ورزشي خبرونه

د سوت افریقا او سریلنکا ترمنځ د دریو شل اوریزه لوبو دوهمه لوبه چې د سوت افریقا په سنچریون کې ترسره شوه ټاس یا پچه سریلـــنکا وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه. سوت افریقاء لوبډلې په پوره شل اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځیدو د هنډرېکس ۶۵ او ونډر ډوسن ۶۴ منډو پرمټ ۱۸۱ منډو هدف جوړ…
اسټرلیا کریکټ لوبډلې چې تازه تازه یې د پاکستان سرسخت رقیب هند ته په خپل کور کې ماتې ورکړې دا ځل یې د خپلو بریاو په دوام پاکستانۍ لوبډله په خپل کوربتوب رایساره کړه او لومړۍ یوه ورځینۍ لوبه کې یې ماتی ورکړه. د اسټرلیا او پاکستان کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځینیو لوبو لړۍ د پاکستان په…
کابل (٢٧ کب ۹۷): افغانستان په ټسټ کرکټ کې ايرلينډ ته په ماتې ورکولو سره تاريخي بريا ترلاسه کړه.د افغانستان او ايرلينډ ترمنځ ټسټ کرکټ (پنځه ورځنۍ) لوبه د هندوستان په دهرادون ښار کې ترسره شوه. دغه په ټسټ کرکټ کې د افغانستان دويمه لوبه وه، لومړۍ لوبه يې له هندوستان سره کړې وه چې د هند په بريا پاى…
کابل (٢٥ کب ۹۷) : د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له ايرلينډ سره د ټسټ کرکټ په دويمه ورځ هم برلاسى و او پرې يې ١٣٦ منډې زياتې کړې دي.د افغانستان او ايرلينډ ترمنځ ټسټ کرکټ (پنځه ورځنۍ) لوبه پرون د هندوستان د هرادن ښار کې پيل شوې ده.پرون ددې لوبې پچه ایرلینډ وګټله او لومړی یې په خپله د…
کابل (۲۴ کب ۹۷) : د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د ټسټ کرکټ (پنځه ورځنۍ) لوبه پیل شوه، په لومړۍ ورځ افغانستان پر ایرلینډ بر لاسی و.ددې لوبې پچه ایرلینډ وګټله او لومړی یې پخپله د توپ وهنې پریکړه وکړه، په دې ټسټ لوبه کې افغانستان دریو نویو لوبغاړو وقار سلام خیل، احسان الله او اکرام علی خیل ته د…
کابل (٢٠ کب ٩٧) : د افغانستان او ايرلينډ ترمنځ د کرکټ د يو ورځنيو نړيوالو پنځو لوبو لړۍ له دوه دوه لوبو سره مساوي پاى ته ورسېده.تر دې مخکې د شل اووريزو لوبو لړۍ افغانستان ګټلې وه.ددغو لوبو د لړۍ لومړۍ دوه لوبې افغانستان او يوه ايرلينډ ګټلې وه او يوه لوبه د باران له امله بې پايلې پاى…
کابل (٦ کب ٩٧): افغانستان له ايرلينډ څخه د شل اووريزو لوبو لړۍ د ریکارډونو په جوړولو سره درې پر صفر وګټله.د دواړو هېوادونو ترمنځ درېيمه او وروستۍ لوبه پرون د هندوستان په دهرادن ښار کې ترسره شوه، د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې په خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.افغانستان په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د…
کابل (٢٧ سلواغه ٩٧): د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د ننګرهار د غازي امان الله خان په لوبغالي کې د کرکټ درې ورځنۍ ملي سيالۍ پيل شوې.د ميرويس نيکه په نوم دغه سيالۍ پرون د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوې چې په کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر عزيزالله فضلي، د ختيځ زون مشر او…
ايرلينډ د افغانستان کرکيټ ملي لوبډلي په وړاندي د راتلونکو شل اووريزو، يو ورځنيو او ټيسټ لوبو لپاره بيلابيل سکواډونه اعلان کړل. د افغانستان او ايرلينډ لوبډلو ترمنځ دغه سيريزو د فيبروري مياشت په ۲۱مه نيټه پيليږي او د مارچ مياشتي تر ۱۹مي نيټې به دوام وکړي. که څه هم افغانستان کرکيټ ملي لوبډلي د جنوري مياشتي په ۱۹مه نيټه…
د کرکټ نړیوالې شورا ( ICC) د هندوستاني لوبغاړي امباتي رائيډو پر شکمنې توپ اچوونې بندیز ولګوو. نوموړي ته د کرکټ نړیوالې شورا وخت ورکړی تر څو خپل د بالینک اکشن ازموینه ورکړي خو رائيډو تر اوسه دغه ازموینه ورنکړه. اوس آی سي سي نوموړي ته ویلي چې نشي کولی په راتلونکو لوبو کې تر هغې چې د خپلې توپ…
هندوستان د نیوزیلېنډ خلاف دریمه لوبه هم په ریکارډ بدله کړه. هندۍ لوبډلې د نیوزیلېنډ د پنځه یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ درې د صفر پر وړاندې مخته یوړه. لومړۍ یو ورځنۍ لوبه چې د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه، دا لوبه هندوستان د باراني اصولو له مخې په ۸ وېکټو وګټله. دوهمه یو ورځنۍ لوبه هند په ۹۰ منډو وګټله…