Super User

Super User

په دې خپرونه کې د هغو ستونزو سپیناوی کیږي  چې خلک یې په دولتي ادارو کې په ګوته کوي او د په ګوته شوو ستونزو په اړه د اړوندو ادارو د چارواکو او خلکو سره خبرې کیږي

په  دغه یو ساعته ژوندۍ روغتیايي خپرونه کې د مختلفو ناروغیو د رامنځته کیدو پر لاملونو، درملنې او وقایې په اړه د اوریدونکو پوښتنې اوځوابونه همدارنګه د روغتیا پوهانو نظریات او مشورې اوریدلئ شئ

په دغه شپنۍ یو ساعته ژوندۍ  خپرونه کې اوریدونکي د ټلفون له لارې په خپرونه کی ګډون کوي خپل او یا هم د نورو بېلابېلو شاعرانو شعرونه اوغزلونه دیکلومه کوي او په منځ منځ کې یې آرامې سندرې هم خپریږي.
د سپوږمۍ غیږه هره شپه د چنار راډیو څخه په ژوندۍ بڼه خپریږی

په دغه یو ساعته ثبت خپرونه کې د اورېدونکو رالېږل شوي شعرونه،غزلونه او لنډۍ خپریږی.
دمینې ډالۍ په اوونۍ کې دوې ورځې خپریږی

لومړى تعقيب- جلال اباد (۴ زمری ۹۶): د نورستان ولايت چارواکي وايي چې د دغه ولايت پر وانټ وايګل ولسوالۍ د سلګونه وسله والو طالبانو ډله ييز بريد يې پر شا تمبولی او ۱۴۵ وسله والو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
چارواکي وايي، جګړه د کوم بهرني هېواد پوځي منصبدارو رهبري کوله او پر مهال يې ۲ افغان سرتېري وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
د راپورونو پر اساس، د زمري په ۴مه سهار شاوخوا اته بجې  سلګونه وسله والو طالبانو پر وانت وایګل ولسوالۍ ډله يیز برید وکړ او شاوخوا پنځه ساعته يې له ځايي امنيتي ځواکونو سره جګړه وکړه.
د وانت وايګل ولسوال رحمت الله رحمتي وویل چې امنیتي ځواکونو له بریدګرو وسله والو سره کلک مقاومت وکړ چې د جګړې په ترڅ کې يې ۴۵ وسله وال طالبان ووژل او تر سلو زيات نور يې ټپيان کړل.
نوموړي که څه هم کره شمېره وړاندې نه کړه خو زياته يې کړه چې په مړو او ټپي وسله والو کې بهرنيان هم شامل دي.
ولسوال وویل چې امنیتي ځواکونو برید پر شا تمبولی او ډاډ يې ورکړ چې ولسي خلکو ته زيان نه دی اوښتې.
دی وايي، د جګړې رهبري د بهرنيو استخباراتو له خوا کېده چې د جګړې په ترڅ کې دوه حکومتي سرتېري وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.
بلخوا د نورستان والي حافظ عبدالقيوم هم له رسنیو سره د خبرو پر مهال وويل، راپورونه يې ترلاسه کړي چې د ياد ډله ييز بريد رهبري د يو شمېر بهرنيو منصبدارو له لوري کېده خو دا يې ونه ويل چې د کوم هېواد منصبدار.
نوموړي دا هم وويل، وسله والو ځکه پر وانټ وايګل ولسوالۍ په دومره ستر قوت حمله وکړه چې د ستراتيژيک موقعيت له مخې ياده ولسوالۍ ډېره مهمه او د کونړ او نورستان له ډېرو ولسواليو سره سرحد لري.
والي د وسله والو او امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه وويل چې ۳۰ وسله وال وژل شوي او تر سلو زيات وسله وال او ۳ امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.
حافظ عبدالقيوم وايي چې جګړه د استوګنې له کورونو لرې وه او د معلوماتو له مخې، تر اوسه د مرګ ژوبلې په ګډون عامو خلکو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی.
د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام محی الدین سروري که څه هم د وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه درلودل؛ خو ټينګار يې وکړ چې ګڼو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دی وايي، وسله وال په لوی قوت سره د ولسوالۍ د نيولو لپاره راغلي وو خو د امنيتي ځواکونو مقاومت د دې سبب شو چې وسله وال پر شا وتمبوي.
د سيمې يوه اوسېدونکي وويل چې د جګړې پر مهال عامو خلکو ته تر ډېره زيان نه دی اوښتی خو د وسله والو له لورې يوه مېرمن ټپي شوې ده.
ملک حضرت سعيد  وويل، يوه ښځه چې وسله والو ته يې د سيمه ييز دود له مخې د قرانکريم نسخه د سوال په توګه په لاس کې نيولې او د جګړې د بندولو زارۍ يې ورته کولې وسله والو پر ډزو وژلې ده.
بلخوا وسله والو طالبانو رسنيو ته ويلي چې د وانټ وايګل په نښته کې يې  ولسوالۍ، امنيه قوماندانۍ او ځانګړې قطعه تر بريدونو لاندې راوستې دي.
د دوی وياند ذبيح الله مجاهد  په رالېږلي پيغام کې د ګڼو امنيتي پوستو د نيولو او ګڼو دولتي سرتېرو د مرګ ژوبلې دعوه کړې ده.
هغه زياته کړه، چې ولسوالي يې کلابنده کړې او اوس هم په سيمه کې جګړه روانه ده.

سرپل (٤ زمرى ٩٦): چارواکي وايي چې داعش وسله والو په سرپل ولايت کې له يوه تعويذګر ملا سر پرې کړى دى.
د سرپل د والي وياند  ذبيح الله اماني د زمري په ٤مه وويل چې دا پېښه نن سهار د دغه ولايت په صياد ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دې ولسوالۍ کې د داعش وسله والو قوماندان شېر غضنفر د اجريم کلي له اوسېدونکي ملا تاج محمد سر غوڅ کړى دى.
د نوموړي په وينا چې ملا تاج محمد په سيمه کې دم دعا او تعويذونه کول، نوره کومه ستونزه يې نه لرله.
اماني وايي چې د صياد ولسوالۍ پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، تر دې مخکې هم د اعش وسله والو په ځېنو نورو ولايتونو کې دا ډول ملايان وژلي او زيارتونه يې په بمونو الوځولي دي.

فراه (٤ زمرى ٩٦): د فراه سيمه ييزې سرچينې وايي چې د دغه ولايت د "شيب کوه" ولسوال له خپلو پنځو کسانو سره يو ځاى د سړک غاړې چاودنه کې وژل شوى دى.
د فراه د والي وياند ناصر مهري نن (د زمري څلورمه) وويل چې پرون مازديګر د يادې ولسوالۍ د دورجوى کلي اړوند سيمه کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله د شيب کوه ولسوال عبدالرحيم حيدري له خپل زوى او څلورو ساتونکو سره يو ځاى وژل شوى دى.
د وسله والو طالبانو ډلې د ياد بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
د شيب کوه ولسوالۍ د دو کلا کلي يوه اوسېدونکي چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله،  وويل چې حيدري له تېرو درېيو کلونو راهيسې داسې مديريت وکړ چې زموږ خلک به يې بيا هېڅکله هم بديل پيدا نه کړي.

اسعداباد (٤ زمرى ٩٦): په کونړ ولايت په بېلابېلو ملکي، امنيتي، عدلي او قضايي ارګانونو کې د ښځينه کارکوونکو نشتوالي له امله د دغه ولايت ښځې له ګڼو ستونزو سرمخ دي او همدارنګه د یاد ولایت ښځينه بنديانې د ننګرهار په زندان کې ساتل کېږي.
مسوولين وايي چې د امکاناتو او اسانتياوو د نشتوالي له امله ننګرهار ته د ښځينه بنديانو په بیولو او راوستو کې هم له بېلابېلو ننګونو او ستونزو سره مخ دي.
د زندان مسوولين
د کونړ زندان مرستيال محمد يوسف وايي، کله چې د کونړ محکمه د ښځينه زندانيانو قضيې څېړي نو دوى ښځينه بنديانې له ننګرهاره محکمې ته راولي او تر محکمې وروسته يې بېرته ننګرهار ته لېږدوي.
ده زياته کړه: ((دا ستونزمن کار دى چې محکمو ته له بل ولايته بنديانې راولو او بيا يې بېرته لېږو، په لاره کې د امنيتي پېښو وېره هم وي.))
د يوسف په وينا، دوى د زندان په تشکيل کې نهه ښځينه پوليسې لري، خو اوس يواځې يوه ښځينه پوليسه لري چې په اوونۍ کې يوه ورځ د تلاشۍ لپاره راځي.
هغه وايي، که چېرې د ښځينه پوليسو د نشتوالي ستونزه يې هواره شي، نو دوى کولى شي چې ښځينه بنديانې همدلته د کونړ ولايت په زندان کې وساتي.
عدلي او قضايي مسوولين
د کونړ د استيناف څارنوالــۍ رييس څـــــارنيارعــــبدالاحد حيدري بيا وايي چې په دغه ولايت کې د ښځینه څارنوالانو لپار ځانګړې بستونه نشته خو په دې اړه يې لویې څارنوالۍ ته وړانديز کړی و او هغوى ورته يوه ښځينه څارنواله خدمتي معرفي کړې او اوس دلته کار کوي.
د نوموړي په وينا، په دې وروستيو کې چې دا څارنواله راغلې، نو د ښځينه دوسيو په څېړلو کې د ښځو لپاره ډېره اسانتياو رامنځته شوې ده.
د کونړ د استيناف څارنوالــۍ رييس وايي چې په دغه ولايت کې د ښځينه مدافع وکيلانو شمېر ډېر کم دى او د يو لړ ستونزو او کلتوري محدودیتونو له امله ښځې نه غواړي چې د مدافع وکيلې په توګه کار وکړي.
د کونړ د محاکمو رييس قضاوتمند جمال الدين وايي چې اوسمهال د دغه ولايت په محاکمو کې ښځينه قاضيانې او مدافع وکيلانې نشته.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې يوه موسسه د ښځو له حقونو د دفاع په موخه فعاليت کوي، خو کارکوونکي يې نارينه دي.
د نوموړي په وينا، دغه موسسه د هغو ښځو لپاره چې له تاوتریخوالي سره مخ شي دفاعيې جوړوي، مرسته او همکاري ورسره کوي.
د محاکمو رييس وايي چې په محکمه کې يې يوه مېرمن د ښځو د تلاشۍ په موخه مقرره کړې او يوه پوليسه د امنيې قوماندانۍ له خوا په همدې موخه ورته لېږل شوې ده.
ده زياته کړه: ((ځينې ښځې چې دوسيې لري، نو قاضيانو سره مخامخ خبرې نه شي کولى، موږ بيا د يوې اجيرې کارمندې په همکارۍ له هغوى سره مکالمه کوو.))
ښځينه کارکوونکې
په کونړ ولايت کې د فرهنګي او ټولنيزو ستونزو او دودونو له امله ډېرى ښځې دې ته زړه نه ښه کوي چې په دولتي ادارو کې کار وکړي، خو په دې وروستيو کې دا ستونزه یو څه کمه شوې.
د کونړ د ښځو چارو په رياست کې اجرائيه مديره لطيفه وايي چې د خپلې کورنۍ په خوښه يې دنده ترلاسه کړې، په لومړيو کې به خلکو ورپسې خبرې کولې، خو اوس د خلکو خولې بندې شوې دي.
نوموړې  وويل، تر اوسه له کومې ستونزې سره نه ده مخ شوې، خو په لومړيو کې به چې کله دفتر ته راتله، نو په لاره کې به وېرېده.
هغې له حکومته وغوښتل چې په عدلي او قضايي ارګانونو کې ښځينه کارمندانو ته د کار زمينې برابرې کړي، څو د ښځو قضيې په ښه توګه وڅېړل شي.
د ښځو چارو يوه بله کارکوونکې الهاميه چې له تېرو ١٣ کلونو راهيسې دنده ترسره کوي، په لومړيو کې يې کورنۍ او خسرګنۍ له دندې سره مخالفت کاوو، خو د خاوند تر اجازې وروسته خپله دنده په ښه توګه ترسره کوي.
دې زياته کړې: ((که چېرې ښځې په ادارو کې کار ونه کړي، نو د ښځې اړوند ستونزې به څه ډول هوارې شي؟))
۲۲ کلنه صديقه چې څلور کاله وړاندې له دوولسم ټولګي فارغه شوې وايي، پښتنې پېغلې چې په هره کچه زده کړې وکړي واک يې د پلار، مور، خاوند او وروڼو سره وي او هغوی اجازه نه ورکوي چې په دولتي ادارو کې دندې ترسره کړي.
هغې  وويل، ښځو ته دلته د دندو ترسره لپاره شرايط هم برابر نه دي، خلک ورپسې ډېرې بدې خبرې کوي، حتى پېغور هم ورکول کېږي.
دې زياته کړه: ((موږ غواړو چې په دولتي ادارو کې دندې ترسره کړو، څو د خپلو هېوادوالو په ښه توګه خدمت وکړى شو.))
د کونړ پوهنتون محصله مسلمه وايي چې دلته د ښځو د سواد کچه ډېره ټیټه ده او په ټیت سواد ښځو ته هېڅکله دندې نه ورکول کېږي.
د هغې په وينا، بله ستونزه دا ده چې په يوه اداره کې يوه ښځه هېڅکله کار نه کوي څو چې نورې ښځې ورسره نه وي ګومارل شوې. د نوموړې په وينا، د ښځو چارو په رياست کې تر ښځو نارينه کارکوونکي ډېر دي.
قومي مشران او خلک
د دغه ولايت يو قومي مشر حاجي شمس الرحمن وايي چې په کونړ کې ښځې ځکه په دولتي ادارو کې دندو ته زړه نه ښه کوي چې کاري چاپېريال سم نه دی برابر شوی.
هغه  وويل چې په ازموينو کې دوى ته خپل حق نه ورکول کېږي او ډېری يې له دولتي دندو اخيستو څخه انکار کوي.
نوموړي زياته کړه چې په ځينو ادارو کې ښځينه کارکوونکې د نورو کارکوونکو له خوا ځورول کېږي او يا يې په موبايلونو عکسونه اخيستل کېږي چې دا هم په دولتي ادارو کې د ښځو د نه کار کولو ستر لامل دى.
د سرکاڼو ولسوالۍ يو اوسېدونکى سميع الله وايي چې ښځې بايد له دې خبرې شي چې دوی هم لکه د نارينه وو مساوي حقوق لري او کولی شي په ټولنيزو، سياسي او انکشافي پروګرامونو کې پراخه ونډه واخلي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې ښځې ځانونه محکومې ګڼي، دوى فکر کوي چې واک يې له پلار او خاوند سره دى؛ ځکه دولتي ادارو کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي.
نوموړي زياته کړه: ((دا چې په امنيتي، عدلي او قضايي ارګانونو کې ښځينه کار کوونکې نشته، نو د ښځو اړوند قضيې او دوسيې همداسې پټې او ښځې له خپلو حقه حقوقو څخه محرومې پاتې شي.))
بلخوا د ولايت د مرکز اسعداباد ښار يو اوسېدونکى سفر صافی وايي چې د امتيازاتو او معاشونو د کموالي له امله ښځې په دولتي ادارو کې کار نه کوي.
دولتي چارواکي
د کونړ د مرکزي زندان امنيتي مرستيال سمونوال محمد يوسف وايي چې دوى په خپل زندان کې ښځينه زندانيانې نه شي ساتلې او هغوى د ننګرهار ولايت زندان ته لېږدوي.
هغه  وويل چې نه ښځينه پوليس لري او نه هم ښځينه زندانیانو لپاره مناسب ځای.
د نوموړي په وينا، له تېرو شپږو کلونو راهيسې ١٦ ښځينه زندانيانې چې محکمو پرې د قيد پرېکړه کړې، د ننګرهار زندان ته لېږلې دي.
د ننګرهار د محبس امر عبدالولي حصارک ومنله چې د کونړ ښځينه زندانيانې د دغه ولايت په زندان کې ساتل کېږي.
هغه  وويل چې په کونړ کې د ښځينه بنديانو د ساتلو امکانات نشته؛ ځکه يې دلته رالېږي، څو قيد يې بشپړ شي.
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم وايي چې په کونړ ولايت کې د دوديزو او کلتوري محدوديتونو له امله خلک زړه نه ښه کوي چې د ښځينه پوليسو له ليکو سره يو ځاى شي.
هغه  وويل چې دوى د لوستو ښځو ګومارنې ته لومړيتوب ورکوي خو تر اوسه څوک نه دي حاضر شوي.
د مصمم په وينا، د پوهنې او روغتيا رياستونو کې يو شمېر ښځينه کارکوونکې شته، خو په نورو ادارو کې بيا دندې نه ترسره کوي، ښځينه کارکوونکو ته د معاشونو تر څنګ نور ځانګړي امتيازات هم په نظر کې نيولي، خو بيا هم څوک نه حاضرېږي.
د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت وايي چې په قوماندانۍ کې د ښځينه پولیسو ٤٢ تنه تشکيل ورکړل شوی چې ٧ يې ساتنمنانې او پاتې يې سرتېرې دي.
هغه  وويل چې د قومي مشرانو او ديني عالمانو د هلو ځلو په پايله کې تر اوسه په دې توانېدلي چې له ٤٢ تشکيل څخه يواځې اوه تنه پر دندو وګوماري.
د همت په وينا، دا ښځينه پوليسې د پاسپورټ، محاکمو رياست، ښځو چارو رياست او په ولايت مقام کې پر دندو بوختې دي.
امنيه قوماندان وايي: ((موږ د ښځينه پوليسو لپاره ډېر ښه شرايط اماده کړي، څو دوى وکولى شي په ښه توګه خپلې دندې پرمخ بوځي.))
د کونړ ولایت د ښځو چارو رييسه سهلا بابر وايي چې په دغه ولايت کې له يو پلوه د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي کچه مخ په ډېرېدو ده او له بل پلوه لوستې ښځې په دولتي ادارو کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي.
ده وويل: ((زموږ د ښځو چارو رياست په ١٤ تنو تشکيل کې يې ٩ نارينه دي.))
مېرمن سهلا له حکومت څخه غواړي چې په دولتي ادارو کې د ښځو لپاره بستونه زيات او ځای ورکړي، له يوه پلوه به جندر مراعات شي او له بل پلوه به ښځو ته د کار زمينه برابره شي.
هغې دا هم وويل چې په دغه ولايت کې هېڅ ښځينه قاضي او څارنوال نشته، ښځې نه شي کولى چې په ډاډه زړه خپلو قضيو پسې وګرځي.
د مولوي عبيدالله بهاري په نوم يو ديني عالم وايي چې اسلام له ښځو سره پر ښه سلوک کولو او د تاوتريخوالي نه کولو امر کړى دى.
نوموړي زياته کړه، اسلام پر نارينه او ښځينه دواړو زده کړې فرض کړې او د جهالت او ناپوهۍ له مله تاوتريخوالى زياتېږي.

کابل (٤ زمرى ٩٦): د ملي امنيت عمومي رياست په کابل کې له چاودېدونکو توکو د ډک موټر د نيولو خبر ورکوي.
د ملي امنيت رياست له مطبوعاتي دفتره نن استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رياست موظفينو يو هېنو موټر چې له چاودېدونکو توکو ډک و، د کابل چهار اسياب ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف او شنډ کړى دى.
سرچينې زياته کړه، طالبانو په يوه موټر کې ٢٥٠٠ کيلوګرامه بېلابېل چاودونکي توکي لکه امونيم نايټرېټ په ماهرانه ډول د ٥٠ بوجيو له لارې ځاى پر ځاى  کړي وو او غوښتل چې درنه چاودنه پلان کړي.
خبرپاڼه وايي چې دغه بريد  په لوګر کې د طالبانو د ځانمرګو بريدونو د مسوول نصرالله مشهور په حذيفه له لوري پلان شوى و.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ياد کس پلان درلود چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د چهار اسياب ولسوالۍ له لارې کابل ښار ته ورسوي.
د ملي امنيت د عمومي رياست د معلوماتو له مخې، د طالبانو ډلې له وړاندې ځانګړې موخې ټاکلې وې، څو د موټر په ورسېدو سره په کابل ښار کې ترهګريز بريد وکړي.
په خبرپاڼه کې له چاودېدونکو توکو د ډک موټر د نيولو وخت او ځاى ته اشاره نه ده شوې.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.