یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

خبرونه

وسله والو طالبانو د امريکا د نوې ستراتيژۍ په غبرګون کې ويلي، تر هغه به د امريکايانو پر وړاندې جګړه کوي چې امریکايي مشران جګړه ییزه تګلاره تعقیبوي.د امريکا د نوې ستراتيژۍ له مخې چې نن اعلان شوه، دغه هېواد خپل پوځيان له افغانستانه نه باسي او ولسمشر يې (ډونالډ ترامپ) وايي افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر به د…
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړي په توګه لومړنۍ مسابقه له زېمبابوې سره په شارجه کې وکړي.افغانستان او ایرلنډ په جون میاشت کې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ.د افغانستان او زېمبابوې ټېسټ لوبه به پنځه ورځنۍ وي.دا به د افغانستان لپاره لومړنۍ پنځه ورځنۍ مسابقه وي.د…
د حزب اسلامي مشر وايي، ځينې ګوندونو د "ملي تفاهم مجمع" له جوړېدو سره مخالفت کړی او همدا لامل دی چې په دې اړه د ناستې جوړېدل له خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي.د حزب اسلامي مطبوعاتي دفتر ليکي چې د دغه ګوند مشر ګلبدين حکمتيار دغه څرګندونې تېره ورځ د بېلابېلو ولايتونو د ځوانانو له یوې ډلې سره…
د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش وايي چې د برېښنايي تذکرو د وېش لپاره لازم چمتوالى نيول شوى او له يوې مياشتې په کمه موده کې به يې وېش پيل شي . د ولسمشر مرستيال دانش چې د پوهنې وزارت او له نورو ادارو سره يې د هوکړه ليکونو په ناسته کې نن د زمري په ٣١مه ګډون کړى و،…
د پکتيا ځيني اوسېدونکي وايي چې د چارواکو له ژمنو سره سره د دغه ولايت مهم سړکونه نه دي جوړ شوي او خلک له ستونزو سره مخ دي.په دغو سړکونو کې د ګردېز ــ غزني، څمکني ــ جاني خېل، ځاځي اريوب او د ګردېز ــ پټان مهمې مواصلاتي او سوداګريزې لويې لارې شاملې دي چې ويل کېدل د پسرلي په…
چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د بدخشان په درايم ولسوالۍ کې يوه ښځه او يو سړى د زنا په تور تر خپلې صحرايي محکمې وروسته پر ډزو وژلي دي. د بدخشان ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول احمد زاهد عمري د زمري په ٣١مه خبریالانو ته وويل چې وسله والو طالبانو د ګل احمد په نامه نارينه او د…
د افغان خبریالانو یوه پلاوي د پاکستان له بهرنيو چارو وزارت څخه غوښتي چې سوداګري باید د سیاست ښکار نه شي او افغان محصلینو ته دې تحصیلي سکالرشیفونه زیات کړي.افغان خبریالانو په اسلام کې د پاکستان د بهرنيو چارو له مرستیالې تسنیم اسلم سره ځانګړې ناسته کې وویل چې افغان سوداګر د پاکستان له لارې د سوداګرۍ او صادراتو په…
د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ کې د هوایي برید په ترڅ کی شپږ داعش وسله وال وژل شوي دي.د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د زمري په ۳۱مه وويل، تېره ورځ د اچین ولسوالۍ اړوند په مرغۍ سیمه کې بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په وسیله پر داعش وسله والو هوايي برید ترسره کړی دی.دى وايي…
د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د غره پر سر د دوو قومونو ترمنځ وسله واله نښته رامنځته شوې او تر منځ یې سپکې او درنې وسلې کارول کېږي.د شېرزادو ولسوال حاجي ملک حسن وويل چې نښته نن سهار وختي د دې ولسوالۍ اړوند د ترکي غره پر سر د شلل خېل او عيسی خېل قومونو تر منځ رامنځته شوې…
يو شمېر بهرنيو رسنيو خبر ورکړى چې امريکا به افغانستان ته شاوخوا څلور زره نوي سرتېري ولېږيد ايران د تسنيم او د روسيې سپوټنيک خبري اژانسونو د دوو مشهورو نړيوالو رسنيو (پولتيکو او فارين پاليسي) د خبريال کيټ برنن له خولې خبر ورکړى چې د امريکا ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتيژي نهايي او لاسليک کړې ده.د…
د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې طالبانو د دغه ولايت په راغستان ولسوالۍ کې يو ځوان د زنا په تور سل درې وهلى.د بدخشان د راغستان ولسوال مولوي غلام الله سيد نن وويل چې د خلدسک سيمې د ديګه کلي يو معيوب ځوان چې طيب نومېږي او د سرې مياشتې په کلينيک کې تر درملنې لاندې و، د همدغه کلي…