Super User

Super User

کابل (٣ زمرى ٩٦): د هېواد د ولسمشر د حکمونو له مخې، دوه تنه د نوماند وزيرانو په توګه، دوه  رييسان، يو سلاکار، يو مرستيال او يو کس د والي په توګه وګومارل شول.
د يادو حکومونو  په هغې کاپي کې چې نن استول شوې، راغلي چې دوه تنه د ترانسپورت او سرحدونو او قبايلو چارو وزارتونو لپاره د نوماند وزيرانو په توګه، پنځه کسان د نفوسو د احوال د ثبت مرکزي ادارې د رياست او مرستيال، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رياست، د ملي انسجام په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي سلاکار او د تخار  د والي په توګه ګومارل شوي دي.
د ولسمشر غني په حکونو کې د سرحدونو او قبايلو د چارو د نوماند وزير او د ترانسپورت وزارت د نوماند وزير د ټاکلو او ولسي جرګې ته د هغوى د ورمعرفي کولو په اړه دغه راز ويل شوي چې د اساسي قانون د ٦٤مې مادې د١١ بند له درج شوي حکم څخه په پېروى سره، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ترانسپورت وزارت د نوماند وزير په توګه ښاغلى محمد حميد طهماسي او سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د نوماند وزير په توګه ښاغلى ګل آغا شېرزي در پېژندل منظور دي.
په پارلماني چارو کې د دولت وزير موظف دى چې د اساسي قانون د ٩١مې مادې د ٣بند له صراحت څخه په مراعات سره، دواړه نوماندان د رايې اخيستلو د تاييد په موخه ولسي جرګې ته ورمعرفي کړي.
دغه راز د ولسمشر په حکمونو کې د نفوسو د احوال د ثبت ادارې د مشر او مرستيال ټاکلو او د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مشر ټاکل او دغه راز د ملي انسجام په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي سلاکار او استازي ټاکل کېدل راغلي چې د افغانستان د اساسي قانون د ٦٤مې مادې له ١٣بند څخه په پېروۍ او د چارو د لا ډېر ښه والي په موخه د  لاندې هر يوه شخص ټاکل:
١:  همايون محتاط، له رتبې بهر بست کې د نفوسو د احوال د ثبت د مرکزي اداې د مشر  په توګه؛
٢: محمد ويس پاياب، په مافوق رتبه بست کې د نفوسو د احوال ثبتولو د مرکزي ادارې د برېښنايي تذکرو د وېش تخنيکي مرستيال په توګه منظور دى.
٣: د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مشر په توګه عبدالمتين بيګ ټاکل
٤: د ملي انسجام په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي او سلاکار په توګه د الحاج محمد الماس زاهد ټاکل
٥: او د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ١٣٩٦ کال د چنګاښ د ٢٧مې نېټې د ٢٤٧٧ګڼې وړانديز له مخې په فوق رتبه بست کې د فضل الله مجددي ټاکل منظور دي.
ولسمشر محمد اشرف غني د يادو شخصيتونو لپاره د منان خداى (ج) له دربار څخه د ډېرو برياليتوبونو هيله کړې ده.

کابل (٣  زمرى ٩٦): د افغانستان د خبريالانو د خونديتوب کمېټه د ٢٠١٧کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د هېواد په کچه له خبريالانو سره د تاوتريخوالي د ٧٣ قضيو د ثبت خبر ورکوي او وايي چې دا شمېرې د وروستيو ١٦ کلونو لومړيو شپږو مياشتو کې بې مخينې دي.
د يادې کمېټې مشر نجيب شريفي نن د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د شپږ مياشتيني راپور د وړاندې کولو پر مهال وويل چې په وروستيو ١٦کلونو کې افغانستان کې له خبريالانو سره د تاوتريخوالي ٦٧٩ قضيې ثبت شوې دي.
هغه زياته کړه چې د روان زېږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ثبت شوې قضيې له خبريالانو سره د تاوتريخوالي، وهلو ډبولو، ټپي کولو، سپکاوي، ګواښ او لنډمهالو نيونو څخه عبارت دي.
نوموړي وويل، تر لاسه شوې شمېرې څرګندوي چې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالى د ٢٠١٦ کال د شپږو لومړيو مياشتو په پرتله چې ٥٤ قضيې يې ثبت شوې وې، ٣٥سلنه زياتوالى په کې راغلى دى.
هغه وويل چې د روان زېږديز کال لومړيو شپږو مياشتو کې د رسنيو لس خبريالان او کارکوونکي په مخامخ ډول ترهګريزو بريدونو کې وژل شوي چې مسووليت يې طالبانو او داعش منلى دى.
د افغانستان د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د معلوماتو له مخې، د يادو لسو کسانو له ډلې يې څلور کسان د ننګرهار پر ملي ټلويزيون د داعش بريد، دوه يې د ملي شورا پر الحاقيه ودانۍ د بريد په ترڅ کې او څلورو نور هم کابل کې د المان سفارت مخې ته د موټر بمب چاودنه کې له منځه تللي دي.
د ځينو راپورونو له مخې، د ملي شورا پر الحاقيه ودانۍ د شوي بريد مسووليت طالبانو او د المان سفارت مخې ته د شوي موټر بمب بريد مسووليت داعش پر غاړه اخيستى دى.
شريفي زياته کړه چې د روان کال لومړيو شپږو ورځو کې ١٢ خبريالان ژوبل شوي او ١٩ نور وهل ډبول شوي دي، له ١٨ نورو سره ناوړه چلند شوى، پنځه خبريالان نيول شوي او درې نور خبريالان له سپکاوي ډک چلند سره له دندو ګوښه شوي دي.
نوموړي څرګنده کړه چې له خبريالانو سره د تاوتريخوالي څه باندې ٦٣ پېښې د حکومتي کسانو لخوا شوې او د دولت وسله وال مخالفين يې په دويمه کچه کې راځي.
د شريفي په خبره، د روان کال په شپږو مياشتو کې د ٦٣ يادو شوو مواردو له ډلې حکومت ته منسوب کسان د تاوتريخوالي د ٣٤مواردو مسوول وو چې عمده لامل يې د ياد شوو کسانو او بنسټونو له لوري د غير قانوني کړنو نه د پردې پورته کول دي او تر دې وروسته د ډېرو پېښو مسووليت د طالبانو او داعش پر غاړه دى.
هغه وويل چې په ځينو مواردو کې د ملي شورا او ولايتي شوراګانو غړي، زورواکي او نا پېژانده افراد د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي لامل شوي دي.
د هغه په خبره، په ختيځ او مرکزى زون کې د خبريالانو پر وړندې د تاوتريخوالو د اوچتې شمېرې او په سويل ختيځ زون کې د تر ټولو کمو پېښو شاهدان دي.
شريفي زياته کړه: ((د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي زياتوالي د خبريالانو د خونديتوب او بيان ازادۍ په برخه کې چې د تېرو ١٦ کلونو ستره لاسته راوړنه ده، زموږ جدي اندېښنې پارولې.))
هغه په ټينګار سره وويل، که چېرې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي او ګواښ اندازه په همدې ډول دوام ولري، په لومړيو کې ممکن د خبريالانو او رسنيو ترمنځ ځان سانسو رول دود شي او وروسته به د بيان ازادي چې د افغان حکومت او خلکو ستره لاسته راوړنه ده، له منځه لاړه شي.
د افغانستان د خپلواکو خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر د رسنيو په برخه کې د ښځو پر پيکه شتون اندېښنه وښوده او ویې ويل چې جګړه او نا امني په رسنيو کې د ښځو د نشتون عمده لاملونه دي.
نوموړي زياته کړه چې د لسو ولايتونو په ډله کې چې زابل، اروزګان، غور، پنجشير، پکتيکا، سرپل، لوګر، نورستان، لغمان او کونړ په کې شامل دي، هېڅ ښځينه کار کوونکي نه لري.

کابل (٣ زمرى ٩٦) : پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د لاهور ښار پر چاودنې خواشيني څرګنده کړې او له دغه هېواد يې غوښتي چې له سخت دريځۍ او ترهګرۍ سره همکاري پرېږدي.
پرون د پاکستان د پنجاب ايالت په لاهور ښار کې د يوې چاودنې له امله ٢٨ تنه ووژل شول او تر ٥٠ زيات ټپيان شوي وو چې ډېرى يې پوليس او عام وګړي وو.
د پاکستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان په لاهور ښار کې تروريستي بريد او د ملکي وګړ پر مرګ ژوبله خپله ژوره خواشيني څرګنده کړه.
د هغه له دفتر څخه د زمري په ٣مه، رسنیو ته په يوه را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزى دا ډول بريدونه د ټولو بشري موازينو او اسلامي احکامو خلاف عمل بولي .
کرزي د پاکستان پر حکومت غږ کړى چې د ترهګرۍ او سخت دريځۍ پالنه او له هغوی سره همکاري پرېږدي، تر څو سيمه او په خاصه توګه افغانستان او پاکستان له دغې خبيثې دايرې څخه ازاد شي.
پخواني ولسمشر هيله څرګنده کړه چې پاکستان له افغانستان سره له يوې متمدنې لارې او د ټينګې او صادقانه همکارۍ په مرسته دغه ناورين ته د پای ټکی کېږدي.
دغه راز نوموړي له پاکستان سره د نېکو او حسنه اړيکو د لا زيات ټينګښت هيله څرګنده کړه او ويې ويل چې د پاکستان ولس د افغانانو وروڼه دي او افغانان د دوی په غم او ښادۍ کې ځانونه شريک بولي.

کابل (٣ زمرى ٩٦): د حزب اسلامي مشر، قومونه د سولې او امنيت ټينګښت ته هڅوي، ټاکنې واک ته د رسېدو يوازينۍ لار بولي او وايي:"موږ پرېکړه کړې قاطع او جدي چاته اجازه نه ورکوو چې ارګ ته له دېوالونو ور واوړي".
گلبدين حکمتيار، چې نن يې کابل کې په يوه غونډه کې د لويې پکتيا قومي مشرانو ته وينا کوله، وويل چې ناټو، روسیه او د افغانستان "شړېدلى" حکومت سوله نه شې راوستلای او خلک بايد په خپله په خپلو سيمو کې د امنيت د ټينګښت لپاره کار وکړي.
هغه زیاتوي:"اوسنی حکومت په کابل کې امنیت نه شي تأمینولی، د ارګ په شاوخوا کې د امنیت له ټینګولو عاجز دى، و مو لیدل چې ځینو داخلي کړیو په نظام کې د ننه هڅه وکړه چې ارګ ته د دیوالونو له لارې ور واوړي، نو له داسې حکومته چې د خپل ځان له ساتنې عاجز وي د سولې او امنیت راوستلو توقع یوه ستره تېروتنه ده."
دغه راز حکمتیار وایې، ګاونډیان او د سیمې هېوادونه دا نه شي زغملی چې په څنګ کې یې یو پیاوړی او آرام افغانستان وي، ځکه د افغانانو له ستونزو غلطه استفاده کوي او د اور لمبې تازه ساتي.
هغه وويل، لویه پکتیا کې ستر، ستر قومونه مېشت دي، چې د خلکو شمېر یې تر لس میلیونه اوړي او ډېر يې وسلې هم لري.
د ده په خبره، که د دې سيمې له هر کور څخه یو، یو کس راووځي نو یو میلیون وسله وال پوځ ترې جوړیږي، داسې پوځ چې پاکستان او ایران يې نه لري.
دى وايي، ډاډه دى چې د لویې پکتیا لسمه برخه خلک د ټول افغانستان د امنیت د ټینګښت لپاره بسنه کوي.
حکمتیار وویل: "زه به له حقاني صاحب او د هغه له زامنو هم وغواړم چې د لویې پکتیا د قومونو ملګرتیا وکړي، له پرېکړو او جرګو سره یې مخالفت ونه کړي او د هغو پرېکړو ملاتړ يې وکړي چې قومي او مذهبي مشران یې کوي."
د حزب اسلامي مشر پرته له دې چې د چا او کومې کړۍ نوم واخلي، وویل ځينو کورنيو او بهرنيو کړيو چې په جګړه کې يې ګټه ده، افغانستان کې د جګړې د دوام او د سولې هڅو د شنډولو لپاره مټې بډ وهلې دي.
خو هغه په ټينګارسره وويل چې چا ته به په زرو واک ته د رسېدو اجازه ورنه کړي.
حکمتيار وايي:"موږ پرېکړه کړې قاطع او جدي چاته اجازه نه ورکوو چې ارګ ته له دېوال ور واوړي".
هغه وايي: "ټول دې پوه شي چې ټاکنې ارګ ته د رسېدلو یوازینۍ لار ده او له ټاکنو پرته د واک تر لاسو کولو ټولې لارې بندې دي. دا نظام باید هغه وخت بدل شي، چې بل مناسب بدیل ولرو، نه د سازش او کودتاه له لارې، نه د وسلې له لارې".
 دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشيد دوستم، د بلخ والي عطاء محمد نور او د اجرايیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق په دې وروستيو کې په ترکيه کې د يوې ناستې پر مهال ایتلاف جوړ کړی.
عطامحمد نور په دې وروستيو کې ويلي چې د امنيت خرابوالى، د داعش پيدا کېدل او پراختيا، د طالب او د هغه د جغرافيې ډېرېدل د اوسني حکومت تر ټولو سترې امنيتي نيمګړتياوې دي او که چېرې يې حکومت غږ وانه وري نو د خپلو خلکو او د خپلې سياسي ازادۍ لپاره به د هېڅ هېواد مرسته رد نه کړي.
د حزب اسلامي مشر، پرته له دې چې د ياد ايتلاف نوم ياد کړي وويل، هېڅوک نه شي کولای د ګواښونو او تهدید له لارې نظام کې خپله ونډه پراخه کړي.
حکمتيار وايي، د هر هغه ايتلاف ملاتړ کوي چې موخه يې په افغانستان کې د کړکېچ پاى ته رسول وي، خو هغه ايتلاف نه مني او پر وړاندې يې درېږي چې موخه یې د بحران دوام، د جګړې تودول او نظام کې د خپل واک پراخول وي.
ګلبدين حکمتيار وويل چې نور بايد په افغانستان کې تېرې ترخې تجربې تکرار نه شي او ټول بايد د زور له لارې د واک تر لاسه کولو هڅې ونه کړي.
هغه وايي:"د اوسني نظام ړنګول نه غواړو، ځکه دې نظام پورې د ولس برخلیک تړلی او هغه چې د دې نظام د ړنګېدو هڅه کوي او نظام کې د بدلون په موخه د زور له لارې د ارګ پر دیوالونو ورخیژي او کودتاوې کوي، هېڅکله به اجازه ورنه کړو تر څو خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي.»
د دغه ګوند مشر، د افغانستان کړکېچ د پاى ته رسولو لپاره پر افغاني حل لاره ټينګار کوي او وايي چې دې موخې ته د رسېدو لپاره له ټولو سياسي ګوندونو سره خبرې کوي.  هغه وايي: "پرته له استثنا له ټولو سیاسي ډلو سره د شته ستونزو د حل په موخه خبرې کوو، هغه که دولت کې شاملې سیاسي ډلې وي او که غیر دولتي، نارینه وي که ښځینه، مجاهد وي که غیر مجاهد، حتی هغو سره هم د سولې او امنیت د ټینګښت په موخه کېنو چې په روانه جګړه کې پراخه برخه لري."
حکمتیار په ملي یووالي حکومت کې د حزب اسلامې د ګډون په اړه وويل: "په ناکام، شړېدلي او د ملت له حمایت محروم حکومت کې له داسې ګډون ډډه کوو چې نه اغېزمن وي او نه هېواد ته د خدمت کولو امکان او فرصت په کې تر لاسه کولاى شو."

کابل (٣ زمرى ٩٦): د ځمکو او اوبو عالي شورا غونډه کې د ځمکې ملي پالیسي او د هغې تطبیقي ستراتیژي تاييد شوه.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ځمکو او اوبو عالي شورا غونډه، نن له غرمې مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوه.
سرچينه کاږي، په دې غونډه کې د ځمکې ملي پالیسۍ او د هغې تطبیقي ستراتیژۍ او د زیرزمیني اوبو منابعو د د مدیریت او انکشاف پالیسۍ په اړه بحث او خبرې وشوې.
په پیل کې د ځمکو خپلواکې ادارې عمومي رئیس جواد پیکار خبرې وکړې او د هغو مسایلو او معضلو په اړه یې چې د ځمکې ملي پالیسۍ کې له هغې جملې د ځمکې مالکیت تصنیف بندي، د ځمکې د مالکیت د حق مدیریت، په کلیوالو او ښاري ساحو کې د عقاري مدیریت لپاره حقوقي چوکاټ، د ځمکې او نویو اسکانو استملاک، له ځمکې څخه د استفادې پلانګذاري، له ځمکې څخه د ګټې اخیستنې په اړه همغږي، د ځمکې مدیریت او انکشاف پایدار، ځمکه او کانونه، ځمکه او ځمکنی ټرانسپورټ، د ځمکې وېش، د ځمکې د مالکیت حق کې دوګانګي، د ځمکې مالکیت او مدیریت، د ځمکې غصب، د ځمکې مالیه، د زمینې ارزښت موندل، د څړځایونو تنظیم ، په ښاري وضعیت او ښاري څنډه د کرنیزې ځمکې بدلول، کلیوالو ساحو کې د ځمکې استفادې پلانګذاري، د مالکیت حقونو ملاتړ، پر ځمکه د بهرنیو اتباعو مستقیمه پانګونه او د ځمکې د مالکیت حق، د ژوند چاپیریال پایداري، د زمینداري نظام مداخل او غیرهماهنګ سیستم، د ځمکې ثبت، د کدستر سروې، د ځمکې شخړې، د ځمکې بازار، نامطلوبه استفاده او د ځمکې حیف او میل کېدل، غیر رسمي او غیر پلاني انکشاف، پر ځمکه د حقونو ثبت، د ځمکې حقوقي چوکاټ کې اصلاح راوړل، د ځمکې سکتور کې د اصلاحاتو تمویل، د ځمکې تخصیص او وېش کې تبعیض او بې ځمکې بزګران ځای شوي دي، معلومات ورکړل.
نوموړي د ځمکې ملي پالیسي تطبیقي ستراتیژي هم تشریح کړه، وې ویل: د ستراتیژۍ سند کې اساسي اقدامات له هغې جملې د ځمکې ملي پالیسۍ تطبیق په موخه د تقنیني چوکاټ د انکشاف له لارې یا د ځینو قوانینو تعدیل، د افغانستان ځمکو ادارې  ته له قضائیه قوې څخه د ځمکې مسوولیت انتقال، د بین الحکومتي مشورتي کمېټې یو تشکیل له لارې له ځمکې څخه د استفادې پلانګذارۍ کې د همغږۍ ایجاد او د ځمکو ادارې چوکاټ کې د ځمکې ملي پالیسي تطبیق څخه د ملاتړ واحد معرفي هم ځای شوې ده.
د ښار جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د کلیو پراختیا وزیر نصیر احمد دراني، د انرژۍ او اوبو وزیر علي احمد عثماني، د جمهور رئیس سلاکار عباس بصیر، د احصایې مرکزي ادارې عمومي رئیس شېرمحمد جامي زاده، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مرستیال عبدالباقي پوپل، د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیبزي او د هلمند ښاروال د ځمکې د ملي پالیسۍ د غني کولو په اړه خپل لیدلوري او نظریات وړاندې کړل او هغه یې یو نېک اقدام وباله.
د جمهور رئیس دویم مرستیال سرور دانش وویل، د ځمکې او اوبو په برخه کې د حکومت کارونه مثبت لور ته په حرکت کې دي او فعلاً د داسې سیستم ایجاد ته اړتیا ده چې باید زموږ لومړیتوب کې قرار ولري.
هغه زیاته کړه: "لومړی باید یو نظام ایجاد کړو او وروسته پر جزئیاتو کار وشي. د ځمکې په برخه کې د حکومت قاطعیت او عملي اقدامات په کار دي. د وخت مدیریت هم موږ ته مهم دی او وخت باید ضایع نه کړو."
د ده په وينا، د ځمکې مدیریت تر څنګ حقوقي چوکاټ هم په پام کې ونیسو او د یوې حقوقي ډلې کار ته اړتیا ده، تر څو د ځمکې مسایلو اړوند ټولو حقوقي مسایلو باندې بحث وکړي.
جمهور رئیس غني په دې اړه وویل، زموږ اساسي موخه دا ده چې ځمکه په پانګه بدله شي او د قانون په اساس د ځمکې نظام ولرو.
هغه زیاته کړه، لکه څنګه چې د ځمکې په اړه یوه ښه مسوده تنظیم شوې ده، اړتیا ده چې د اوبو په اړه هم داسې مسوده تنظیم شي.
غونډې له هر اړخیزو بحثونو او د ګډونوالو د لیدلورو او نظریاتو وروسته د ځمکې ملي پالیسي او د هغې تطبیقي ستراتیژي تائيد کړه.
ولسمشر د ځمکې برخه کې د پانګونې اړتیا مهمه وبلله او څرګنده یې کړه چې د ځمکې مدیریت باید د یو فرهنګ په توګه بنسټي شي.
د ده په خبره، د ځمکې د غصب موضوع د حکومت لپاره یوه جدي موضوع ده چې باید مخنیوی یې وشي او د ځمکې بحث باید د عامه مشارکت او ملي مشارکت په بحث بدل شي.
وروسته د انرژۍ او اوبو وزیر علي احمد عثماني او د یاد وزارت یو شمېر نورو مسوولینو د زیرزمیني اوبو د منابعو د مدیریت او انکشاف پالیسي غونډې ته وړاندې کړه.
هغوی وویل، د یادې پالیسۍ موخه د دې منابعو د خوندیتوب او پایدارۍ په موخه د زیرزمیني اوبو منابعو د ښه مدیریت تعین او له هغو څخه موثره او عادلانه استفاده ده، ترڅو د زیرزمیني اوبو منابع د اوسني او راتلونکو نسلونو اړتیاوو ته ځواب ویونکې وي.
همدارنګه هغوی د اجرائیو ارګانونو او د یادې پالیسۍ د لارښودو اصولو په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.
د انرژۍ او اوبو وزیر د افغانستان جغرافیایي موقعیت تشریح کړ، وې ویل، د افغانستان غرنیتوب موږ له نورو هېوادونو څخه متفاوت کړي یو او د دې لامل شوی چې د اوبو ډېرې زېرمې ولرو.
ده زياته کړه، زموږ رسالت د اوبو تامین دی، اما د اوبو مصرف او ارزښت او همدارنګه د اوبو ظرفیت جوړولو او مدیریت باندې زیات کارونه وشي.
په دې اړه د ښار جوړولو وزیر، د کرنې وزیر، د جمهور رئیس سلاکار عباس بصیر، د جمهور رئیس سلاکار عبدالحمید هلمندي د یادې پالیسي په اړه خپل لیدلوري او وړاندیزونه شریک کړل.
جمهور رئیس په دې اړه وویل، موږ د اوبو د مدیریت برخه کې یو جدي بحث ته اړتیا لرو چې هم قانوني چوکاټونه او هم پالیسي مشخصه شي.
غني زیاته کړه، موږ باید په دې موضوع کې تخنیکي پوهې ته ارزښت ورکړو، ځکه د تخنیکي پوهې نشتوالي کې موږ بنسټیز کارونه نه شو ترسره کولی.
د هغه په وينا، د اوبو د مدیریت برخه کې همغږۍ ته اړتیا لرو او له اړوندو ادارو یې وغوښتل چې د هغوی وړاندیزونه او اقدامات د اوبو د مدیریت په ځانګړي ډول د زیرزمیني اوبو په اړه شریک کړي، ترڅو د یو منطقي مدیریت اساس کېښودل شي.
ده څرګنده کړه، د اوبو مدیریت باید په ملي بحث بدل شي او خصوصي سکتور، مدني ټولنه او خلک په دې بحث کې شامل شي.
د هېواد جمهور رئیس په پای کې وویل، موږ د لنډ مهالو او اوږدمهالو برنامو لپاره نقشو ته اړتیا لرو او د یو واضح پلان له لرلو پرته پایلې ته نه رسېږو.
هغه زیاته کړه، مشورتي او بین الوزارتي کارونه په دې اړه له موږ سره مرسته کولی شي.