دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

خبرونه

د افغانستان بانک خلکو او سوداګرو ته خبرداری ورکړی چې په معاملاتو کې د افغانۍ پر ځای د بهرنیو اسعارو له کارولو څخه ډډه وکړي. یاد بانک خبرداری ورکړی، که هېوادوال تر ټاکلې نېټې خپلې راکړې ورکړې په افغانیو و نه کړي، له قانوني چلند سره به مخ شي. د افغانستان بانک په کندهار، هلمند، زابل، اروزګان او ډایکنډي ولایتونو…
په تورخم کې د افغان سوداګرو مالونه لا هم بند پاتې دي او د دې دروازې د پرانیستلو هڅې تر دې دمه ناکامې شوې دي. بلخوا، د پاکستان ډان ورځپاڼې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې «زهرا بلوچ» له قوله ویلي چې اسلامي امارت د پاکستان په خاوره کې ناقانونه ودانۍ جوړوي، نو ځکه یې دغه لاره تړلې ده. خو…
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پولیسو له خوا د افغانانو نیولو لړۍ ډېره چټکه شوې او ګڼ شمېر هغه افغانان هم نیول شوي چې قانوني اسناد لري. د سند ایالت والي «کامران ټېسوري» په یوه ویډیویي پیغام کې خبرداری ورکړی چې ناقانونه افغانان دې په دوو اونیو کې له پاکستان څخه ووځي، کنه لس کاله به په زندان…
نن د افغانستان او هانګ کانګ د فوټبال د ۲۳کلنو ملي ټیمونو تر منځ په تاشکند کې لوبه تر سره کېږي. د اسیا د فوټبال فدراسیون ویلي، دواړې لوبډلې په یوه تدارکاتي سیالۍ کې سره مخ کېږي او دا لوبه یې اسیا جام ته له پرمختګ سره مرسته نه کوي. د افغانستان د فوټبال ۲۳کلنې لوبډلې له هانګ کانګ سره…
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې یو میلیون میندې او ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي په برخه کې له مرستو محروم شوي دي. د یادې ادارې پر ایکس (ټوېټرپاڼه) لیکل شوي چې دغه خواړه د خوارځواکۍ مخنیوي لپاره خورا مهم دي او که په دې برخه کې مرستې وځنډېږي، حالات به تر دې هم ناوړه…
نن د سپټمبر ۱۱مه د امریکا په نیویارک ښار کې پر دوو نړیوالو سوداګریزو مرکزونو د برید له ۲۲مې کلیزې سره برابره ده. د ۲۰۰۱میلادي کال د سپټمبر پر ۱۱ مه په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز پر ودانۍ د الوتکو په وسیله برید وشو چې له کبله یې شاوخوا درې زره کسان ووژل شول. امریکا د دغو بریدونو…
د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وایي چې د نجونو زده کړې د ټولنې اړتیا ده چې له شرايطو سره سم به دغه ستونزه هواره شي. له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د اسلامي همکاريو سازمان له پلاوي سره په کتنه کې ویلي، افغانستان د…
په افغانستان کې د سلګونه زره میندو او ماشومانو لپاره د اړینو مرستو ځنډېدل. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، سږ کال د بودیجې کمښت له امله یو میلیون ښځو او اوه لکه ماشومانو ته مرستې ونه رسېدې. اوچا په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د بودجې د کمښته له کبله یې…
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام یا «یو.این.ډي.پي» ویلي چې د افغان سوداګرو مېرمنو د لاسنیوي په هدف یې خپلې هڅې پیل کړې دي. د دې ادارې پر ټوېټرپاڼه لیکل شوي چې ۲۵ تنه سوداګرې مېرمنې یې په یوه روزنیز کورس کې شاملې کړې چې په دې برخه کې اړوند مهارتونه زده کړي. یادې ادارې ویلي چې په درې ورځني روزنیز…
په کابل کې د ایران سفیر وایي، د دغه هېواد د قضایه قوې پلاوی به په نږدې راتلوونکي کې کابل ته راشي. نوموړی ریاتوي چې د غه پلاوی به د قضايي همکارۍ او په اعدام محکوم شویو افغانانو دوسیو ته د لاسرسي په اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې وکړي. له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې…
د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل په ګمرک کې یې هغه ۴۴ ورک شوي موټر موندلي چې د اسنادو جوړولو او محصول کولو لپاره دغه ګمرک ته وړل شوي وو. د یاد وزارت وياند عبدالمتین قانع پر ټوېټر‌پاڼه ليکلي، هغه ۴۴ موټر چې پخوا ورک شوي وو، اوس د یو کیلي موټرو په نوم د ګمرکي محصول د ورکړې…