چهارشنبه, ۱۹ غويی ۱۴۰۳

خبرونه

جلال اباد د ننګرهار هسکه مېنه کې بهرنيو ځواکونو پر ملکي خلکو هوايي بريدونه کړي چې له امله يې ۱۶ کسان وژل شوي دي .د چارواکو د معلوماتو له مخې، بهرنيو ځواکونو پرون دوه ځايه پرملکي خلکو بمبار کړی دی.د هسکې مېنې ولسوال سازولي شينواري د زمري په ۲۰مه وويل چې بهرنيو ځواکونو پرون له افغان ځواکونو سره په ګډه…
د خوست يوشمېر خلکو له شته نظام څخه د ملاتړ په يوه غونډه کې د ځينو کسانو له لوري د دولت ضد ائتلافونو له جوړېدو سره کلک مخالفت څرګند کړ.دا غونډه چې نن د خوست ښار د فوټبال په لوبغالي جوړه شوې وه، د دې ولايت له مرکز او ټولو ولسواليو څخه راغلو زرګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو، سپين ږيرو،…
دپکتيکا په ګومل ولسوالۍ کې دافغان ځواکونودعملياتو پرمهال دبهرنيو په ګډون ۱۵وسله وال وژل شوي او زيات شمېر نور ټپيان دي.پکتيکا کې د ملی اردو د شپږم کنډک قوماندان ډګروال محمد ايوب په دې اړه رسنیږ سره په خبرو کې وويل، چې افغان ګډو ځواکونو له تېرو دوه ورځو را هيسې د ګومل ولسوالۍ پر لاره عمليات پيل کړي دي.هغه…
جلال اباد د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند د ثمرخېلو سيمې اوسېدونکي شکايت کوي، چې پوليسو يې کورونه وران کړي او دوه کسان يې وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي.دوی د زمري په ۱۹مه د شپږو ساعتونو لپاره په اعتراضيه شکل د جلال اباد – تورخم لويه لاره د ترافيکو پرمخ تړلې وه او سلګونه موټر دواړو خواوو…
د ولايتي شوراګانو ځينو رئيسانو د ملي يووالي له حکومت څخه د ملاتړ ترڅنګ ويلي، چې هیڅ ائتلاف د حکومت مناسب بدیل نه شي کېدای.له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغې کتنه چې پرون ماښام ترسره شوه، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس عبدالمتین بېګ، د یادې ادارې د…
د حکومت اجراييه رياست د کابينې بشپړېدل د حکومت اصلي لومړيتوب بولي او وايي چې ټاکل شوې ده په کابينه کې به نور بدلونونه هم راشي. د حکومت د اجراييه رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل چې نن يې په کابل کې يوې خبري ناستې ته خبرې کولې، وويل چې په دې وروستيو کې د عامه ګټو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ…
جلال اباد نامعلومو وسله والو په رڼا ورځ په جلال اباد ښار کې د امنيې قوماندانۍ مخې ته د ننګرهار د ولايتي شورا د يو وکيل سکرټر وژلی دی.د ولايتي شورا مرستيال لعل محمد دراني د زمري په ۱۷مه وويل چې نا معلومو وسله والو د ولايتي شورا د وکيل اجمل عمر سکرټر ډاکتر مير محمد ملاخېل پر ډزو وژلی…
محمودراقي سېلاب قول اردو وايي چې په کاپيسا ولايت کې دوه ځانمرګي بريدګر موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوي دي.په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو له خوا د زمري په ١٧مه رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ مازيګر دوو موټرسايکل سپرو ځانمرګو بريدګرو غوښتل چې په تګاب ولسوالۍ کې پر دولتي ځواکونو…
کابل د کابل پوليس وايي چې کابل ښار کې يې د يوې کورنۍ د پنځو ماشومانو د وژنې په تړاو دوه کسان نيولي دي.د کابل پوليسو د ١٠١اسمايي زون له جنايي جرمونو سره د مبارزې مشر مل پاسوال محمد سالم الماس، په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې ياد دوه کسان تېره شپه نيول شوي دي.د نوموړى په خبره، ياد…
غزني ښار د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې د بريد په ترڅ کې اووه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي، طالبان هم دغه بريد تاييدوي.د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل د زمري په ١٧مه وويل چې تېره شپه په ګيلان ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو پر طالبانو هوايي بريد کړى دى.هغه وايي چې…
خوست ښار په خوست کې د کارډ- اېف موسسې له لوري د چرګانو د روزنې د جوړ شوو فارمونو د توليد لپاره د بازارموندنې مارکېټ پرانيستل شو.د خوست مرستيال والي شېربادشاه ارګوني د ياد مارکېټ د پرانيستې پر مهال وويل چې دغه مارکېټ د خوست ښار د بلند منزلو په سيمه کې پر اته سوه متره مربع ځمکه جوړ شوی…