پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

خبرونه

کابل د امريکا د بهرنيو چارو وزير وايي چې د افغانستان او سيمې پهاړه نوې تګلاره به د سياسي او امنيتي حالاتو تر بشپړې ارزونې وروسته اعلان شي.د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې رېکس ټېلرسن اسيا ته په خپل سفر کې له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي چې د…
کابل په افغانستان کې د يوناما چارواکي وايي، د دوى د نوې تګلارې تمرکز به په افغانستان کې د سولې پر مسئله وي او د ملګرو ملتونو د نورو مرسته کوونکو ادارو ترمنځ همغږي به لا پياوړې کړي.په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي ماموريت (UNAMA) له مطبوعاتي دفتره رسنیو ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې يوناما په…
کابلد احمد شاه مسعود بنسټ مشر د ملي يووالي حکومت مشران، ملي نفاق ته پر لمن وهلو تورن کړل او ويې ويل چې دغه حکومت د ملي يووالي تر نامه لاندې هېواد له کړکېچ سره مخ کړ‌ى.د احمدشاه مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود نن په کابل کې يوې خبري غونډه کې حکومت د خلکو د سر او مال په…
ښرنه د پکتيکا په ګومل ولسوالۍ کې د يو شمېر پاکستانيانو په ګډون ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي.په پکتيکا کې د ملي اردو د شپږم کنډک قوماندان ډګروال محمد ايوب د زمري په ١٥مه وويل چې له تېرو دوو ورځو راهيسې افغان ځواکونو د ګومل ولسوالۍ پر لويه لار چاڼيز عمليات پيل کړي دي.هغه وايي چې په دغو…
 کابل : د امريکا د استخباراتي ادارې ( سي اى اى ) مشر کابل ته د سفر پر مهال له افغان چارواکو سره پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.د حکومت اجراييوي رييس ډاکتر عبدالله عبدالله د زمري په ١٦مه، په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې د امريکا د استخباراتي ادارې ( سي اى اى) مشر تېره اوونۍ کابل…
کندوز د کندوز د ملي امنيت رياست وايي چې د دغه ولايت د ګل تپې ولسوالۍ په اړونده سيمه کې د ځانګړو امنيتي ځواکونو په شپنيو عملياتو کې درې مشهور طالب قوماندانان وژل شوي او درې نور نيول شوي دي.د دغه وزارت په يوه خبرپاڼه کې چې رسنیو ته رسېدلې ويل شوي دي چې ځانګړو امنيتي ځواکونو د کندوز د…
کابل د پاکستان د پنجاب ايالت يو اوسېدونکى وايي چې د پکتيا په جانيخېلو ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره په مخامخ نښته کې ټپي شوى او نيول شوى دى.دغه کس چې محمد عصمت الله نومېږي، نن په کابل کې د ملي امنيت عمومي رياست کې رسنيو ته وويل چې د سپاه صحابه ډلې غړيتوب لري او پنجاب ايالت د…
کندهار د کندهار د لندې مېوې سوداګر وايي، د هوا له لارې هند ته د مېوو د لېږد د لړۍ ځنډ اندېښمن کړي؛ ځکه له کندهاره هند ته له یوې الوتنې پرته بله هېڅ الوتنه نه ده شوې.د سوداګرو په وینا، د افغانستان او هند تر منځ د هوايي دهلېز پرانیستل کېدو ته خوښ وو او د دې لړۍ د…
کابل د ټاکنو کمېسيون وايي چې د راىې اچونې د مرکزونو کره ځاى او شمېر معلومېدو په موخه، په کابل او بېلابېلو ولايتونو کې دغه مرکزونه ارزول کېږي.دغه موضوع د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء مشر امام الدين وريماچ نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کړې وکړه او ويې ويل چې د ارزونې بهير نن په ټول…
کابل د امريکا ځانګړې استازې وايي چې هېواد يې د اداري فساد په له منځه وړو، ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په برخه کې د افغان حکومت له پاليسيو ملاتړ کوي.د ملي امنيت شورا مطبوعاتي دفتر له خوا د زمري په ١٦مه رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د امريکا سرپرسته ځانګړې استازې اليس وېلز…
کابل په کابل کې د سعودي سفارت وايي چې قطر د طالبانو تر څنګ يو شمېر ترهګرې ډلې ساتلې، بلخوا سرچينې وايي چې قطر له افغانستانه د ملاتړ غوښتنه کړې ده.په کابل کې د سعودي سفارت مرستيال او شارزدافير مشاري مزغل الحربي د زمري په ١٦مه په کابل کې له سرې مياشتې سره د مرستې پر مهال خبريالانو ته وويل…