ورزشي خبرونه

کابل (٩ تله ٩٧): افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلو اسيايي جام سياليو په لړ کې په خپله دويمه لوبه کې نيپال ته ماتې ورکړه.د اسيا د غوره اتو ١٩ کلنو لوبډلو ترمنځ پنځوس اووريزې سيالۍ د تلې په ٧مه په بنګله دېش کې پيل شوې چې په کې د افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، نيپال، متحده عربي امارات…
کابل (٨ تله ٩٧) : ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د کرکټ بورډ مخکېني عمومي ريیس ته د غازي میرمسجدي خان دولتي مډال او لوبغاړو ته نغدي جایزې ورکړې.له ارګ څخه د تلې په ٨ مه، رسنیو ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني پرون ماښام د کرکټ بورډ مخکېني عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل…
کابل (٧ تله ٩٧) : افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلو اسيايي جام سياليو په خپله لومړۍ لوبه کې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه.د اسيا د غوره اتو ١٩ کلنو لوبډلو ترمنځ پنځوس اووريزې سيالۍ د تلې په ٧مه، په بنګله دېش کې پيل شوې چې په کې دافغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، نيپال، متحده عربي امارات او…
کابل (٢ تله ٩٧): د پاکستان کرکټ بورډ خپل اووه لوبغاړي د افغانستان په غوره ليګ کې له لوبېدو منعه کړي دي.د افغانستان غوره ليګ چې ټاکل شوې د راتلونکي اکتوبر مياشتې له پنځمې تر ٢٠مې پورې په متحده عربي امارتو کې ترسره شي، څه موده مخکې يې د لوبغاړو اخيستلو پروګرام ترسره شول.د افغان غوره ليګ د لوبډلو له…
کابل (٣١ وږى ٩٧): د کرکټ نړيوالې شورا اى سي سي په پرونۍ لوبه کې له ځينو قوانينو د سرغړونې له امله د افغانستان دوه او د پاکستان يو لوبغاړي نغدي جريمه کړي دي.پرون د کرکټ اسيايي جام سياليو د دويم پړاو لومړۍ لوبه د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترسره شوه، د دې لوبې پر مهال د پاکستان حسن علي…
کابل (٣١ وږى ٩٧): د افغانستان کرکټ ملي لوبـډلې د اسيايي جام سياليو کې له دوو پرله پسې برياوو وروسته یې تېره شپه د پاکستان پر وړاندې خپله درېيمه لوبه وبايله.د افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سریلانکا او هانګ ګانګ په ګډون د شپږو هېوادونو لوبډلو تر منځ د اسيايي جام پنځوس اووريزې سيالۍ په متحده عربي اماراتو کې پيل…
کابل (۲۹ وږی ۹۷) : افغانستان د کرکټ اسیایي جام سیالیو په خپلې دویمه لوبه کې د بنګله دیش پیاوړې لوبډلې ته ماتې ورکړه.د افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله دیش، سریلانکا او هانګ ګانګ په ګډون دشپږو هیوادونو د لوبډلو ترمنځ د اسیایي جام پنځوس اووریزې سیالۍ په متحده عربي امارتو کې روانې دي، افغانستان له سریلانکا او بنګله دیش سره…
کابل (٢٧ وږى ٩٧): افغانستان د کرکټ اسيايي جام سياليو خپلې لومړۍ لوبه کې سريلانکا ته په ماتې ورکولو سره د دې سياليو دويم پړاو ته لار پيدا کړه.د افغانستان، پاکستان، هندوستان، سريلانکا، بنګله دېش او هانګ کانګ په ګډون د اسيا پنځوس اووريز جام سيالۍ د وږي په ٢٥مه په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې دي.افغانستان له سريلانکا…
کابل (٢٤ وږى ٩٧): د کرکټ ملي لوبغاړى محمد نبي پر ځينو حکومتي چارواکو تور لګولى چې د کرکټ په چارو کې لاسوهنه کوي او وايي، دى پوهېږي چې ولې ځينې ملي لوبغاړي په افغان غوره ليګ کې نه دي اخيستل شوي.محمد نبي تر اوږده ځنډه وروسته د لومړي ځل لپاره تېره شپه په شاوخوا لسو بجو په خپلې فېسبوک…
کابل (٢١ وږى ٩٧): د کرکټ دوه ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ او نورعلي ځدراڼ تورې پورې کوي چې په افغان غوره ليګ سياليو کې دوی د يوې دسيسې له مخې نه دي اخيستل شوي او ورسره ظلم شوى دى.د افغانستان غوره ليګ سياليو لپاره چې ټاکل شوې ده درې اوونۍ وروسته د اکتوبر په پنځمه په اماراتو کې پيل…
کابل (٢٠ وږى ٩٧): د فوټبال ١٦ کلنه ملي لوبډله د اسيايي جام سياليو لپاره د تمريناتو په موخه قطر ته ولاړه.د دې لوبډلې مشر روزونکي هادي کاظمي د وږي په ٢٠مه وويل چې دوى به په قطر کې د اسيايي جام سياليو لپاره تمرينات ترسره کړي.هغه زياته کړه، د دې تر څنګ به هلته ځينې تمريناتي او دوستانه سيالۍ…