چهارشنبه, ۱۹ غويی ۱۴۰۳

خبرونه

وسله والو طالبانو د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په يوه پرانيستي ليک کې ګواښ کړى چې که افغانستان ته يې نور سرتېري ولېږل؛ نو دوى به د امريکا له سيالو هېوادونو مرسته وغواړي.طالبانو دغه پرانيستى ليک د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نامه د زمري په ٢٥مه خپور کړى چې يوه کاپي يې رسنیو ته هم لېږل شوې…
په کندوز کې د ملي امنيت پر ځانګړو ځواکونو ځانمرګى بريد شوى چې په کې اتو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د کندوز د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال صفرمحمد اکبري د زمري په ٢٤مه وويل چې نن شاوخوا دوولس بجې د چهار درې ولسوالۍ په دوبندي سيمه کې د ملي امنيت پر ځانګړو ځواکونو ځانمرګى بريد شوى دى.هغه…
د حکومت اجرائيه مشر د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د يوه رسمي سفر په ترڅ کې بلاروس او قزاقستان هېوادونو ته روان شو.د حکومت د اجرائيه رياست د مطبوعاتي دفتر له لوري رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالله عبدالله نن سهار د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د يوه رسمي سفر په ترڅ کې بلاروس…
د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ جګړه شوې چې له امله يې د يو قوماندان په ګډون شپږو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.چارواکي وايي چې د نښتې پر مهال داعش وسله والو دوه کورونه هم سوځولي دي.د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال د زمري په…
د هېواد په شمال کې امنيتي ځواکونه وايي چې د طالبانو وياند د فارياب په غورماچ ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ټپي شوى، خو د داعش يو ډلمشر انورالحق جابر د جوزجان په قوش تپې ولسوالۍ کې وژل شوى دى.په شمال کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان بريد جنرال امان الله مبين وويل چې د…
د کابل ښار په امنيتي پلان کې لومړيتوب د پيلوماتيکو سيمو ته ورکړل شوى او دغه پلان به په يادو سيمو کې تر پلي کېدو وروسته د کابل ښار په ټولو سيمو او ولسواليو کې پلى شي.دغه څرګندونې د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال او د کابل پوليسو د اسمايي زون قوماندانۍ سرپرست لوى پاسوال محمد سالم احساس د زمري…
د بلخ ولايتي شورا د وکيل محمد اصف مومند دنده يې د غير حاضرۍ له امله ځنډولې خو مومند وايي چې ولايتي شورا دغه پرېکړه د بلخ د والي عطامحمد نور د فشار په پايله کې کړې ده.د بلخ ولايتي شورا رييس ډاکتر محمدافضل حديد د زمري په ۲۳مه وويل چې د دغې شورا وکيل محمد اصف مومند له تېرو…
روسيه وايي چې په افغانستان کې د امريکا نظامي ماموريت له ناکامۍ سره مخ دى او له دغه هېواده يې غوښتي چې له افغانستانه خپل پوځونه وباسي.دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف له يوې روسۍ ورځپاڼې سره په يوه تازه مرکه کې کړې دي.هغه زياته کړې: ((روسيې هېڅکله له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو په…
د اجرائيه رياست دويم مرستيال محمد محقق وايي چې د افغانستان تر څنګ پاکستان هم د ترهګرۍ ښکار دى او بلخوا یې په امنيتي او سياسي کچه د دواړو هېوادونو ترمنځ پر همکاريو ټينګار وکړ.محقق دغه څرګندونې تېره شپه د پاکستان د خپلواکۍ د اويايمې کاليزې د نمانځنې په مراسمو کې چې په کابل کې د دغه هېواد د سفارت…
د فارياب ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د ياد ولايت د غورماچ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له لوري سقوط شوې ده.د فارياب د والي وياند جاوېد بيدار وويل چې غورماچ ولسوالۍ د تازه دمو سرتېرو د نه رسېدو او پوځي تجهيزاتو د نه شتون له امله نن سهار د دولت له کنټرول بهر او د طالبانو له لوري…
په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه وايي چې د کونړ ولايت لپاره د داعش وسله والې ډلې مشر په يوه هوايي بريد کې وژل شوى دى.په کابل کې د يادو ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د زمري په ٢٣مه، رسنیو ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا هوايي بريد د تېرې پنجشنبې په ورځ د کونړ پر…