پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

د اسيان سازمان پيژندنه، ستونزې او نوی وضعيت

14 لړم 1398 له تاند څخه په مننې

سریزه
د آسیا د جنوب ختیزو ملتونو د ټولنی (اسیان) کلنۍ غونډه په داسې یو  مهال کی د ۲۰۱۹م. کال نومبر په دوهمه نیټه (پرون) پیل شوه، چې لا د شانګهای غونډې پای ته نه وی رسیدلی. دا په داسې حال کې چې د آسیا یی پړانګانو (سینګاپور، جنوبی کوریا، هانکانګ او تایوان) اقتصاد لا د ثبات په لوری روان دی ، په نړیواله سوداګری کې یې د تجا رت حجم او ارزش مخ په وده ښکاري، له بلې خوا په دې وروستیو کی د Euro-Asia د حوزې خپل منځي استحکام او د راتلونکی  اقتصادی قدرت زیاتیدو؛ انتلانتیزم ته تشویش پیدا کړی دی. ممکن د تشویش مسئله به نه وی، خو رقابت د اوسنی عصر یو واقعیت دی، په تیره بیا په اقتصاد کې رقابت څخه سترګی نشی پټېدای. شانګهای خپله آجندا کې د اقتصادی مسایلو ترڅنګ یو شمیر امنیتی مسایل هم ځای کړی دی، چې دا یې د نظامی اړخ څرګندونه کوي. پورته ټول ټکې که له یوې خوا د آسیا دجنوب لپاره په زړه پورې دي، له بلې خوا یې د لویدیز( په تیره د امریکی د متحده ایالاتو) پام ځانته رااړولی دی.  له دې څخه د آسیان غړی هم سترګې نه پټوي. آلمان بیا په انفرادی ډول له هند سره د اقتصادی تعلقاتو د نوی کولو ژمنه وکړه او چین لاهم د خپلی لویې لاری نقشه تعقیبوی. 
په دې چاپیریال کی د امریکی دمتحده ایالاتود ولسشمر ټرمپ دریځ چې د دغو ټولو په وړاندې یې غوره کړی دی ، د دوی  هر یوه لپاره سودا وراچولی ده. د مالیزیا صدراعظم ماهاتیر د غونډې په اوله ورځ واضح وویل: د آسیا دجنوب هیوادونه د ټرمپ د سوداګریزی جګړې په وړاندې یو موټی کیږی!)
په غونډه کې حاکمه فضا د اسې ده  چې دوی وایی چې موږ نه غواړو اقتصادی – سوداګریز جنګ ته ننوځو، بلکې دا نور  دي چې دا جګړه یی پیل کوی. له بلې خوا چین په دې هڅه کی دی چې په سیمه کې لویه  تجارتی منطقه جوړه کړی. د دغې څلور ورځنۍ غونډې اصلی موضوع سوداګری ده. د دوی ټولو اندیښنه روهنګیایی مهاجرو او له ګاونډیو ټاپوګانو سره د چین لانجې او د جنوبی او شمالی کوریا مسایلو په هکله هم  ده. دغه وروستۍ پېښې د آسیا د جنوب نوی کشالې دی.
بنکاک(Bangkok ) د غونډې کوربه
بنکاک د تایلند پلازمینه؛ چې په آسیا کی یو ښکلی  ساحلی ښار دی ، ددې غونډې کوربه دی. دسړې جګړې پر مهال دغه ښار  لویدیز ته ستراتیژیک ارزښت در لود . د لویدیزو هیوادو پیاوړی سفارتونه همدی ښار کی و او اوس  هم دی. 
د اسیان (ایشین) مشران په بنکاک کی( د۲۰۱۹م. کال د نومبر کلنۍ غونډې په پیل کې)
دغه ښار اوس  اته میلیونه نفوس لري، چې د ټول تایلند په سلو کی ۱۲جوړوی.  دغه ښار د نوی تمدن بیلګه، د نړیوال لوی هوایی ډګر لرونکی، دمیترو خدماتو، بریښنا، لُکس هوټلونه او عصری پارکونو، روغتونو او نورو له امله نړیوال نوم لري. دتوریزم ډیرې جاذبی، محلی لوبې او ورزشونه او د بودیزم مزدکونه او نور یې حیرانوونکی دي
)   (ASEANایشین یا  آسیان څوک دي ؟
د( Association of South East Asian Nations) د آسيا سويل ختيزو ملتو ټولنه يااسيان ټولنه دماليزيا،فلپين،اندونيزيا،تايلنډ او سنګاپور هيوادونو له خوا د ۱۹۶۷م. کال د اګست په اتمه  دټايلند په بنکاک ښار کې جوړه شوه. وروسته برونې اودارالسلام په ۱۹۸۴م. کال کې، ويتنام په ۱۹۹۵م، لاووس او ميانمار په ۱۹۹۷م. کال او کامبوج په ۱۹۹۹م. کال کې ورسره يو ځای شول.دسويل ختيزې اسيا دملتونو ټولنې هدف دبنکاک په اعلاميه  کې داسې راغلي دي: 
· دګډو همکاريو پراختيا ،
· خپل منځي ، اقتصاد  او سوداګری ته وده ورکول  او د ګمرکونو آسانتیا،
·  په اقتصادي، ټولنيز، فرهنګې، فني او څيړنيزو برخو کې متقابلې مرستې.
په نوموړي اعلاميه کې د چاپيريال ساتنې او دبشري حقونو او ديموکراسۍ دتحقق په برخه کې د غړو هيوادونو ترمنځ پرهمکارۍ هم ټينګار شوی دی. نوموړي ټولنه ددولتي تشکيلاتو او د يو لړ غير انتفاعي تشکيلاتو درلودونکې ده. په دولتي تشکيلاتو کې يې ددولتونو دمشرانو او بهرنيو چارو دوزيرانو غونډې شاملې دي. دسويل ختيځې اسيا دملتونو ټولنه ځينې کاري کميټې هم لري.
دASEAN غونډې:  دسويل ختيځې اسيا دملتونو ټولنې سرمشريزې غونډې په کال  کې يو ځل په يوه غړي هيواد کې جوړيږي او پرسيمه ييزوموضوعاتو خبرې اترې کوي. غونډې معمولاً درې ورځې وخت نيسي او دکار طرزلعمل يې داسې دي چې غړي هيوادونه لومړی دمشرانو په کچه يوه غونډه جوړوي او وروسته دغه مشران د ټولنې دسيمه ييزې اسامبلې دبهرنيو چارو له وزيرانو سره ګډه غونډه دايروي.
دسويل ختيځې آسيا دملتونو ټولنې سيمه ييزه مجمع: دغه مجمع په ۱۹۹۴م. کال کې له ۲۷ غړو هيوادونو څخه جوړه شوې ده، چې لس يې په خپله دسويل ختيځې آسيا دملتونو ټولنې غړيتوب لري. او نور يې د بنګله ديش، کاناډا، چين، امريکا، اروپايې ټولنې، هند، جاپان، سويلي کوريا، شمالي کوريا، منګوليا، پاکستان، نوی زيلاند، روسيې، ختيزتيمور، پاپواګوينيا او سريلانکا هيوادونه دی.  دنوموړي مجمع اساسي هدف د اسيايې او پاسفيک هيوادونو ترمنځ په ځانګړو برخو کې د همکاريو پراختيا ده.
داروپا-اسيا غونډه: داروپايي ټولنې او دسويل ختيځې اسيا دملتونو ټولنې ترمنځ دغير رسمي خبرو يو بهير دی. چې په ۱۹۹۶م .کال کې شروع شوی دی.
اېشیان (ASEAN) جمع درې:  دا د اېشين ټولنې دغړو او دچين، جاپان او جنوبي کوريا د هيوادونو ترمنځ غونډه ده چې دخپل منځي اړيکو د پراختيا په موخه تر سره کېږي او د اېشين جمع درې غونډې په نوم ياديږي.
داېشين – روسيې غونده(ASEAN – Russia Summit): د اېشين ټولنې مشرانو او روسيې ترمنځ هر کال يو ځل غونډه دايريږي چې دبيلا بيلو موضوعاتو په اړه په کې بحث کېږي. په پام کې ده چې دامريکا متحده ايالتونو سره هم دې ته ورته يو پلان عملي کړې شي.
دختيزې اسيا غونډه (East Asia Summit): يوه بشپړه آسيايې غونډه ده چې د ختيخې اسيا او د اېشين سيمې د هيوادونو له خوا په کال کې يو ځل دايريږي. روسيې په ۲۰۰۵م کال کې دې غونډې ته دګډون وړانديز وکړ او په اوس وخت کې څارونکی غړيتوب لري. داغونډه په کال کې يو ځل داېشين له سرمشريزې وروسته جوړيږي.
داېشين سرناسته(ASEAN cer meeting): داېشين دغړو هيوادونو او اسټراليا اونوی زيلند ترمنځ خبرې د اېشين – سرناستې په نوم ياديږي.
د آسیا په جنوب کې د دغه  پیاوړی سازمان راتلونکی نوره  هم روښانه ښکاری، دوی په دغو دریو ورځو کې د ازاد تجارت په موضوعاتو بحثونه کوي. ممکن  د آسیا په دغه برخه کی چین وتوانیږی یوه داسې تجارتی شبکه ایجاد کړی چې د عربو سمندر څخه تر  روسیې او له کاشان وکاشغر او تبت څخه تر فرانسی او نورو اروپایی هیوادو غځیدلی وی، ډیره امیدواری  ده چې افغانستان دغه شبکه کی شامل غړی وی. 
د چین –ګوادر لویه لار اود( China–Pakistan Economic Corridor(CPEC پروژه، یوه لار یو کمربند، دمرکزی اسیا او جنوبی آسیا د وصل نقطه(کابل)،  د منطقوی ترانزیت او انضمام پیل شمیرل کیدای شی. د دغی پروژې یوه برخه هم له چمن څخه د کندهار او بیا تر هرات او له هغه وروسته د ترکمنستان په لوری په پام کې ده. د۴۷کلنو تباکوونکو او بی ګټې جنګونو له امله ټپي  او په سینه پروت افغانستان دی خدای راویښ او روغ کړی چی په سرلوړۍ سره ځان له آسیایی هیوادو سره سیال او د منځنیو پیړیو له اوهامو او خرافاتو په راوتو سره د نوی او عزتمن ژوند په لوری روان شی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.