Super User

Super User

نقیب الرحمن عمري||
په دې وروستیو کې له هېواده بهر په ترکیه کې د افغانستان ژغورنې په نوم نوی ایتلاف جوړ شو دغه ایتلاف د هغه څېرو په واسطه را منځته شو، چې هم یې په پخواني او هم په اوسني حکومت کې په لوړو پوستونو کار کوي. د دغه ایتلاف ځينې غړي په څارنوالۍ کې دوسيې لري او ځيني له بیت المال څخه په غلا تورن دي. دوی اوس په دې هڅه کې دي چې تر یوه ملي نوم لاندې خپلې شخصي ګټې خوندي او تللی برم بېرته لاسته راوړي تاریخ دا لیکلي چې د افغانستان ژغورنې د ایتلاف غړي په خپلو تېرو چارو کې هېڅ لاسته راوړنې نه لري.
په تاریخ کې به دا هم لیکل کیږي چې د افغانستان ژغورنې د ایتلاف رهبري غړی صلاح الدین رباني د حامد کرزي د حکومت په دوره کې د سولې عالي شورا رییس وو نوموړي په خپل څو کاله ماموریت کې د یوه عادي طالب عسکر سره په سوله کولو بریالی نه شو، همدارنګه د اشرف غني په دوره کې یې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دنده تر سره کوله نوموړي د خپل ماموریت دوه درېیو کالو کې پرځای د دې چې په نړیواله کچه د افغانستان د سیاست له پاره کومه نوې طرحه جوړه او عملي کړي د دولت له امکاناتو څخه په ګته اخیستو د خپل حزب او خپلو ډلګیو له پاره کار کاوه  او دا به هم تاریخ ثبت کړي چې  وزیر  په خپلو شخصي چارو کې د بوختېدو له وجې د دغه کلیدي وزارت ډېرۍ چارې خپله د ولسمشر غني له خوا پر مخ وړل کېدې زمونږ راتلونکي نسلونه ته به دا هم روښانه شي چې د ښاغلي رباني په ماموریت کې به د وزارت محرم اسناد د رسنیو  په واک کې ورکول کېدل.
 د دې تر څنګ را تلونکي نسلونه به مو له دې هم خبر شي چې د افغانستان ژغورنې د ایتلاف مهم او برجسته رهبري غړي  جنرال دوستم تر شپږم ټولګي پورې  زده کړې کړې وې او په دې بې پوښتنې ملک کې یې په مختلفو ادارو کې دنده هم تر سره کړې وه تاریخ به دا هم ورته روښانه کړي چې جنرال دوستم د حامد کرزي د حکومت په دوران کې لوی درستیز وو او په یوه کال کې یې ۳۶۰ ورځې غیر حاضري درلوده او د دې تر څنګ یې بغیر له ډله اییزو وژنو بله کومه کارنامه نه لرله په تاریخ کې به دا هم ثبت شي چې جنرال دوستم د اشرف غني واکمنۍ په دروان کې د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال وو ده د کار  په لومړيو ورځو کې له خپل کاري ټیم سره په رسمي وخت کې دری څلور ساعته منډه کوله تر څو د وینې غوړ یې کم شي د دې ترڅنګ به نوموړي د امنیتي ارګانونو په دندو کې په مداخلې سره جوزجان او فاریاب ته چې اکثره اوسېدونکي یې په ازبک قوم پورې تړلي نظامي سفرونه کول او په یوه ځانګړي قوم پورې تړلي وګړي یې په  بې ګناه ډول وژل، راتلونکی نسل به له دې شرم څخه هم خبریږي جنرال دوستم په شپېته کلن ازبک ټباره احمد ایشچي باندې د جنسي تیرې په تور په ترکیه کې د ناروغۍ په بهانه شپې او ورځې تېرولې او نه یې غوښتل چې محکمې ته حاضر او پرېکړه یې ومني.
مؤرخ به دا هم ولیکي چې د یاد ایتلاف بل غړي معلم عطامحمد نور د کرزي په دواړو  او  د اشرف غني د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د بلخ والي وو او نوموړي د قانون، اصولو او سیاسي اخلاقو په نوم هېڅ شی نه پېژندل، د بلخ په اداراتو کې نوي فیصده کارکوونکي له یوه قوم څخه ګمارل، په ملیاردونو سرمایې یې په داخل او خارج کې درلودې، د قانون او اصولو خلاف یې خپله شتمني نه ثبتوله یوازې د خپل حزب د ګټو په خوندي کولو بوخت وو او  وخت ناوخت یې حکومت ته ستونزې پیدا کولې، په تاریخ کې به په دې اړه هم صراحت موجود وي چې په هر حکومت کې د دوی، د دوی قوم  او د دوی د حزب ونډه د نورو قومونو او حزبونو په پرتله زیاته وه  خو مالک یې د دې اجازه نه ورکوله چې کرار کښېني او په خپل دولس دیارلس کاله ولایت کې یې قانون او اصول ونه پېژندل.
د استاد محقق په اړه به تاریخ ولیکي چې نوموړی په مؤقتې دوره کې د حامد کرزي دویم مرستیال او د پلان  وزیر و نوموړی د مسلک خلاف په یاد وزارت کې د د ماموریت شپې او ورځې تېرولې د افغانستان ژغورنې د ایتلاف دې برجسته غړی د خپل ماموریت په ټول تاریخ کې یوازې تعصبي کړنې لرلې په کوم ځای کې چې نوموړي دنده اجرا کړې پنځه نوي فیصده د یوه قوم او یوه سمت کسان ګمارلي.
د افغانستان ژغورنې د ایتلاف د رهبري پلاوي په اړوند به تاریخ دا هم ولیکي چې په  ډېر  په سپین سترګۍ یې هغه د پښتو متل مطابق چې (هم سوال کوې او هم دې خر لغتې وهي) نخرې کولې هم یې د حکومت له بیت المال څخه پیسې تر لاسه کولې، هم یې د دولت څخه غلاوې کولې، هم یې د دولت له امکاناتو څخه ګټه اخیستله او  هم یې بیا د همدغه حکومت په وړانډې خڼډونه جوړول، د دې ترڅنګ په لاریونونو کې یې په زور له غریبو خلکو  او  دوکاندارانو ګټه اخیستله او یا به یې د سلو دوو سوو افغانیو په بدل کې له چوکونو کاریګر او معتادین راوستل ترڅو لاریون یې پر رنګه مالوم شي دا هغه شرمونه دي چې د دې ایتلاف مشرانو ته متوجې دي دوی باید لومړی خپل تاریخ ته سر ور ښکاره کړي چې څه ګلونه یې پکې کرلي او د خپل ځان له اصلاح وروسته دې په نورو د اصلاح غږ وکړي.

په دغه نیم ساعته ماخوستنۍ  ثبت خپرونه کې د شعرونو او غزلونو دیکلومه او ارامه موسیقي خپریږی.
ترنګ او شرنګ په اوونۍ کې دوه ځلې خپریږی

په دې خپرونه کې د ټولنیزو شته ستونزو په اړه د سیمې له خلکو قومي مشرانو او دولتي مسوولو چارواکو سره خبرې کیږي او د حل لارې چارې یې په ګوته کیږي.ټولنیزې ستونزې او حل لارې د چنار راډیو ځانګړي خپرونه

په دې خپرونه کې   د چنار راډيو پر فیسبوک پاڼه د اوریدونکو پوست شوي کمنټونه خپریږي

په دې یو ساعته ادبي ژوندۍ خپرونه کې اورېدونکي د ټلفون او سکایپ له لارې په خپرونه کې ګډون کوي او خپل او یا هم د نورو شاعرانو له شعرونو او غزلونو څخه خوښ کړي غزل او شعرونه وایي

په دې خپرونه کې د هیواد له سیاسي ، فرهنګي ، ټولنیزو او نورو برخو کې د پوهو او وتلو شخصیتونو سره ځانګړي مرکې تر سره کیږي

په دغه ښوونیزه نیم ساعته ثبت خپرونه کې د علم او پوهې په ارزښتونو او د ښوونکو او زده کوونکو سره مرکې اوریدلی شی.
بله ډېوه په اوونۍ کې یوځل خپریږی

د مریم امرخېل په غږ کې سهارني خبرونه 09-08-2017

د مریم امرخېل په غږ کې ماښامني خبرونه 08-08-2017

جلال اباد نامعلومو وسله والو په رڼا ورځ په جلال اباد ښار کې د امنيې قوماندانۍ مخې ته د ننګرهار د ولايتي شورا د يو وکيل سکرټر وژلی دی.
د ولايتي شورا مرستيال لعل محمد دراني د زمري په ۱۷مه وويل چې نا معلومو وسله والو د ولايتي شورا د وکيل اجمل عمر سکرټر ډاکتر مير محمد ملاخېل پر ډزو وژلی دی.
هغه وويل چې پېښه نن سهار شاوخوا ۹ بجې د جلال اباد ښار اړوند امنيې قوماندانۍ ته څېرمه د غلام محمد په څلورلارې کې رامنځته شوې او وسله وال په تېښته بريالي شوي دي.
هغه د پېښې د علت په اړه څه ونه ويل خو ټينګار یې وکړ چې دا په ننګرهار کې د هدفي وژنو د لړۍ يوه کړۍ ده.
د ولايتي شورا وکيل اجمل عمر وايي، سکرتر يې هېڅ شخصي دښمني نه درلوده او د هدفي وژنو ښکار شوی دی.
هغه وايي: ((ما دا څو ورځې د هدفي وژنو په  تړاو مبارزه پيل کړې، په تلويزيونونو کې بحثونه کوم، همدا تېره شپه مې هم يو بحث درلود؛ زه کابل کې وم، نن سهار زما سکرټر چې کله له کوره راوتلی، د امنيې قوماندانۍ په سل مترۍ کې وژل شوی دی.))
د پېښې يو عيني شاهد د نوم نه خپراوي په شرط رسنیو ته ويلي چې موټرسايکل سپرو وسله والو پر ياد کس ډزې وکړې، هغه يي وواژه او خپله له سيمې وتښتېدل.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي چې پېښه رامنځته شوې او په دې اړه امنيتي ارګانونو پلټنې پيل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په جلال اباد ښار کې د هدفي وژنو د زياتوالي په تړاو اندېښنې زياتې شوې دي.