چهارشنبه, ۱۹ غويی ۱۴۰۳

خبرونه

لومړى تعقيب- جلال اباد (۴ زمری ۹۶): د نورستان ولايت چارواکي وايي چې د دغه ولايت پر وانټ وايګل ولسوالۍ د سلګونه وسله والو طالبانو ډله ييز بريد يې پر شا تمبولی او ۱۴۵ وسله والو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.چارواکي وايي، جګړه د کوم بهرني هېواد پوځي منصبدارو رهبري کوله او پر مهال يې ۲ افغان سرتېري وژل…
سرپل (٤ زمرى ٩٦): چارواکي وايي چې داعش وسله والو په سرپل ولايت کې له يوه تعويذګر ملا سر پرې کړى دى.د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني د زمري په ٤مه وويل چې دا پېښه نن سهار د دغه ولايت په صياد ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.هغه زياته کړه چې په دې ولسوالۍ کې د داعش وسله والو…
فراه (٤ زمرى ٩٦): د فراه سيمه ييزې سرچينې وايي چې د دغه ولايت د "شيب کوه" ولسوال له خپلو پنځو کسانو سره يو ځاى د سړک غاړې چاودنه کې وژل شوى دى.د فراه د والي وياند ناصر مهري نن (د زمري څلورمه) وويل چې پرون مازديګر د يادې ولسوالۍ د دورجوى کلي اړوند سيمه کې د سړک غاړې ماين…
اسعداباد (٤ زمرى ٩٦): په کونړ ولايت په بېلابېلو ملکي، امنيتي، عدلي او قضايي ارګانونو کې د ښځينه کارکوونکو نشتوالي له امله د دغه ولايت ښځې له ګڼو ستونزو سرمخ دي او همدارنګه د یاد ولایت ښځينه بنديانې د ننګرهار په زندان کې ساتل کېږي.مسوولين وايي چې د امکاناتو او اسانتياوو د نشتوالي له امله ننګرهار ته د ښځينه بنديانو…
کابل (٤ زمرى ٩٦): د ملي امنيت عمومي رياست په کابل کې له چاودېدونکو توکو د ډک موټر د نيولو خبر ورکوي.د ملي امنيت رياست له مطبوعاتي دفتره نن استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رياست موظفينو يو هېنو موټر چې له چاودېدونکو توکو ډک و، د کابل چهار اسياب ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف او شنډ کړى دى.سرچينې…
جلال اباد (٤ زمرى ٩٦): سلګونو وسله والو طالبانو نن سهار د نورستان پر وانټ وايګل ولسوالۍ ډله ييز بريد کړی، خو چارواکي وايي چې بريد يې پر شا تمبول شوى دى.د وانټ وايګل ولسوال رحمت الله رحمتي د زمري په ٤مه وويل چې سلګونو وسله والو طالبانو پر ولسوالۍ له څلورو خواوو بريد کړی دی.هغه زياته کړه چې وسله…
جلال اباد (٤ زمرى ٩٦): په ننګرهار ولايت کې د امنيتي پېښو پر مهال د داعش او طالبانو لس وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د زمري په ٤مه وويل چې تېره ورځ د اچين ولسوالۍ د مامند درې په ساحه کې ګډو امنيتي ځواکونو د داعش وسله والو پر…
کندهار ښار (٤ زمرى ٩٦): د ملي دفاع وزارت وايي چې په کندهار ولايت کې د ملي اردو پر يوه قرارګاه ډله ييز بريد کې ٢٦ سرتېري وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.د ملي دفاع وزارت له خوا د زمري په ٤مه رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بريد تېره شپه د خاکرېز ولسوالۍ د…
ګردېز (٤ زمرى ٩٦): د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې د جاني خېلو ولسوالۍ په جګړه کې تر اوسه ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي او په همدغه شمېر نور ټپيان دي.تېره ورځ امنيتي سرچينو، د سيمې اوسېدونکو او وسله والو طالبانو وويل چې د جاني خېلو ولسوالۍ طالبانو نيولې ده.خو د کورنيو چارو وزارت او د پکتيا امنيتي چارواکو…
کابل (٣ زمرى ٩٦): د ښار پراختيا عالي شورا په غونډه کې د ښاري فاضلاب او اوبو رسونې د پالیسۍ طرحه تاييد شوه، خو څرګنده شوه چې د دې طرحې د لا بډاينې لپاره دې په دې طرحه لا نور کار هم وشي.له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ پرون…
کندهار (۳ زمری ۹۶): د کندهار امنیتي چارواکي وايي، په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د وسله والو له خوا د یرغمل شوو ملکي وګړو د برخلیک په اړه معلومات نشته.که څه هم چارواکو خبر ورکړی و چې کشفي ارګانونه د یرغمل شوو وګړو د ساتلو د ځای پر تثبیتولو کار کوي، څو هغوی د وسله والو له بنده خلاص کړي، خو…