چهارشنبه, ۱۹ غويی ۱۴۰۳

خبرونه

د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت اچين ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو پرمهال ۴۵ داعش وسله وال وژل شوي چې بهرني وسله وال هم په کې شامل دي.د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقوال د زمري په وويل، پرون ناوخته د اچين ولسوالۍ اړوند په مکراڼه سيمه کې بهرنيو ځواکونو د داعش وسله والو…
د ننګرهار په مومنددرې ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو د توغنديز بريدونو له امله دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.راپورونه وايي چې پاکستاني ځواکونو له پرون راهيسې پر دې ولسوالۍ ۳۶ توغنديز بريدونه کړي دي.د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د زمري په ۲۶مه وويل چې د مومنددرې ولسوالۍ پر خاورۍ سيمه تېره ورځ د ډيورنډ کرښې له هغې…
د پکتيکا په ګومل ولسوالۍ کې د پوليسو او طالبانو ترمنځ جګړه کې درې پوليس او څلوېښت طالبان وژل شوي دي.د پکتيکا مرستيال والي عطاالله فضلي د زمري په ٢٦مه وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو پر ګومل ولسوالۍ ډله ييز بريدونه وکړل.د نوموړي په خبره، په دې جګړه کې د طالبانو د ځينو ډلمشرانو په ګډون ٤٠ طالبان…
د افغانستان ولسي تحريک، د معاصر افغانستان د بنسټ اېښودو او د احمدشاه بابا د تاج په سر کولو ٢٧٠ يمه کاليزه په فراه کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځله.د دغه تحريک کسانو په شاوخوا ٤٠٠ موټرو کې چې د احمدشاه بابا انځورونه او ملي بيرغونه يې لېږدول، د فراه په مرکز کې له هوايي ډګره تر باغ…
د بلخ د ولايتي شورا غړى محمد اصف مومند څو شېبې وړاندې د ملي امنيت له بنده ازاد شو او د کابل پر لوري يې حرکت وکړ.د محمد اصف مومند ورور مصطفى مومند د زمري په ٢٦مه وويل چې ورور يې نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د ملي امنيت له بنده ازاد شو.هغه وايي چې ورور يې له…
په ننګرهار کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لومړۍ محکمې د ښېوې ولسوالۍ د پخواني ولسوال او امنيه قوماندان په ګډون پنځلس پوځي او ملکي چارواکي له يو کال نيولې تر څلورو کلونو پر بند محکوم کړل.ياد کسان په دې ولسوالۍ کې د يو زورواکي له لوري د دوو خويندو د نکاح په مسئله کې ګرم ګڼل شوي…
د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريد له امله درې ملکي وګړي او درې بريدګر وژل شوي او درې امنيتي سرتېري ټپيان دي.د هلمند د والي وياند عمر ځواک د زمري په ٢٦مه وويل چې تېره شپه په ګرشک ولسوالۍ کې ځانمرګى بريد شوى دى.هغه وايي: ((وسله والو طالبانو غوښتل چې د درېيمې لوا په شپږم کنډک د…
د حزب اسلامي مشر حکمتيار وايي چې د ګوند د انسجام لپاره کار روان دی او بېلابېل دفترونه يې تړل کېږي او تر يو چتر لاندې به راټول شي.د حزب اسلامي له مطبوعاتي دفتره د زمري په ٢٦مه رسینو ته په رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ګلبدين حکمتيار دغه څرګندونې د کونړ ولايت له يو شمېر سپين ږيرو، قومي مشرانو…
د امريکا متحده ايالات وايي چې د افغانستان په بې ثباتۍ کې وسله وال طالبان لاس لري.امريکا دغه څرګندونې د طالبانو د هغه پرانيستي ليک په غبرګون کې کړې چې پرون يې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نوم خپور کړى و.طالبانو په دغه ليک کې د امريکا له ولسمشره غوښتي وو چې د افغانستان په اړه خپله نوې…
يوه باوري سرچينه وايي چې د سرپل د صياد ولسوالۍ د ميرزااولنګ درې ډېره برخه يو ځل بيا د دولت د وسله والو مخالفينو لاس ته لوېدلې، خو د کورنيو چارو وزارت دغه څرګندونې ردوي.يادې حکومتي سرچينې د نوم نه اخيستلو په شرط وويل چې د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه شاوخوا ١٢ بجې په ياده دره کې پر…
بېلابېلو موسسو د افغانستان د پوهنې له وزارت سره نږدې ٧ ميليون امريکايي ډالره مرسته وکړه چې د ښوونیز نظام د پیاوړتیا او پراختیا په موخه به په نهو ولايتونو کې ولګول شي.د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې ٤.٧ ميليونه امریکايي ډالر، اینټرساس نړيوالې موسسې ٧٢٣زره امریکايي ډالر، له ماشومانو څخه د ملاتړ…