پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

د پاکستان وېزه| تبسم

26 تله 1398 له تاند څخه په مننې

ځینې وخت وړې ستونزې دومره ډېرې شي چې لویه ستونزه پکې ورکه شي. او د خلکو پام ځان ته نه اړوي.
یو څه وخت مخکې مې په کور کې مریض پیدا شو نو د. تداوۍ لپاره مو د پاکستان اراده وکړه.
ولې به مو نه کوله؟
ځکه چې دلته چې مریض د تریخي عملیات کړی وي تریخي یې لرې کړی وي خو بیا هم. د الټراساونډ ډاکټر ورته وایي چې تریخی خو دې ماشاءالله ښه فعال دی. د طبابت ددې ناخوالۍ د نه برداشت له وجی مجبور شو چې د پاکستان مخه وکړو.
هلته د تګ لپاره مو د وېزې ضرورت پیښ شو. چې په کابل کې مو چې د هیواد زړه او د حکومت تر دقیق څار یا close monetoring لاندې دی د پاکستان سفارت ته مو مراجعه وکړه. دومره لویه ستونزه وه چې بیخي د یوې فاجعې شکل یې غوره کړی وو. خو یا ورته د چا پام نه وو او یا هم د فساد د هغو نورو لارو غوندې دا هم مفسده لاره وه.
هلته په زرهاوو کسان د سفارت مخې ته په شپو شپو د وېزې اخیستنې لپاره د شنه اسمان لاندې په خړه زمکه پراته وو. له ډېرو پوښتنو وروسته راته دا معلومه شوه جې وېزه هغه چا ته ورکول کیږي څوک چې د کمیشنکار سره خبره وکړي او د جوړ جاړي له مخې یې هغوئ په نوبت کې مخکې کوي او وېزه ورکوي. سخت خواشینی شوم.
د ډېرې خواشینۍ او مایوسۍ سره کور ته راغلم. د هغو تورسرو، او سپین رویو مخونه مې سترګو ته کیدل چې شپې یې سبا کړې وې. پوښتنې مې ذهن ته راتلې خو د جواب څوک وو؟؟
ما دا وګڼله چې شاید دا هم هغه د عامو او خواصو د قاعدې تمثیل دی. دا به له عامو خلکو سره داسې کیږي. خو خبره تر دې حده وه جې ځینې خواص هم په کې ورګډ ول..
له څو فعالو، او چارواکو ملګرو مې د مرستې غوښتنه وکړه. خو جالبه دا وه چې هغوئ خپله اړ وو جې باید د کمیشنکار جوړ جاړي ته غاړه کیږدي. د چا تره مریض وو دوه سوه امریکایي ډالر ترې غوښتل شوي وو. د چا پلار مریض وو درې سوه ترې غوښتل شوي وو.
او ټول ملګري، چارواکي، رسنۍ، او ټولنیزې شبکې پرې خبرې او ستونزې یې څیړلی وې خو بیا هم حل لاره د مار پښې وې.
نو هلته مې وویل چې لویه ستونزه د وړو تر شا ورکه شوې ده.
خو اوس هم په مسولینو غږ کوم. د خدای روی دی چې ددې دردیدلي، کړیدلي ولس دردونه مه زیاتوئ. دوی ته په هره لاره ازغي مه شیندئ. دا مسله جدي مسله د لسو او سلو انسانانو خبره نه ده. د زرهاوو تورسرو او سپین رویو او مریضانو ستونزه ده. د عفت او دیپلوماټېکې ابرو ستونزه ده.
هلته د نظم نه شتون د مافیا له وجې دی. د زرهاوو کسانو د درد قیمت د یو څو کسانو د کور زینت دی. دا ستونزه نوره حل کړئ. دغلته د نظم اړین بندوبست وکړئ. او دغه حالت نه د مافیا لاسونه لنډ کړئ. له دې سره به مو هم ولس پاللی وي او هم به مو د یوه ښکاره فساد مخه نیولي وي
د پاکستان د وېزې اخیستنې د پروسې شفافه کړئ
درنښت
هیوادوال مو محمدالله تبسم

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.