پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

ننداره (لنډه کیسه) ليکوال: سعادت حسن منټو

15 تله 1396 چنار راډیو


سعادت حسن منټو د ١۹١٢م کال د مې پر ١١مه د هند په لدهيانه سيمه کې زوکړى دى. (ننداره) يې لومړنۍ لنډه کيسه ده چي په ١٩٣٤م کال د هند په (خلق) مجله کې خپره شوې وه، دا هغه وخت وو چي په هند کې د بريتانيا د استعماري واکمنۍ پر ضد هنديانو پاڅونونه پيل کړي وو.
ژباړن (بارکوال میاخېل)
________________________________________
طيارو د تورو بازانو غوندې له دوو درېوو ورځو راهيسې وزرونه غوړولي په کراره فضا کې داسې ګرځېدې لکه د کوم ښکار په لټه چي وي. تکو سرو سيليو وخت پر وخت له ځانه سره د يوې راتلونکې خونړۍ پېښې پيغام راووړ. په پټخوليو بازارونو کې د وسلوالو پوليسو ګزمې يو عجيبه ډاروونکى منظر وړاندې کاوه. هغه بازارونه چي له لمرختو سره به له خلکو ډک شول، اوس د يوه ناڅرګند ډار له امله خالي پالي وو. د ښار پر فضا باندې يوه مرموزه چوپتيا خپره وه، يو بوږنوونکي ډار ورباندې واکمن وو. خالد د کور له پټخولې او ارامې فضا څخه وېرېدلى غوندې د خپل پلار څنګ ته ناست خبرې يې کولې.
– بابا! ته ما ښوونځي ته ولې نه پرېږدې؟
– زويه! ښوونځى دي نن رخصت دى
– استاد خو موږ ته نه دي ويلي، هغه خو پرون ويل که کوم هلک نن د ښوونځي کار ونه کړ او کتابچه يې را ښکاره نه کړه، نو سخته سزا به ورکړم
– کېداى شي هېر شوي يې وي چي سبا مه راځئ
– ستاسې دفتر هم رخصت دى؟
– هو زموږ دفتر هم نن تړلى دى
– ځه ښه دى، بيا به نن يو ښه نکل (کيسه) راته کوې
خالد لا له پلاره سره په خبرو بوخت وو چي پر سر يې درې څلور طيارې په بونګېدلو سره تېرې شوې. خالد هغوى ته په کتلو ډېر و ډار شو، هغه له درېوو څلورو ورځو د دغو طيارو ګرځېدو ته په ځير سره کتل، خو هيڅ نه پوهېده چي دا ولې ګرځي. هغه اريان وو چي دا طيارې ټوله ورځ په دې سره لمر د څه لپاره پروازونه کوي. هغه چي د دغو طيارو له هر ورځني ګرځلاوه ساتنګى شو، پلار ته يې وويل:
– بابا! زه له دغو طيارو زښته ډېر ډارېږم، ته يې چلوونکو ته ووايه چي زموږ پر کور دي نه تېرېږي
– د څه شي ډار…خالده زويه لېونى شوى خو نه يې؟
– بابا! دا طيارې ډېرې ډاروونکې دي، ته خبر نه يې چي دا به يوه نه يوه ورځ زموږ پر کور توغندى را وغورځوي. پرون سهار مزدورې ادې ته ويل چي په دغو طيارو کې ډېر توغندي دي، ګوره که دوى زموږ پر کور توغندي را وغورځول نو زه هم يو توپک لرم… هماغه چي تا په تېر اختر کې راوړى وو.
پلار يې د خالد پر ماشومانه جرئت باندې وخندل:
– هغه مزدوره خو لېونۍ ده، زه به ورته وايم چي په کور کې داسې خبرې ولې کوي. زويه مه ډارېږه، بيا به داسې خبرې هيڅکله درته نه کوي
له پلار سره تر خبرو وروسته خالد کوټې ته ننووت، خپل توپک يې را واخيست، د نخښه ويشتلو لوبه يې پيل کړه، چي که يې طيارې پر کور توغندي ور وغورځوي، نو د ده نخښه به کره لګېږي او خپل بشپړ غچ به ځنې اخلي.
په دې وخت کې چي يو تنکى ماشوم د خپل غچ اخيستلو فکر په مخه کړى وو او ډول- ډول پلانونه يې جوړول، د کور په هغه بله څنډه کې د خالد پلار له خپلې مېرمنې سره ناست وو او کوچنۍ مزدورې ته يې وويل چي بل وخت بايد په کور کې داسې خبرې ونه کړي چي خالد ووېروي.
مزدورې او مېرمنې ته تر دغو خبرو کولو وروسته ولاړ شو او لا د کور تر لوى ورۀ وتلى نه وو چي د کور مزدور يې يو ډاروونکى خبر ورته راووړ چي پاچا د ښار خلک له را غونډېدو منع کړي دي خو دوى بيا هم ماښام ته يوه ولسي غونډه کوي، نو کېداى شي چي يوه نه يوه ټکه به ضرور ولوېږي.
د خالد پلار د دې خبر په اورېدو سره زښته و ډار شو، اوس يې زړه ته ولوېده چي د فضا نابلده چوپتيا، د طيارو ګرځېدل، په بازارونو کې د وسلوالو پوليسو ګزمې، د خلکو پر څېرو باندې غوړېدلې غمجنې اندېښنې او ډاروونکې سيلۍ ضرور د يوې خونړۍ پېښې زېرى دى.
ګوره چي دا به څه ډول پېښه وي؟ له دې د خالد د پلار غوندې هيڅوک هم خبر نه وو، خو بيا هم ټول ښار د يوې ناڅرګندې وېرې په پوښ کې نغښتى وو.
د خالد پلار له دباندې وتلو ډډه وکړه، بيرته د کوټې خواته را وګرځېد او لا يې کالي (جامې) نه وو بدل کړي چي بيا د طيارو ږغ را پورته شو او هغه له ډاره وبوږنېد. د طيارو بونګارى داسې ورته ښکاره شو لکه سلګونه انسانان چي پر يوه ځاى له درده په زګېرويو اخته وي.
خالد د طيارو د بونګارو په اورېدو سره خپل کوچنى توپک په لاس کې له کوټې په منډه را و ووت او هغوى ته يې په ځير سره کتل، چي که مازي يې د دوى پر کور توغندى ور وغورځاوه نو دى به يې پخپل توپک کښته را و غورځوي. دا وخت د دې شپږکلن ماشوم پر څېره باندې د کلک هوډ او استقلال آثار له ورايه ليدل کېدل چي د لوبو او مسخولېدا جعلي توپک په لاس کې يو زړور سرتېرى يې شرماوه. داسې ښکارېده چي هغۀ نن له دې غمه د ځان خلاسولو ته ملا تړلې وه چي له څه مودې يې په ويره کې ساتلى وو.
خالد طيارو ته کتل چي له يوې طيارې څه سپين شيان را ولوېدل، چي د کاغذونو کوچنۍ ټوټې ښکارېدلې. له را غورځولو سره دا ټوټې د ګوډيانو (کاغذبادونو) غوندې په هوا کې والوتلې، چي څو ټوټې يې د خالد دوى د کور پر بام هم ولوېدې. خالد په منډه بام ته ور وخوت او کاغذ يې له ځانه سره پلار ته راووړ:
– بابا! بابا!، مزدورې خو ريښتيا درواغ ويل، طيارو خو د توغنديو پر ځاى دغه کاغذونه را وغورځول
پلار يې له خالده کاغذ ور واخيست، ويې لوست، رنګ يې ژيړ واووښت، اوس يې نو د راتلونکې پېښې تصوير سترګو ته مخامخ ودرېد. په دې خبرپاڼه کې ښکاره ليکل شوي وو چي پاچا نه غواړي، څوک ولسي غونډه وکړي خو که د هغه له خوښې پرته ولسي غونډه جوړه شوه، نو چي هر څه وشول ملامتيا به يې پر خلکو وي.
د خبرپاڼې په لوستلو سره چي خالد خپل پلار دومره اريان دريان او اندېښمن وليد نو په وارخطايۍ سره يې ترې وپوښتل:
– په کاغذ کې خو دا نه دي ليکل شوي چي هغوى زموږ پر کور توغندي را غورځوي؟
– خالده زويه! ته اوس لاړ شه، ورځه له خپل توپک سره مسخولېږه
– خو ته راته ووايه پر کاغذ ليکلي څه دي؟
پلار يې له دې ډاره چي زوى يې خبرې نورې ونه غزوي، په درواغو ورته وويل:
– ليکلي دي چي نن ماښام به يوه ننداره وي
– ننداره به وي!، بيا خو به موږ هم ورځو کنه؟
– څه دي وويل؟
– ولې ما به نندارې ته نه درسره بيايې؟
– بيايم دي، خو ته دي اوس خپلې لوبې کوه
– لوبې چېرې وکړم؟ بازار ته مي ته نه پرېږدې، مزدوره راسره لوبې نه کوي، د ټولګي ملګرى مي طفېل نن سبا دلته راځي نه، اوس نو که لوبې کوم له چا سره به يې کوم؟، ماښام خو به د نندارې ليدو ته ضرور ځو کنه؟
د پلار ځواب ته له انتظار کولو پرته خالد له کوټې را و ووت، لېونى او سرګردانه پر نورو کوټو ګرځېده او اخير د پلار د ناستې ځاى ته ورغى، چي کړکۍ يې د بازار خواته خلاسېدله. کړکۍ ته نيژدې کښېنوست او د بازار په ننداره بوخت شو. ګوري چي د بازار دوکانونه ټول تړلي دي، خو خلک ويني چي ځي راځي، خلک په ولسي غونډه کې د برخې اخيستو لپاره روان وو. دى ډېر اريان وو چي دوکانونه ولې له دوو درېوو ورځو تړلي دي، د دې خبرې د مالومولو لپاره يې پر خپلو تنکيو ماغزو ډېر زور وکړ، خو هيڅ نتيجه يې تر لاسه نه کړه. تر ډېر چورت وهلو وروسته يې په زړه کې ور وګرځېدل چي خلکو به د هماغې نندارې د ليدلو په خاطر دوکانونه تړلي وي، چي له طيارې څخه يې د خبرتيا کاغذونه وېشل شوي وو. د خوشالۍ احساس يې وکړ چي دا به ضرور ډېره خوندوره ننداره وي چي ټول بازار ورته تړل شوى دى. دې احساس خالد بېخي ناکراره کړ او په دې تمه شو چي څنګه ژر هغه وخت راشي او پلار يې د نندارې ليدو ته ورسره بوځي.
وخت تېرېده او هغه خونړۍ شېبه وار په وار را نيژدې کېدله. ماځيګرى وو، خالد، د هغه پلار او مور يې د کور په غولي کې پټه خوله ناست له پوښتنو په ډکو سترګو يې يوه بل ته سره کتل، باد لکه د مودو رنځور په زګېروي چلېده.
ډز، ډز، ډز، ډز…..
د دې ږغ په اورېدو سره د خالد د پلار مخ لکه کاغذ تک سپين شو، په مټې يې تر خولې سپوڼ را و ووت:
– مرمۍ….
د خالد مور له ډېره وهمه ږغ هم ونه کړ، د مرمۍ د نوم له اورېدو سره هغې داسې وګڼله لکه مرمۍ چي پخپله د هغې تر ټټر وتلې وي. خالد د دې ږغ په اورېدو سره پلار تر ګوته ونيو او ورته ويې ويل:
– بابا! ځه چي ځو ننداره خو شروع شوه
پلار يې د خپل ډار د پټولو په خاطر چابک ترې وپوښتل:
– کومه ننداره؟
– هماغه ننداره چي سهار يې د خبرتيا پاڼې وېشل کېدې، لوبه پيل شوې ده، ځکه خو دومره ډېرې پټاخۍ الوځي
– اوس لا وخت ډېر دى، ته نارې مه وهه، خداى ته وګوره ورشه له مزدورې سره ومسخولېږه
خالد د دې خبرې په اورېدو پختنځي ته ورغى، خو چي هلته يې مزدوره پيدا نه کړه، نو د پلار د ناستې ځاى ته لاړ او له کړکۍ څخه د بازار په ننداره بوخت شو. په بازار کې هيڅوک نه وو او ويجاړ غوندې ښکارېده، له لرې د سپيو دردوونکې غپاوې اورېدل کېدې، څو شېبې وروسته له دغو غپاوو سره د انسانانو زړه بوږنوونکې چيغې هم يو ځاى شوې. خالد د يو چا د چيغو او زګېرويو اورېدو اريان کړ، دۀ لا د دې ږغونو پېژندلو ته غوږونه څک نيولي وو، چي په مخامخ څلورلاري کې يې يو هلک د ځان خواته په چيغو او بوغارو را روان وليد. د دوى د کور څنګ ته په را رسېدو سره هلک په رېږدېدو سره ولوېد او له لوېدو سره بېهوښي پرې راغله، پر پونډۍ يې ژور زخم وو او وينې ترې بهېدې. د دې حالت په ليدو خالد ډېر و وېرېد، په منډه خپل پلار ته ورغى:
– بابا! و بابا! په بازار کې يو هلک ولوېد، له پښې يې تېزې وينې بهېږي
پلار يې له دې خبرې سره د کړکۍ خواته ورغى او ويې ليدل چي ريښتيا هم يو ځوانکى هلک په بازار کې پړمخې پروت دى. د باچا له ډاره هغه جرئت ونه کړ، چي ور ووځي هلک له سړکه پورته کړي او د مخامخ دوکان پر تړه يې پرېباسي. د بېکسه خلکو د وړلو لپاره حکومتي اوسپنيزې لارۍ ګرځېدې، خو دا معصوم هلک چي د همدوى د ظلم د تېغ ښکار شوى وو، دغه تنکى بوټى چي د دوى په لاس رژېدلى وو، دغه غوټۍ چي تر سپړلو مخکې د دوى په اورني باد سوځېدلې وه، د چا د زړه ارام چي د دوى د ظلم او استبداد شومه شوى وو، اوس د دوى پر پاخه کړي ډامبر سړک پروت وو. آه، مرګ ډاروونکى دى، خو ظلم تر هغه زيات زړه بوږنوونکى او ډاروونکى دى.
– بابا! دا هلک چا وهلى دى؟
د خالد پلار د هو سر ورته وښوراوه او له کوټې دباندې را و ووت. خالد چي په کوټه کې يواځې پاته شو نو چورت واخيست چي دا هلک به د پښې له دومره ژور زخمه څومره په عذاب شوى وي، ځکه يو ځل چي ده د دروي (نل) قلم جوړاوه نو په چاکو يې ګوته خوږ کړې وه، ټوله شپه خوب نه ورته او مور و پلار يې ټوله شپه تر سر ويښ ورته ناست وو. له دې فکر سره هغه داسې احساس کړه لکه دا زخم چي د ده پر پونډۍ وي او زښته ډېر درد کوي…. ناببره يې په زوره و ژړل.
مور يې چي ژړا واورېده، په منډه- منډه ورته راغله، په غېږ کې يې ونيو او ويې پوښت:
– خالده زويه! ژاړې ولې؟
– ادې دا هلک چا وهلى دى؟
– نو خو بد به يې کړي وي
د خالد مور ته خپل مېړه د دې ټپي هلک کيسه کړې وه. خالد په ژړا- ژړا مور ته وويل:
– نو په ښوونځي کې خو چي څوک بد وکړي، استاد يې په لښته وهي، وينې خو يې نه بهوي
– لښته به په زوره پر لګېدلې وي
– نو بيا به د دې هلک پلار د ښوونځي استاد ته څه نه وايي چي د ده زوى يې داسې وهلى دى. يوه ورځ چي استاد صاحب زما غوږونه په پېچلو- پېچلو سره کړي وو، نو بابا مي سرښوونکي صاحب ته شکايت نه وو کړى؟
– د دې هلک استاد ډېر لوى سړى دى
– تر خداى ګل هم لوى دى؟
– نه تر هغه کوچنى دى
– نو بيا خو به هغه خداى ګل ته شکايت وکړي
– خالده زويه! ناوخته دى، ځه چي ويده شو
د ويدېدو پر وخت خالد په زړه کې دوعا غوښتله:
– خداى ګله ته دې استاد ته سخته سزا ورکړې چي دغه هلک يې وهلى دى او هغه لښته ځنې واخلې چي په وهلو سره يې وينه را بهېږي….ما ضرب زباني (پاړې) نه دي زده کړې، ځکه زه هم ډارېږم چي هسې نه هغه لښته زما د استاد لاس ته ورشي….ګوره که دي زما خبرې ونه منلې بيا زه هم له تا سره خبرې نه کوم.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.