یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

خبرونه

د غوڅ ملاتړ ماموريت قومندان له افغانستان څخه د باندې د ترهګرو د ځالو پر له منځه وړلو ټينګار وکړ او د سولې خبرو ته د طالبانو پر بللو سربېره وويل چې د دغه ماموريت فعاليت به په افغانستان کې په راتلونکو مياشتو کې ډېر شي.دغه راز په افغانستان کې د امريکا شارژدافير د يوه داسې حکومت هيله وکړه چې…
 په پکتيا کې د برېښنا د وېش شبکه پرانيستل شوه او په لومړي پړاو کې به په مرکز ګردېز او وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې اتلس زره کورونو ته برېښنا ورکړل شي.مسوولين وايي چې پکتيا ته د برېښنا ورکولو درې پړاوونه درلودل، چې دوه يې بشپړ شوي او درېيم او وروستی يې هم د شبکې فعالول و، چې عملاً يې کار…
د اروزګان چارواکي ادعا کوي چې په مرکز ترينکوټ او دوو ولسواليو کې ٨٢ طالبان وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان دي.په اروزګان کې د ملي اردو د څلورمې لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قېمتي د وږي په لومړۍ نېټه خبريالانو ته وويل چې تېره شپه په مرکز ترينکوټ، دهراود او خاص اروزګان ولسواليو کې امنيتي ځواکونو هوايي بريدونه او…
ولسمشر غني د افغانستان په اړه د امريکا نوې ستراتيژۍ ته په اشارې وايي چې د دولت د وسله والو مخالفينو سياسي او ترهګريز عمر پاى ته په رسېدو دى، خو د دغې ډلې پر مخ د سولې دروازه خلاصه ده .ولسمشر غني دغه څرګندونې نن د وږي په لومړۍ نېټه د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو د پرستانو، د…
د هلمند په مرکز لښرګاه کې د ځانمرګي بريد له امله د ښځو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او د ماشومانو په ګډون ٤٢ تنه نور ټپيان دي.د دې بريد مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستى دى.د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي د وږي په لومړۍ نېټه وويل چې دغه بريد نن له غرمې مخکې شاوخوا…
د افغانستان او پاکستان یو شمېر خبریالانو د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د ليدنې پرمهال د دواړو هېوادونو د رسنيو د ګډ کمېسيون جوړېدو غوښتنه وکړه.دغه ليدنه چې د پاکستانې ورځپاڼې( نوای وقت) مرکزي دفتر کې د افغان خبریالانو پلاوي، ځينو پاکستاني خبریالانو او د ياد هېواد د اطلاعاتو وزارت د چارواکو تر منځ ترسره شوه، د سولې او…
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو مشر له افغان خبریالانو سره په خبرو کې له افغانستان سره د ډیورنډ فرضي کرښې پر امنيتي مديریت د ټنیګار تر څنګ وویل چې پر ياده کرښه پرتو سیمو کې امنیت د دواړو هېوادونو په ګټه دی. جنرال اصف غفور د وږي په ۲مه پېنډۍ کې له افغان خبریالانو سره په ناسته کې…
په کابل کې د امريکا سفارت سرپرست وايي چې د افغانستان مشران دې د ترهګرو پروړاندې د ټيکاو ساتلو په موخه، ټولو قومي ډلو ته لاس رسى زيات کړي او په حکومت کې دې د نوښت او د ټولو د لا ډېر ګډون لپاره هڅه وکړي. په کابل کې د امريکا سرپرست سفير هوګو لارنس(Hugo Llorens) د افغانستان لپاره د…
په لغمان ولایت کې د نښتې او د وسله والو پر پټنځايونو د افغان ځواکونو د هوايي بريدونو له امله اوو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره د وږي په لومړۍ نېټه رسنیو ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا هوايي بريدونه پرون د مرکز اړوند د حيدر…
يوشمېر افغانانو د امريکا نوې سټراټيژي د افغانستان په ګټه بللې او هرکلى يې ترې کړى؛ خو ځينې پردې باور دي چې دغه سټراټيژي د هېواد په ګټه نه ده او د جګړې ددوام لامل ګرځي.د امريکا متحده ايالاتو د نوې سټراټيژۍ له مخې چې نن ددغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا اعلان شوه، دغه هېواد له افغانستان…
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، په نوې ستراتيژۍ کې د پاکستان په اړه د امريکا دريځ د عطف نقطه بللې، خو ويلي يې دي چې د سولې پر ځاى پر جګړې د امريکا ټينګار غندي. د امريکا د نوې ستراتيژۍ له مخې چې نن اعلان شوه، دغه هېواد خپل پوځيان له افغانستان څخه نه باسي او ولسمشر يې (ډونالډ…