پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

د پاچا، خلیفه، ولسمشر او امام القابو ترمنځ توپېر| قطار ظفري

30 تله 1398 له تاند څخه په مننې

ولسمشر څوک دی، او پاچا چا ته ووایو؟
په رسنیز او سیاسي ډګر کې پورتني کلمات او القاب په خپل ځای او وخت نه کارول کېږي، خو که چېرته موږ یاد القاب په خپل ځای ونه کاروو نه یوازې چې رسنیزه، سیاسي لیکنه او وینا به مو بې خونده وي بلکې د ناپيلتوب اصل به مو له پامه غورځولی وي.
د اسلامي او سیاسي لارښوونو له نظره د سیاسي سلطې واکمن ته لاندې لقبونه ورکول شوي دي.
چې دلته ځغلنده نظر ورته کوم:
۱-  خلیفه: ځای ناستې ته ویل کېږي، په اسلام کې د خلیفه لقب په لومړي ځل ابوبکر صدیق(رض) ته ورکول شوی و.
۲- امیرالمومنین: د اسلامي چارو یا هم د مسلمانانو د چارو سمبالونکي ته ویل کېږي چې په اسلام کې یاد لقب حضرت عمر فاروق (رض) ته ورکول شوی و.
۳- جمهور رییس: یاده کلمه د عربي ژبې له جمهره څخه اخیستل شوې ده، چې د شګو هسکې ډېرۍ ته ویل کېږي. پښتو معادل یې ولسمشر دی. جمهور رییس د ملت د رایو په اکثریت انتخابیږي. د ولسمشرانو واک او صلاحیتونه د بېلابېلو هیوادونو قوانینو ته په پام ټوپیر لري خو په افغانستان کې تر ټولو واکمن شخص ولسمشر دی.
۴- پاچا: پاچا یا بادشاه هغه چاته ویل کېږي چې د انتخاباتو له لارې واک ته نه وي رسېدلی بلکې په زور یا په میراثي ډول واک په لاس ورغلی وي. په عربي هیوادونو کې پاچاهان بشپړ واک لري خو ځینې لوېدیځ هیوادونه او جاپان هم پاچاهان لري چې واک یې سمبولیک او تشریفاتي دی.
۵ـ امام: د هېواد، اسلام او دیني چارو پیشوا او لارښود ته وايي.
د اسلامي حکومت د ریاست لپاره د رییس د ټاکلو حکم واجب دی علامه علاوالدین حصفکی (رح) لیکلي چې د عادل حکمران ټاکل د دین همه فریضه ده همدا علت وو چې د رسول الله (ص) تر تدفین مخکې د صحابه کرامو امر وټاکل شو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.