په زړه پورې معلومات

تاریخ کې اول ځل پر ۶۲۹ زېږیز یا شپږم سپوږمیز کال د اسلام د ستر پېغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) په مشرۍ حج وشو او له هغه راهیسې دا فرض هر کال ادا کېږي.اوس چې د کورونا له امله حج محدود شوی، ممکن له ډېرو سره دا فکر وي چې دا پېښه به اول ځل وي، خو په تاریخ کې ۴۰…
د هغې ابتدايي وسلې انځور خپور شوی چې ویل کېږي چینايی ځواکونو د تېرې دوشنبې پر ورځ له هندي سرتېرو سره د لانجمنې سرحدي سیمې په اوږدو کې د یوې وژونکې شخړې پرمهال کارولې ده. په ګالوان دره کې په دې شخړه کې لږ تر لږه ۲۰ هندي سرتېري وژل شوي او د دواړو ځواکمنو هېوادونو ترمنخ یې ترېنګلتیا زیاته…
يو شمېر لوېدېځو رسنيو د اروپايي روغتياپالانو او ساينس پبوهانو هغه څېړنه او مونده رسنيزه کړې ده چې په کې ادعا کيږي چې کرونا ويروس په مصنوعي ډول جوړ شوی دی. روغتيا پالان وايي چې کرونا ويروس په طعبيي ډول سره د ماښام څکلکي په وسيله انسان ته نه دی لېږدول شوی، بلکې دغه ويروس په مصنوعي ډول په لابراتوار…
لیکوال: ګل ولي ارینګرځنده تلیفونونه(موبایلونه) د نني عصر د انسان له عمدۀ او مهمو ضرورتونو څخه شمېرل کیږي، د یوویشتمې پېړۍ انسان، موبایل ته د بدن د یوۀ غړي په څېر په ارزښت او اهمیت قایل دی.نژدې ټول بالغ انسانان موبایل کارَوي او د موبایل په وسیله خپلې ورځنۍ چارې تنظیموي. خو ډېر لږ یې د موبایل د دوامداره کارؤنې…
(شنبه. د ثور ۲۷) د امریکا په متحدو ایالتونو کې ساینس څېړونکي د داسې ماسکونو پر جوړولو بوخت دي چې که اغوستونکی یې د کورونا په وایرس له اخته کس سره مخامخ شي، نو ځلېدونکې رڼا خپروي.د بریتانیا د ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، د هارورډ پوهنتون څېړونکي د دغو ماسکونو پر جوړولو کار کوي.د دې هدف لپاره…

اوزون

27 غويی 1399
اوزون د درې اتومه اکسېجن O3 څخه عبارت دی چې د لمر د وړانګو په شتون کې منځ ته راځي، او د همدې پروسې د کړنو او انفعال په پایله کې دلمر ضررناکې وړانګې د ځمکې د سطحې څخه دفع کوي او نه پرېږدي چې د لمر هغه مضرې او ضرري وړانګې د ځمکې سطحې ته ورسېږي. د اوزون پوړۍ …
یادونه: دا معلوماتي لیکنه په پراګ کې د افغانستان د سفارت په فیسبوک پاڼه خپره شوې ده. چنار راډیو یې ترې په مننه خپروي. تاسو کولی شئ چې د سفارت پاڼه د دې لېنک په کېکاږلو وګورئ او لایک یې کړئ.پراګ چې چکي نوم یې پراها (Praha) دی د چک جمهوریت پلازمېنه ده. پخوانۍ چکوسلواکیا په ۱۹۹۳ کال کې دوه…
لیکنه: احسان الله سموند ټولنيزو شبکو پيل د شلمې پېړۍ په وروستيو کلونو کې له ياهو مسنجر څخه وشو.د دې سايټونو د رامنځته کېدو اصلي هدف د خلکو ترمنځ خواله او ګپ شپ وو چې تر اوسنيو سايټونو مخکې يې همدا بڼه درلوده، خو کرار، کرار په ټوله نړۍ کې په سياسي چارو او مسايلو کې د دې شبکو اغېز…
ژباړونکي: انجنیر ذبیح الله ابراهیمي كه څه هم لسګونه ميليونه كسان هره ورځ لږ تر لږه يو ځل د فېسبوك پاڼې ته ننوځي خو د دې جهاني شبكې په اړه معلومات نه لري.پوهان وايي چې د فېسبوك او ګوګل په څېر پاڼې د كاروونكو په اړه د دوى د مور- پلار، د كورنيو د غړو، نږدې ملګرو او حتى پوليسو…
روح الله تلاش د اروپا کمیسیون د شمېر ادارې «یورو ستات» د یو راپور په خپرولو سره اعلان کړی چې د فنلند هېواد وګړي د نورو اروپايي هېوادونو خلکو په پرتله له خپل ژوند څخه ډېر رضایت لري.د «یورو ستات» دا راپور په تېر «۲۰۱۸» م کال کې په بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې د خلکو ژوند ارزولی، چې دوی څومره…
په هند کې د پیسو په بدل کې د بل چا د ماشوم د میندوارۍ او زېږونې کاروبار په دې وروستیو کې د نویو بندیزونو له لګېدو وروسته لا نور کم شوی دی.حکومت اوس غواړي، چې په دغه قانون کې د نورو بدلونو په راوستو په دې برخه کې محدودیتونه لا ډېر کړي.۲۳ کلنه جوتي د هند په پلازمېنه ډیلي…