پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

د سوریې کردان ولې له ترکیې سره په شخړه کې دي؟

30 تله 1398 چنار راډيو

په تېرو اتو کلونو کې سوریه د کړکیچ او بحران بیلا بیلو پړاونو څخه تیره شوې. په دې لړ کې د حکومت او یاغي ډلو ترمنځ جګړه شوې، د داعش ډله راڅرګنده شوې او کردانو د هېواد په شمال ختیځ کې د مرکزي حکومت څخه جلا سیمه ایز حکومت اعلان کړی.
د روان بحران په لړ کې دوه اوونۍ وړاندې یو بل پړاو هغه مهال پيل شو چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې خپل پوځونه د ترکیې او سوریې ترمنځ پولې ته نږدې سیمو څخه وباسي.
د امریکایي ولسمشر د دې اعلان په غبرګون کې ترکیې د خپلو سیمو او د پولې د ساتنې په پلمه د سوریې شمال ختیځو سیمو باندې برید وکړ.
ترکیه ټینګار کوي چې پولې ته نږدې فعال کردي وسله وال ترهګر دي او د ترکیې او سیمې امنیت ګواښي.
کردان د منځني ختیځ په کچه څلورمه تر ټولو ستره توکمیزه ډله ده چې د سوریې په شمال ختیځ، د ترکیې په سویل، د عراق په شمال، د ایران شمال غرب او یو لږ شمیر هم ارمینیا کې مېشت دي.
د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال او له هغې وروسته د انګرېزانو او فرانسویانو ترمنځ بېلا بېلو تړونونو له مخې په سیمه کې د واک وېش ترسره شو.
د انګریز استازي مارک سایکس او د فرانسې فرانسس جارج پیکو ترمنځ لاسلیک شوي تړون عثماني خلافت په دوه برخو وویشل شو.
همدا راز د ایران لپاره چې په سوریه کې فوق العاده اغېز لري، پیاوړي او خپلواکۍ ته نږدې کردان د ایراني کردانو د پیاوړتیا په معنا دي.
وروسته بیا په ۱۹۲۰ کال کې د یو بل تړون له مخې ترکیه کې مېشتو کردانو ته یو ازاد ریاست ورکړل شو چې دا کار د ترکیې له خوا رد شو.
ورپسې کلونو کې له انګریزي او فرانسوي استعماره د سیمې د هېوادونو د خلاصون په لړ کې کردان په بېلابېلو هېوادونو کې چې مخکې یې یادونه وشوه، وویشل شول.
د عثماني خلافت له ماتېدو وروسته کردانو تل غوښتي چې د سیمې د یو ستر توکم په توګه خپل ازاد ریاست او هېواد ولري او په دې لړ کې یې له هرې خوا مرستې اخېستې.
خو دغه هڅې د دویمې نړیوالې جګړې نه را وروسته د سیمې د هېوادونو له خوا ځپل شوې دي.
په دې لړ کې نه یوازې دا چې د کردانو د خپلواکۍ او ازادۍ سیاسي او نظامي حرکتونه ځپل شوي، بلکې ځینو هېوادونو دا هڅه هم کړې چې کردي ژبه، کلتور او ټولنیز جوړښتونه وځپي او د دوی هویت مسخه کړي.
په ډېرو کرد مېشتو سیمو کې هڅه شوې چې نور قومونه ورکډه شي ترڅو هلته د ځایي کردانو اغیز او توکمیز سوچه والی اغېزمن کړي.
په ځانګړې توګه ترکیې د کردانو کارګر ډله ترهګره اعلان کړې او مشران یې له ډېرو کلونو راهیسې په بند کې پراته دي.
په منځني ختیځ کې د تېرو دوه لسیزو سیمه ییز سیاسي بدلونونه د دې لامل شول چې یو وار بیا د کردانو ترمنځ د یو خپلواک کردي هېواد د رامنځته کولو هیلې را ژوندۍ شي.
پر عراق د امریکا له برید نه وروسته په عراقي کردستان کې کردانو د خپلواکۍ هلې ځلې پیل کړې چې د یوې ټولپوښتنې په لړ کې عراقي کردانو د یو خپلواک هېواد غوښتنه په پریکنده اکثریت تائید کړه.
همدا راز کردانو په ایراني کردستان ایالت کې د خپلواکۍ هلې ځلې تیزې کړې.
خو ایران په عراق کې ځانګړی اغېز درلود نو له دې کبله یې د بغداد سره په شریکه د عراقي کردستان د خلکو غوښتنه وځپله.
بله خوا په سوریه کې له روان کړکېچ وروسته کردانو د دغه هېواد په شمال ختیځ کې خپلواکه اداره جوړه کړه او د بشارالاسد له ادارې څخه یې ځان جلا کړ.
یادې ادارې د امریکا د پوځي او مالي مرستو پر مټ په سیمه کې داعش ډله هم وځپله.
د داعش ډلې پر ضد بریا د دې لامل شوه چې کردان د خپل اغېز سیمه لا پراخه کړي او همدا راز د خپلې خپلواکۍ یا د سوریې په اوسني نظام کې نیمه خودمختارۍ دعوه مخ ته یوسي.
د کردانو او ترکیې ګډې پولې ته نږدې سیمو کې چې پکې ترکي کردان مېشت دي، د کردانو پیاوړتیا د ترکیې لپاره د خطر زنګ و او ترکیې سره ویره پیدا شوه چې هسې نه د ترکي کردان بیا ځلې د بیلتون غوښتنې سر را پورته کړي.
همدا لامل و چې ترکیې تېر کال د سوریې افرین سیمه باندې له ترهګرو سره د مبارزې په پلمه برید وکړ او دا سیمه یې تر خپلې ولکې لاندې را وستله.
د تېرو څو کلونو په اوږدو کې ترکیې په وار وار له امریکا غوښتل چې د سوریې پر خاوره تر دېرش کیلومتره پورې سیمه ورته پرېږدي چې دوی سیمه کې ترهګر وځپي او اوس د امریکایانو له وتلو وروسته یې دا تکل په عمل کې پیل کړ.
امریکا د سوریې له شمال ختیځو برخو د خپلو پوځیانو په ایستلو کردان په سیمه کې یوازې پریښودل.
په سوریه کې د داعش له ماتې وروسته د کردانو له خوا د خپلواکې ادارې اعلان د دمشق لپاره د منلو وړ نه و.
د بغداد لپاره چې د عراقي کردستان د بیلتون خطر سره مخ دی، خپلواکه یا نیمه خپلواکه سوریايي کردان د منلو وړ نه دي. ترکیه هم له تېرې نیمې پیړۍ راهیسې د کردانو په ځپلو اخته ده.
بله خوا مسکو لپاره هم چې د بشارالاسد د حکومت ملاتړی دی او ترکیې سره تازه د ملګرتیا د پياوړې کولو په تکل کې دی، د کردانو ځپل کیدل د ملګرو د ګټو د ملاتړ معنا لري.
همدا لامل دی چې له سوریې د امریکا له وتلو وروسته د کردانو په اړه د سیمې په سیاست کې ښکیل ټول هیوادنه همغږي دي.
د ترکیې برید کردان اړ کړي چې دمشق ته مخه کړي او هلته د هېوادنۍ اړیکې پرمټ د هغوی مرسته وغواړي. همدا لامل شو چې کردانو سوریايي پوځ ته ترکیې سره په پوله کرد میشتو سیمو ته د ورتګ اجازه ورکړه.
په دې توګه د سوریې شمال ختیځ کې سیمې له ۲۰۱۲ کال وروسته په لومړي ځل د دمشق تر کنترول لاندې راغلې.
کردان له سیمې د امریکا له وتلو وروسته په سیمه کې یوازې پاتې دي او ځکه نو د اوس دپاره به دغه توکم د خپلواکۍ پرځای د ځان ژغورنې په تکل کې له خپلې داعیې لاس په سر کیږي.
سوریه او ترکیه به هم له دغه فرصته ګټه پورته کوي او د کردانو سیمو ته به د نورو توکمونو خلک ور استوي او هلته به یې ځای پر ځای کولو هڅه کوي.
دې کار سره دوی غواړي چې د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو اغیز را کم کړي او دا راز دغو سیمو کې د کردانو د خپلواکۍ غوښتنې مبارزه کمزورې کړي.
که بې طرفه قضاوت هڅه وشي نو د کردانو او ترکانو ترمنځ د روان کړکیچ ټوله پړه په سیمه کې د هغو زبرځواکونو پر غاړه ده چې د سیمې وېش یې په غیر طبیعي او نا انډوله ډول وکړ.
د انګرېزانو د غیر عادلانه او غیر منطقي کړنو له کبله بلوڅان، پښتانه او کشمیریان په اسیا کې کړیږي او په افریقا کې اېریتریا او ایتیوپیا لسیزې لسیزې په شخړو کې ښکېل وو.
همدا راز د کردانو په بېلابېلو هېوادونو کې د وېشل کېدو له کبله د دې خلکو او د سیمې د هېوادنو ترمنځ یو اوږد کړکېچ پاتې دې.
که څه هم په نږدې راتلونکي کې به کردان اړ وي چې د خپلواکۍ غوښتنې مبارزه غلې کړي خو په اوږد مهال که به کردان د خپلواکۍ او جلا هېواد غوښتنه کوي او دا غوښتنه به په سیمه کې د کړکېچونو لامل کېږي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.