شنبه, ۰۸ غويی ۱۴۰۳

خبرونه

خوست ښار (۳ زمری ۹۶): په خوست کې د ايچ ای وي يا ايډز او د تور او سپين زېړي د درملنې، وقايې او د سلا مشورو روغتيايي مرکز پرانيستل شو.د خوست والي حکم خان حبيبي د زمري په ٣مه، د دغه روغتيايي مرکز د پرانيستل کېدو پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دغه مرکز باندې د عامې…
کابل (٣ زمرى ٩٦): افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلو غوراوي سياليو کې د شپږو پرله پسې برياوو خپلولو سره د دغو لوبډلو نړيوال جام ته لاره پيدا کړه.د څلورو هېوادونو په ګډون دا سيالۍ تېره اوونۍ په سينګاپور کې پيل شوې وې او نن د افغانستان په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.په دې سياليو کې افغانستان، نيپال، ماليزيا او…
فيض اباد (٣ زمرى ٩٦): د بدخشان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې په ياد ولايت کې د طالبانو له لوري د يفتل پايان ولسوالى پر بزګرانو د کرنيز کانال د اوبو بندلو له امله د شا وخوا لس زره جريبه ځمکې حاصلات له ګواښ سره مخ دي.د بدخشان ولايت د يفتل پايان ولسوال اما علي همدمي له رسنیو سره…
کابل (٣ زمرى ٩٦): د هېواد د ولسمشر د حکمونو له مخې، دوه تنه د نوماند وزيرانو په توګه، دوه رييسان، يو سلاکار، يو مرستيال او يو کس د والي په توګه وګومارل شول.د يادو حکومونو په هغې کاپي کې چې نن استول شوې، راغلي چې دوه تنه د ترانسپورت او سرحدونو او قبايلو چارو وزارتونو لپاره د نوماند وزيرانو…
کابل (٣ زمرى ٩٦): د افغانستان د خبريالانو د خونديتوب کمېټه د ٢٠١٧کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د هېواد په کچه له خبريالانو سره د تاوتريخوالي د ٧٣ قضيو د ثبت خبر ورکوي او وايي چې دا شمېرې د وروستيو ١٦ کلونو لومړيو شپږو مياشتو کې بې مخينې دي.د يادې کمېټې مشر نجيب شريفي نن د خبريالانو د خونديتوب…
کابل (٣ زمرى ٩٦) : پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د لاهور ښار پر چاودنې خواشيني څرګنده کړې او له دغه هېواد يې غوښتي چې له سخت دريځۍ او ترهګرۍ سره همکاري پرېږدي.پرون د پاکستان د پنجاب ايالت په لاهور ښار کې د يوې چاودنې له امله ٢٨ تنه ووژل شول او تر ٥٠ زيات ټپيان شوي وو چې…
کابل (٣ زمرى ٩٦): د حزب اسلامي مشر، قومونه د سولې او امنيت ټينګښت ته هڅوي، ټاکنې واک ته د رسېدو يوازينۍ لار بولي او وايي:"موږ پرېکړه کړې قاطع او جدي چاته اجازه نه ورکوو چې ارګ ته له دېوالونو ور واوړي".گلبدين حکمتيار، چې نن يې کابل کې په يوه غونډه کې د لويې پکتيا قومي مشرانو ته وينا کوله،…
کابل (٣ زمرى ٩٦): د ځمکو او اوبو عالي شورا غونډه کې د ځمکې ملي پالیسي او د هغې تطبیقي ستراتیژي تاييد شوه.د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ځمکو او اوبو عالي شورا غونډه، نن له غرمې مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوه.سرچينه…
کابل (٢ زمرى ٩٦): د افغانستان ژغورنې لار شورا، په هلمند کې له وسله والو طالبانو سره د دوه زره کسانو د زنداني کېدو او په جګړې د نيول شوو کسانو د نه اعدامولو په اړه د حکومت او طالبانو له هوکړې خبر ورکوي او له دواړو لوريو غواړي، څو زندانيان شکنجه نه کړي.د افغانستان ژغورنې لار شورا مشر سيداکبر…
ګردېز (٣ زمرى ٩٦) : د پکـتيا ولايت د جانيخېلو ولسوالۍ له سختې جګړې وروسته د وسله والو طالبانو لاسته ورغلې ده.په ياده ولسوالي کې له تېرو دوه ورځو راهيسې سخته جګړه روانه وه او پرون هم ځينې پوستې وسله والو مخالفينو نيولې وې.د پکـتيا امنيه قومندان مل پاسوال توريالي عبدياني د زمري په ٣مه، وويل، چې په پرونۍ جګړه…
لومړى تعقيب- ګردېز (٣ زمرى ٩٦): د کورنيو چارو وزارت د وسله والو طالبانو په لاس د پکتيا ولايت د جاني خېلو ولسوالۍ د سقوط خبره ردوي.نن سهار د جاني خېلو ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو او ځينو امنيتي سرچينو وويل چې وسله والو طالبانو یاده ولسوالۍ نيولې ده.خو د کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې…