پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

د ۶۷ کلنې سویډنۍ انډیوالې په قتل تورن ۲۰ کلن افغان وايي، لېونی شوی و

24 تله 1398 له تاند څخه په مننې

(چهارشنبه، د میزان ۲۴) په سویډن کې یو۲۰ کلن افغان، چې د خپلې ۶۹ کلنې انډیوالې د وژلو په تور نیول شوی، وايي چې پرې دې ښودل شي چې افغانستان ته لاړ شي.
پر دغه افغان، چې له یوې حکومت مخالفې ۶۹ کلنې ژورنالیستې سره یې تار درلود، تور دی چې خپله انډیواله (Joakim Lamotte) یې وژلې ده.
افغان زلمي، پولیسو ته د تحقیقاتو په لړ کې ویلي چې لېونی شوی و.
دی وايي«غواړم چې افغانستان ته لاړ شم. پرې مې ږدئ. ما هیڅ هم نه دي کړي. غواړم چې افغانستان ته لاړ شم. بیخي لېونی شوم. لېونی یم. بس ده، لطفاً بس ده! بس ده لطفاً.»
سویډني رسنیو د دغه ځوان نوم نه دی افشا کړی خو د هغه له قوله یې ویلي چې پېښه یې په یاد نه ده.«هیڅ هم نه شم ویلی ځکه هیڅ مې نه په یادېږي. د ځان په اړه هم څه نه شم ویلی. حتي په دې هم نه پوهېږم چې نر یم که ښځه.»
سویډني رسنۍ ادعا کوي چې دغه افغان پناه غوښتونکي وروسته وویل چې ۶۹ کلنه سویډنۍ ژورنالیسته یې د سویډن د دیموکراتانو له سیاستوالې (Kent Ekeroth) سره یوځای وژلې ده.
دی وايي، دقیقاً نه شي ویلي چې څرنګه خو د دوی له منځه یې یوه د راروان ریلګاډي مخته پورې وهله.
خو د دیموکراتانو سیاستواله (Kent Ekeroth) ژوندۍ ده.
د ۶۹ کلنې مقتولې په اړه ویل کېږي چې متقاعده ښوونکې وه او له دغه افغان پناه غوښتونکي سره یې له ۲۰۱۵ م کال څخه مینه وه او په عین حال کې دا د سویډن د زرغون ګوند فعاله غړې وه.
په اروپايي هیوادونو کې یو شمېر زړې ښځې، چې د جنسي مقاربت لپاره څوک نه شي موندلی، پناه غوښتونکو ته مخه کوي.
د اروپايي رسنیو د راپورونو له مخې د پخو اروپايي ښځو له لوري د ځوانو پناه غوښتونکو د جنسي استثمار لومړنۍ نخښه په ۲۰۱۷ م کال په اتریش کې څرګنده شوه. په دې هیواد کې د پاخه عمر یوې ښځې د جنسي مقاریت په خاطر یوه پناه غوښتونکي ځوان ته پیسې او ځای ورکړی و چې وروسته افشا شول.
له دې یو کال وروسته یوه ۵۶ کلنه سویسۍ هغه مهال د خبرونو په سر کې راغله چې له یوه ۲۷ کلن پاکستاني پناه غوښتونکي سره یې واده وکړ. دغه پاکستانی په غیر قانوني ډ‌ول سویس ته تللی و.
په اروپايي هیوادونو کې د افغانانو له لوري پر له پسې قتلونو یو شمېر اروپایان د افغانانو په اړه بدګومانه کړي دي. دا ډول پېښې نه یوازې د افغانانو نوم بدوي بلکې د پناه د غوښتنو منل یې سختوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.