پولیسو ته په لاس ورکړي. چې سفارت ته ورغلم او له سفیر صېب سره مې خپل مشکل شریک کړ نو ډېر خواشینی شو او په هغه ساعت یې امر وکړ چې نه یوازې دا چې زما پاسپورټ دې جوړ کړل شي بلکې هغو ټولو کسانو لپاره یې يوه نوې فورمه جوړه کړه چې د اروپا اسناد لري. له دې وروسته به له هغوی څخه د بريتانیا د اسنادو تقاضا نه کېږي او پاسپورټونه به ورته اجرا کېږي. کله چې د سفارت له ودانۍ راووتم نو سترګې مې له اوښکو ډکې وې.
يوه ورځ مخکې ناهیلې او په سوچونو کې غرق ترې راوتلی وم. سفیر صېب زما په مخکې د قونصلګرۍ عملې ته لارښوونه وکړه چې دا د افغانانو کور دی او چې دلته څوک راشي نو باید د دې احساس وکړي چې خپل کور ته راغلي. کارونه یې باید خلاص شي. سفیر صېب یوه ګيله هم وکړه چې افغانان کلونه کلونه په بریتانیا کې ژوند کوي او د دې ځای اصول مراعتوي. له ډاکټره نیولي د موټر تر میکانیک د هر څه لپاره اپاینتمنت اخلي خو چې کله سفارت ته راځي نو اپاینټمنټ نه اخلي، بې نوبتي کوي او چې کله سفارت د اسنادونو غوښتنه ترې وکړي نو غالمغال جوړوي او د سفارت کارکوونکي په تعصب یا طرف تورنوي. کله چې د قونصلګرۍ برخې ته د پاسپورټ جوړولو لپاره ورغلم نو یو افغان بې نوبته راغلی و. د سفارت کارکوونکي چې د اپاینتمنت پوښتنه ترې وکړه نو هغه وویل چې څه د امریکا سفارت خو نه دی چې مخکې له مخکې به نوبت اخلو. صېب سید طیب جواد مې نه لیدلی و او نه مې کوم سفارش ورته درلودلو خو د یو کړېدلي افغان غږ یې واورېدلو. له دې وروسته هر هغه افغان چې د ایټالیا په شمول د نورې اروپا اسناد لري، بې له کومې ستونزې په لندن کې  افغان پاسپورټ جوړولای شي خو په دې شرط چې کوم بریتانیا اسناد لرونکی افغان یې ضمانت وکړي او د ادرس ثبوت ولري. خدای دې د سید طیب جواد او مرتضی پسرلي په شان وګړي ډېر کړې.
په سفارت کې د افغانانو برخورد او ستونزو ته په کتو له بهر مېشتو اففانانو څخه دا هیله کوم چې کله هم افغانستان ته ځي نو خپلې تذکرې دې له ثبت احوال نفوس او وزارت خارجه څخه تائيدوي چې په راتلونکې کې د پاسپورټ جوړولو یا تمدیدولو کې کومه ستونزه ورته نه وي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.