ورزشي خبرونه

کابل (٧ زمرى ٩٨) : د افغانستان او بنګله دېش الف کرکټ لوبډلو ترمنځ د يو ورځنيو لوبو لړۍ دوه په دوه مساوي پاى ورسېده.د کرکټ الف لوبډله چې د يو شمېر سياليو لپاره بنګله دېش ته تللې وه، نن يې وروستۍ يوه ورځنۍ لوبه کې له بنګله دېش څخه ماتې وخوړه.د بنګله دېش الف لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او…
کابل (۲۸ چنګاښ ۸۹۸) : د کرکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) په خپلې تازه پرېکړې کې د حکومت د سیاسي مداخلو له امله د زمبابوي غړیتوب وځنډولو او پرې یې بندیز ولګولو.دا پرېکړه سره له اوسه عملي کیږي او له دې وروسته د زمبابوې هېڅ یو لوبغاړی اجازه نلري چې د کرکټ د نړیوالې شورا په لوبو او سیالیو…
کابل (۲۸ چنګاښ ۹۸) : د افغانستان الف کرکټ لوبډلې په یوه ورځني کرکټ کې د بنګله دیش لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.د هیواد الف لوبډله د یو لړ سیالیو لپاره بنګله دیش تللې ده، ددواړو هیوادونو ترمنځ د څلور ورځنیو لوبو لړۍ افغانستان یو پر صفر ګټلې وه.نن د دواړو هیوادونو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ…
کابل(۲۲ چنګاښ ۹۸): د کرکټ بورډ له خوا د ملي لوبډلې پخوانى مدير نويد صايم کاکړ او پخوانی چيف سيلکټر دولت احمدزی د يوه کال لپاره د کرکټ له نړيوالو فعاليتونو محروم کړل شول.د کرکټ بورډ غړو ضياءالحق امرخېل او عاطف مشعل له څو نورو د بورډ غړو سره د چنګاښ په ٢٢مه، په کابل کې د خبري غونډې پر…
کابل (۲۱ چنګاښ ۹۸) : د افغانستان کرکټ بورډ ملي لوبغاړی راشد خان د کرکټ ملي لوبډلې د عمومي کپتان او اصغر افغان یې د مرستیال په توګه وټاکه.د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي د چنګاښ په ۲۱مه، د یو خبري کنفرانس پرمهال نوموړی د یو ورځنیو، شل اوریزو او ټسټ لوبو د کپتان په توګه اعلان کړ.تر…
کابل (١٧ چنګاښ ٩٨): د افغانستان کرکټ الف لوبډلې بنګله دېش ته د سفر په لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه کې کوربه لوبډلې ته ماتې ورکړه.دا لوبه د بنګله دېش په کهولنا ښار کې ترسره شوه.د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د چنګاښ په ١٧مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې توپ…
د افغانستان او ویسټ انډيز د لوبې د جریان یو انځور د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان سفر پرته له کومې بریا پای ته ورسېد. که څه هم د کرکټ نړیوال جام سیالیو له پیلېدو مخکې د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤلینو او يو شمېر لوبغاړو په دغو سیالیو کې د يو شمېر…
کابل (٨ چنګاښ ٩٨) : د کرکټ د نړيوال جام سياليو په روانو لوبو کې افغانستان خپله اتمه لوبه هم بايلوده او دا ځل پاکستان افغانستان ته ماتې ورکړه.ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، په دې لوبه کې حميد حسن ته د دولت ځدراڼ پر ځاى چانس ورکړل شوى و، افغان لوبغاړو ښه پيل…
کابل (٢ چنګاښ ٩٨) : د افغانستان د کرکټ‌ملي لوبډلې لوبډلمشر ګلبدين نايب وايي‌چې د لوبغاړو لوبې ښې شوې او هيله لري چې لوبډله يې له بنګله دېش سره سبانۍ لوبه کې ښه ولوبيږي.ټاکل شوې ده چې په انګلستان کې د کرکټ د نړيوالې شورا په روانو سياليو کې افغانستان سبا خپله اوومه لوبه له بنګله دېش سره ترسره کړي.د…
کابل (٢٩ غبرګولى ٩٨): د يوه ورځني کرکټ نړيوال جام سياليو په لړ کې پرون کوربه هېواد انګلستان له افغانستانه لوبه وګـټله، خو په دې لوبه کې ګڼ شمېر ريکارډونه هم جوړ شول.انګلستان په ټاکل شوو ٥٠ اوورنو کې د شپږو لوبغاړو په سوځولو سره ٣٩٧ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٣٩٨ منډو هدف ورکړ، خو افغانستان…
کابل (٢٧ غبرګولى ٩٨): د افغانستان د کرکټ الف ملي لوبډله په راتلونکې جولای میاشته کې د يو لړ سياليو ترسره کولو په موخه بنګله دېش ته ځي.د کرکټ بورډ له خوا د غبرګولي په ٢٧مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دواړو هېوادونو د الف لوبډلو ترمنځ د دغو لوبو لومړۍ څلور-ورځنۍ فرسټ کلاس لوبه د…