پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

تولیدي اقتصاد به افغانستان کې د بې وزلۍ کچه کمه کړي؟ س

25 تله 1398 چنار راډيو

.د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، ۵۵ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او وايي، د لوږې د له منځه وړلو لپاره د اقتصاد د تولیدي کېدو پر پلان کار کوي.دا خبرې په داسې مهال کیږي چې د اکټوبر۱۷مه له لوږې یا فقر سره د مبارزې له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
په نړۍ کې د فقر پای ته رسولو لپاره د ماشومانو، کورنیو او ټولنې د ځواکمنېدو په پار ګډ کار دا د فقر د له منځه وړو د مبارزې د نړېوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو د سږکال شعار دی.
افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو څخه یو دی چې د لوږې یا فقر کچه په کې لوړه ده.
د راپورونو له مخې د دغه هېواد له ۵۰ سلنو څخه زیات وګړي په هر اړخېز فقر کې ژوند کوي.
د افغانستان د اقتصاد وزارت هم مني چې زیات شمېر افغانان د فقر له اړخه په نامناسب حالت کې ژوند کوي. د دغه وزارت ویاند محمد یونس سالک بي بي سي ته وویل، په افغانستان کې د لوږې د له منځه تلو په پلان کې د فقر ټول اړخونه په پآم کې نیول شوي چې په پلي کېدو به یې په لنډ وخت کې ټول وضعیت بدلون وکړي:
"موږ د هغو هېوادونو له ډلې یو چې تر ۲۰۳۰ میلادي کاله پورې مو د پاییدونکي پراختیا هدفونه منلي او تر ۲۰۳۰میلادي کاله پر ۱۷ هدفونو کار کوو چې لومړی هدف یې د فقر له منځه وړل دي. دوېم بحث دادی چې موږ په ځانګړي ډول په اقتصاد وزارت کې د اقتصاد په تولیدي کولو کار کوو چې د فقر کرښه راکمه کړو".
جنګ، وچکالي، د نړېوالو مرستو کموالی او د نفوسو ډېروالی په افغانستان کې د فقر له اصلي لاملونو ګڼل شوي دي، خو افغانستان ته په تېرو څه کم دوه لسیزو کې د میلیاردونو ډالرو مرستو په راتلو ولې لاهم ددغه هېواد تر نیمايي زیات وګړي د فقرتر کرښې لاندې ژوند کوي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل:
"په رښتیا افغانستان سره ډېرې مرستې وشوې، خو دا مرستې په اقتصادي تولیدي پلان باندې نه مصرفیږي چې په دایمي ډول خلکو لپاره کار پیدا کړي او هغه با ارزښته او دایمي وي چې فقر له منځه یوسي او دویم د فساد مسئله پکې دومره زیاته ده چې دا ټول مفسدین په دې کړۍ راټول شوي دي په دغه شلو کلونو کې هر څه د خپل ځان لپاره غواړي او اصلي پروژو ته څه نه رسیږي، نو پر دې اساس د خلکو پر ژوند باندې اغیز نه لري".
د اقتصاد وزارت وايي د افغانستان د سړي سر په عاید کې پرمختګ کړی دی، د سرچینې په خبره په ۲۰۰۶میلادي کال کې ددغه هېواد د سړي سرعاید ۲۰۰ امریکايي ډالره وو، خو دغه اندازه ۶۵۰ ډالرو ته لوړه شوې ده.
د یوه بل راپور پر بنسټ د افغانستان ۴۵ سلنه وګړي غذايي مصؤنیت یا د خوراک لپاره کافي اندازه خواړه نه لري چې له ډلې یې یو میلیون ماشومان دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.