یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

خبرونه

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه په اسلام اباد کې د افغان خبریالانو له پلاوي سره د ترهګرۍ سره مبارزې، د دواړو هېوادونو د سولې او د خبرو لپاره د باور فضا د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.د افغان خبریالانو پلاوی تېره اوونۍ د پاکستان په بلنه اسلام ته تللی او تر دې دمه يې…
چارواکي وايي، د کندهار په ښوراوک ولسوالۍ کې د القاعدې او لشکر طیبه ډلو په یوې ګډې قرارګاه کې د ماین چاودنې لس پاکستاني، عرب او افغان جګړه مار وژلي دي.دغه پېښه نن سهار ۶ بجې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه شوې ده.د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني وویل، د القاعدې او لشکر طیبه په دغې ګډې قرارګاه…
د حزب اسلامي امير وايي، هڅه کوي د هېواد په کچه د علماوو يوه داسې شورا جوړه کړي، ترڅو د پرېکړو يوه مرجع وګرځي.د حزب اسلامي له مطبوعاتي دفتر څخه رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د حزب اسلامي امير ګلبدين حکمتيار تېره ورځ د هېواد له يو شمېر جيدوعلماء کرامو سره وکتل او په بېلا بېلو…
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ظاهر قدير اندېښنه وښوده، چې امريکا د افغانستان په اړه په خپله نوې ستراتېژۍ کې د جګړې پر دوام ټینګار کړی، چې دغه چاره به يو وار بيا د ملکي کسانو مرګ ژوبلې ته زمينه برابره کړي.عبدالظاهر قدير چې د وږي په ۳مه يې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې…
چارواکي وايي چې د پکتيا د جاني خېلو ولسوالۍ يې له وسله والو طالبانو بېرته نيولې ده.د تندر ٢٠٣ قول اردو وياند ډګروال فضل خدا، وويل چې د تېرې شپې له ٢ بجو راهيسې پر جاني خېلو ولسوالۍ هوايي او ځمکني عمليات پيل شوي او تر سهار ٧ بجو يې دوام وکړ، چې په پايله کې يې جاني خېل ولسوالي…
چارواکي وايي چې وسله والو د کابل ښار د يوولسمې حوزې اړوند د قلعه نجارا سيمه کې د "امام زمان" پر جومات بريد کړى چې په ترڅ کې يې تراوسه دوه تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي . د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وايي چې نن يوه بجه او شل دقيقې څلور وسله وال د قلعه…
د کندهار امنيتي مسوولين وايي، په دغه ولايت کې پر وسله والو د بهرنیو ځواکونو له خوا په هوايي برید کې ۴۲ وسله وال وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.له هغه وروسته چې امریکا د افغانستان په اړه خپله تازه ستراتېژي اعلان کړې، دا دویم لوی برید دی چې له هوا څخه پر وسله والو کېږي.د کندهار امنیه…
د ملي دفاع وزارت وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ٩٠ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.د دې وزارت د وياند له دفتر څخه رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په ګډو تعرضي او تهاجمي عملیاتو کې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد…
د پاکستان د کډوالو چارو وزارت وايي، افغانستان ته د افغان کډوالو ستنېدل داوطلبانه دي او د هغوی لپاره يې د زده کړو تر څنګ د ګڼو نورو کسبونو او مهارتونو زده کولو زمینه مساعده کړې ده.پاکستان د افغانستان له هغو ګاونډیو هېوادونو څخه دی چې د نړۍ په کچه په کې تر ټولو ډېر افغان کډوال له تېرو شاوخوا…
ولسمشر غني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي سره د مخه ښې په کتنه کې هغه ته د غازي وزير محمد اکبر خان عالي دولتي مډال ورکړ.د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له ولسمشر اشرف غني سره د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي او د پلاوي مشر فرانز مايکل…
حکمتيار وايي، ځوانان له سخت فکري او فرهنګي يرغل سره مخامخ دي او ځينې بهرني عوامل په ځوانانو په ځانګړې توګه نجونو کې د اخلاقي فساد او بې بندوباريو د پراخېدل لامل شوي دي.نوموړي دغه څرګندونې، د "اينده نګر ځوانانو ټولنيزې ټولنې" له غړو سره په کتنه کې کړې دي.په هغې خبرپاڼه چې د حزب اسلامي له مطبوعاتي دفتر څخه…