ورزشي خبرونه

د قطر د فوټبال ملي لوبډلې پرون د افغانستان لوبډلې ته يو د صفر پر وړاندې ماته ورکړه.دغه سيالي نړيوال او د اسيايي هېوادونو جام ته د لار موندنې لپاره د سیالیو په لړ کې وشوه.دغه سیالي تېره شپه د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې په مرکزي لوبغالي کې وشوه.د فوټبال نړيوال فډراسيون (فيفا) د امنيتي دلايلو له مخې د افغانستان…
کابل (٢٧ لړم ٩٨) : افغانستان د اسيا د ايمرجنګ کرکټ سياليو په لړ کې سريلانکا ته په ماتې ورکولو سره ددې سياليو نيمه پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.د اتو هېوادونو ترمنځ د کرکټ دا پنځوسيزې اووريزې سيالۍ په بنګله دېش کې روان دي، چې په کې ګډون کوونکې لوبډلې په دوو ډلو وېشل شوې دي.په الف ګروپ کې…
کابل (۲۶ لړم ۹۸) : افغانستان د کرکټ په دریمه شل اووریزه نړیواله لوبه کې ویسټ انډیز ته په ماتې ورکولو سره ددرېیو لوبو لړۍ وګټله.دا لوبې د هندوستان په لکنو ښار کې روانې دي. افغانستان نن ددریمې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، ملي لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۲۰ لوبغاړو په…
کابل (۲۵ لړم ۹۸) : افغانستان د کرکټ په دویمه نړیوړاله شل اووریزه لوبه کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه او د ماتو د لړۍ مخه یې ودروله.ددواړو هیوادونو ترمنځ د کرکټ دا لوبې دافغانستان په کوربه توب د هندوستان په لکنو ښار کې روانې دي.ددویمې شل اووریزې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، نن…
جلال اباد (۴ لړم ۹۸):په ننګرهار ولایت کې د کرکټ لیګ سیالۍ پیل شوې چې موخه يې په سوله کې د ځوانانو ونډه اخيستل او له جګړو لرې والی دی.دغه سيالۍ د شرق رسنيز مرکز او مټرو په نوم د دوو ادارو له لوري د لړم په ۴مه د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې پيل…
کابل (۳ لړم ۹۸): افغان کرکټ بورډ د ویست انډیز پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لپاره د راشد خان په مشرۍ لوبډله اعلان کړه.د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په دې لوبډله کې لوبډلمشر راشد خان، اصغر افغان، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، جاوېد احمدي، افسر ځاځی، ګلبدین نایب، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت،…
کابل (٢٦ تله ٩٨) : د سوېل ختيځ زون د مس عينک اتلانو لوبډلې د مرکزي زون بند امير ښاامارانو ته په ماتې ورکولو سره يو ځل بيا د شپږيزې سياليو اتلولي خپله کړه.په دې سياليو کې چې له تېرو دوو اوونيو راهيسې په کابل کې روانې وې،د هېواد د شپږو زونونو لوبډلو برخه اخيستې وه.د شپږيزې سياليو پاى لوبې…
کابل (٢٤ تله ٩٨) : د شپـږيزې ملي کرکټ سياليو په وروستي پړاو کې د مس عينک لوبـډلې بند امير ته په ماتې ورکولو سره پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.په دې سياليو کې د هېواد شپږو لوبډلو برخه اخيستې ده، چې وروستي پړاو يا (پلى اف) ته يې څلورو لوبډلو لاره موندلې ده.ددې سياليو لومړى (پلى اف ) لوبه…
کابل (۲۳ وږی ۹۸) : افغانستان د کرکټ په نړیواله شل اووریزه لوبه کې کوربه هیواد بنګله دیش ته هم ماتې ورکړه.د افغانستان، زمبابوې او بنګله دیش لوبډلو ترمنځ د کرکټ د نړیوالو شل اووریزو لوبو درې اړخیزه سیالۍ د وږي په ۲۳مه، د بنګله دیش په کوربه توب ددغه هیواد په پلازمینه ډاکې ښار کې پیل شوې دي.د افغانستان…
کابل (٢٠ وږى ٩٨): افغانستان د فوټبال نړيوال جام غوراوي سياليو کې کوربه هېواد بنګله دېش ته ماتې ورکړه.دا لوبه تېره ورځ له ماښام وروسته د افغانستان په کوربه توب د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې ترسره شوه.د دې لوبې يواځېنى ګول د افغانستان لوبډلمشر فرشاد نور له خوا ووهل شو او بنګله دېش ته يې يو پر صفر…
کابل (١٨ وږى ٩٨): افغانستان له يوې په زړه پورې لوبې وروسته بنګله دېش ته په يواځينۍ ټسټ لوبه کې ماتې ورکړه.د کرکټ ملي لوبډلې ددې پنځه ورځنۍ ټسټ لوبې په څلورمه ورځ بنګله دېش ته د ګټلو لپاره د ٣٩٨ منډو سخت هدف ورکړى و، پرون د ورځې تر پايه پورې بنګله دېش په خپل دويم اننګز کې د…