په زړه پورې معلومات
په لندن کې اتومات ټکسیان فعالیږي
17 وږی 1396
تاند- د بریتانیا د ټکسي چلونې یوه کمپنۍ غواړي چې په لندن کې بې چلوونکي ټکسي سرویس پیل کړي.د بریتانیا په کیمریج ښار کې د ټکسي چلونې یوه شرکت په لندن ښار کې د بې چلوونکي یا اتومات ټکسي د خدماتو د پیلولو لپاره د ۱۶ ملیونه او ۴ لکه ډالرو معادل پانګونه کړې ده.دا په یوه اروپايي هیواد کې…
د جاپان شهزادګۍ خپل سلطنتي موقف له مینې جار کړ
17 وږی 1396
تاند- د جاپان د امپراتور ماڼۍ اعلان وکړ چې شهزادګۍ (ماکو) د حقوقو له یوه لیسانس (کیي کومورو) سره کوژده کړې ده.شهزادګۍ ماکو وايي«خوشاله یم چې د امپراتور له موافقې وروسته زموږ په نامه کېدا تایید شوه.»دواړه ۲۵ کلن دي. دوی ۵ کاله وړاندې، چې د توکیو په کریستیان نړیوال پوهنتون کې محصلان ول، سره ولیدل.ښاغلی کومورو وايي«وروسته له دې…
پر ټولنیزو شبکو د ژوندیو خپرونو لپاره کوچنۍ کمره
09 وږی 1396
تاند- د الیکترونیکي وسایلو د تولید کمپنۍ ابیکویتي لیبز یوه کوچنۍ کمره جوړه کړې چې د غاړکۍ په شان ده او ورڅخه په یوټیوب کې په مستقیمم یا ژوندۍ بڼه ویدیو خپرېدای شي.د نیواتلس د راپور له مخې، که څه هم اکثره موبایل ټېلفونه کمرې لري چې ورباندې فلم واخیستل شي خو د دې نوې کمرې ځانګړتیا دا ده چې…
د امریکا پوځ د بې چلوونکو زغرګاډو مانوره وکړه
09 وږی 1396
تاند- د امریکا پوځ په وروستیو ورځو کې په جورجیا ایالت کې د بې چلوونکو زغرګاډو او موټرو مانوره یا پوځي مشق وکړ.د انټرنشنل بیزنس ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا پوځ له ډېرو کلونو راهیسې له بې پېلوټه الوتکو کار اخلي خو دا لومړی ځل دی چې بې چلوونکي پوځي نقلیه وسایط یې جوړ کړي او کار…
کینیا د پلاستیکي کڅوړو په کارولو او جوړولو بندیز ولګاوه.د دغه افریقايي هیواد حکومت د بندیز په اړه د محکمې له پرېکړې وروسته ویلي چې که چا د پلاستیکو کڅوړو د استعمال او تولید بندیز رعایت نه کړ، تر ۴ کاله بندي کېدای شي.د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، دې هیواد همداراز اعلان کړی چې سرغړونکو ته لویه…
د ګوګل عینکې د کمپیوټر اړتیا پای ته رسوي
27 زمری 1396
تاند- ګوګل چې په تېرو کلونو کې یې د ځیرکو یا سمارت عینکو په جوړولو کې تجربې بریالۍ نه وې، دا ځل پر خپلو عینکو باوري دی.د ګوګل نوې عینکې، چې بیه یې له ۱۵۰۰ تر ۱۸۲۹ ډالره ایښودل شوې، داسې جوړې شوي چې د مېز شاته کمپیوټر ته د کښېناستو له اړتیا مو خلاصوي.د ګوګل له مخکنیو عینکو سره…
په چین کې ۵ زره ډالري برقي موټر راووتل
27 زمری 1396
تاند- مشهورې امریکايي کمپنۍ (جنرال موټرز) د چینایانو له وس سره سم پنځه زره ډالري برقي موټر جوړ او د چین بازارونو ته راایستلي دي.دا موټر (Baojun E100) نومېږي او یوازې په چین کې پلورل کېږي. په دومره بیه په امریکا کې یو موټرسایکل هم څوک اخیستلی نه شي.له جنرال موټرز سره د دغه موټر په جوړولو کې د چین…
په سایبریا کې د ډایناسورانو هدیره وموندل شوه
27 زمری 1396
تاند- د روسیې په سایبریا کې په تصادفي ډول د ډایناسورانو هدیره وموندل شوه. په دې هدیره کې ځینې هډوکي له ۱۰۰ تر ۱۲۰۰ ملیون کاله پخواني دي.د بریتانیا د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د سایبریا د تومسک د ایالتي پوهنتون څېړونکو دا هدیره په تصادفي ډول په کراسنویارسک سیمه کې موندلې ده.دوی باور لري چې لرغونو…
ګوګل کمپنۍ د لومړي ځل لپاره موبایل ټېلفون جوړ کړ
03 زمری 1396
تاند- ګوګل کمپنۍ د پیکسل په نوم یو نوی ټېلفون بازار ته راوایست چې د روبوټ په شان هرکاره دی.دا ټېلفون، چې د ګوکل لومړنی موبایل ټېلفون دی، د نورو موبایل ټېلفونونو په شان ښکاري، رنګ یې نقره يي او سپین دی خو له وسپنې او شیشې جوړ شوی دی.دا ټېلفون د نورو موبایل ټېلفونونو په شان زخیره، کمره، د…
د مځکې یوازې ۱۰۰۰ کاله عمر پاتې دی
03 زمری 1396
نامتو بریتانیايي فزیکپوه سټیفن هاوکینګ باور لري چې انسانان یوازې زر کاله نور پر مځکه ژوند کولی شي.د ډیلي مېل بریتانیايي ورځپاڼې د راپور له مخې، پروفیسر هاوکینګ، چې د فضايي علومو په برخه کې یې پراخې څېړنې کړي، د مځکې کُرې ته د ورپېښو خطرونو یادونه وکړه، ویې ویل چې ممکن د یوې ناڅاپي اتومي جګړې یا د مصنوعي…
د هلمند پوهنتون استاد پوهنيار محمد موسی علمي د کانګريټو د يوې آلې تر اختراع وروسته د کانګريټو يو نوی مخلوط ډېزاين کړی دی.د کانګريټو دا نوی مخلوط ډيزاين د کانګريټو نړيوال کنفرانس کې منل شوی دی چې د جرمني هېواد د درسدن ښار په تخنيکي پوهنتون کې جوړ شوی و.د درسدن پوهنتون چې هر کال ورته له ټولې نړۍ…