په زړه پورې معلومات
د نړۍ تر ټولو ښه ودانۍ
05 ليندی 1397
دا په برازیل کې د امازون سین په وروستۍ برخه کې د ماشومانو د یوه کلیوالي ښوونځي ودانۍ ده. دا ودانۍ، چې د برازیل له پلازمېنې برازیلیا ۳۷۰ کیلو متره شمال ختیځې خوا ته په توکانتینس ولایت کې د شولو د کروندو په څنګ کې جوړه شوې، د معمارۍ له نظره د نړۍ تر ټولو ښه ودانۍ ګڼل شوې ده.…
د مځکې خوا ته راروان جسم د نورو مخلوقاتو دی
18 لړم 1397
ساینسپوهان وايي، هغه اسماني جسم چې د مځکې لور ته راروان دی ممکن د ژوند د نښو د موندلو لپاره د نورو مخلوقاتو یوه ستره ستوربېړۍ وي.د نیویارک پوسټ د راپور له مخې، په کلیفورنیا کې د هارورد نجومي فزیک د اسماني اجرامو او شهابونو مرکز څېړونکو د دې اسماني جسم څرک لګولی چې د مځکې په لور په خورا…
بریتانیايي څېړونکو داسې کمپیوټر جوړ کړ چې په یوه ثانیه کې تر ۲۰۰ ملیونه زیاتې محاسبې کولی شي او د انسان د مازغو په شان کار کوي.دا کمپیوټر، چې پر جوړولو یې نژدې ۲۰ ملیون ډالره لګېدلي، د نړۍ تر ټولو پرمختللی کمپیوټر دی.د دې کمبیوټر، چې (SpiNNaker) نومېږي، پروسیسر یو ملیون کورونه (Cores) لري.د بریتانیا د مانچستر پوهنتون څېړونکو…
اسماني ډبره او د شمسي نظام د تکامل راز
18 لړم 1397
د ساینسي علومو څېړونکي زموږ د خپل شمسي نظام د تکامل پر راز د پوهېدو لپاره پر یوه ډبرین شهاب یا اسماني ډبرې، چې ۴ ملیارده او ۵۶۵ ملیون کاله پخوانۍ ده او په موریتانیا کې موندل شوې ده، څېړنې کوي.د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، دا اسماني ډبره تر ټولو پخوانۍ ده چې تراوسه پورې انسانانو موندلې…
د جاپاني زده کوونکو په منځ کې ځانوژنې ډېرې شوي
18 لړم 1397
د جاپان د پوهنې وزارت وايي چې د دوی له شمېرنو سره سم په دې هیواد کې د کم عمره زده کوونکو د ځانوژنو شمېر په تېرو ۳۰ کلونو کې تر ټولو لوړ حد ته رسېدلی دی.د جاپان د پوهنې وزارت په وینا د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ په تعلیمي کال کې نژدې ۲۵۰ زده کوونکو ځانونه وژلي چې د ورتېر…
د اپل د بې چلوونکي موټر د شیشې کمال
18 لړم 1397
اپل کمپنۍ د اتومات یا بې چلوونکو موټرو په مخکینۍ شیشه کې د یوه داسې سکرین د اختراع حق ثبت کړ چې د موټر او د هغه د سپرلیو ترمنځ ارتباط ټینګوي.دا شیشه د لارې حالت او نقشه په بې چلوونکي موټر کې ثبتوي.اپل له یوې مودې راهیسې د بې چلوونکو موټرو په ازمېښت بوخت دی خو د خپلې دې…
په نوي درمل د بېرته ځوانېدو نوې هیلې
27 وږی 1397
له زړښت سره د مقابلې لپاره د یوه نوي درمل لومړنۍ نتیجې بې سارې ښکاري او هیله کېدای شي چې تر ۲۰۲۰ پورې به دا درمل استفادې ته بشپړ تیار شي او د انسان عمر به تر ۱۵۰ کلونو پورې اوږد کړي.د بریتانیا د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د هاروارډ پوهنتون د طب پوهنځي د…
ناسا وايي، په مشتري کې یې اوبه موندلي
10 وږی 1397
ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره وايي، په مشتري کې یې اوبه موندلي دي.د نیویارک پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، څېړونکي وايي، د مشتري په غټه سره داره (Jupiter’s Great Red Spot) کې یې د اوبو ورېځې موندلي او له دې داسې ښکاري چې په دې سیاره کې ژوند شته.د مشتري دا غټه سره داره له ۱۸۳۰…
پاکستاني ډاکتر کاشف ثمین چې۴۲ کاله عمر لري ادعا کړې وه چې ۴۶ کاله تجربه لري.کاشف ثمین وروسته له هغه په طبي څانګه کې د تل لپاره له کار کولو څخه منع کړای شو چې د خپلې تجربې او د پوهنتون د ډګرۍ په رابطه یې دروغ رسوا شول.د برتانیا یوې عدلي محکمې د روانې میاشتې په پیل کې په…
محمدحامد اکبري دا وړاندوينه چې ګواکې يوه ورځ به د نړۍ کنټرول روباټونه په لاس کې واخلي د ډېرو په باور يو خوب او خيال دی؛ مګر په دې وروستيو کې ځينو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې تر ۲۰۴۸ زيږديز کال پورې ښايي دا حالت رامنځته شي.د ډاکتر ايان پيرسون په خبره د ځمکې پر مخ د روباټونو شمېر به په…
ولې مئينږو؟ | ژباړه: محمدحامد اکبري
07 غويی 1397
په يوه کلمه يا يوه جمله کې د مينې بشپړ تصوير وړاندې کول ناشونې ده، تر اوسه پورې هېچا د مينې لپاره روښانه تعريف نه دی وړاندې کړی؛ ارواپوهان له اوږدې مودې راهيسې د مينې او مئينتوب په اړه څېړنې کوي خو د مينې مانا ته په رسېدو کې پاتې راغلي، هغوی له کلونو کلونو پلټنو وروسته لاهم يو له…