پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

خبرونه

د مالیې وزارت وایي چې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو زیات شمېر قاچاقي توکي نیولي. د یاد وزارت پر ایکس‌پاڼه لیکل شوي چې د ګمرکونو ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو د هلمند ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۸۸۱کارتنه روب، ۷۴۴۰کیلو ګرامه ګوړه، ۲۳۰۰ کیلو ګرامه چاکلېټ، ۳ عرادې بې اسناده موټر او ۳۱ عرادې جاپاني هنډا موټرسایکلونه…
د لوړو زده کړو وزارت وايي، د تحصیلي نصاب د بیا کتنې او پراختیا کارونه په چټکۍ سره روان دي. د دغه وزارت د نصاب رییس زیاتوي په تېرو دوو کلونو کې د تحصیلي نصاب د بیا کتنې کار ۷۰ سلنه مخته تللی دی. نوموړی وايي په څه باندې ۱۰۰ پوهځیو د بیا کتنې کار روان دی، د ۷۳ پوهنځیو…
د افغانستان سرپرست حکومت وایي، د نومبر میاشتې له پيل تر اوسه له پاکستانه څه باندې ۴۵۰ زره افغانان رایستل شوي دي. د سرپرست حکومت ویاند وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر لا هم دوام لري او په وینا یې سرپرست حکومت هڅې کوي، چې د راستانه شویو کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي. له دې سره سم…
د افغانستان سرپرست حکومت وایي، د نومبر میاشتې له پيل تر اوسه له پاکستانه څه باندې ۴۵۰ زره افغانان رایستل شوي دي. د سرپرست حکومت ویاند وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر لا هم دوام لري او په وینا یې سرپرست حکومت هڅې کوي، چې د راستانه شویو کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي. له دې سره سم…
د چنار راډيو رئیس سباوون مهیدي او د چنار راډيو د نشراتو مدیر عصمت الله حلیم د ۲۶ ساعتونو وروسته د طالبانو د اسختبارتو ریاست له زندان څخه خوشي شوي دي. د چنار راډيو یادو دوو لوړ رتبه کارکوونکو له خوشي کیدو وروسته ویلي، چې له دوی څخه د رسنیزو فعالیتونو او خبري خپرونو د چمتو کولو په اړه ورڅخه…
د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، پاکستاني لوري له پرون ورځې راهیسې له افغانستانه د ورتلونکو هغو افغان ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه تړلې ده چې پاسپورټ او وېزه نه لري. مخکې د یوې هوکړې له مخې پاکستاني چارواکو تورخم دروازه کې افغان ناروغانو ته اجازه ورکوله چې له وېزې پرته دغه هېواد ته د درملنې لپاره ولاړ شي. د…
کورنیو چارو وزارت ویلي چې نامعلومو وسله‌والو د هرات په جبراییل ښارګوټي کې د دوو اهل تشیع عالمانو په ګډون شپږ تنه په ډزو وژلي دي. دا پېښه پرون ناوخته د هرات د ۱۳مې حوزې اړوند د جبراییل ښارګوټي په کره ملي سیمه کې رامنځته شوې ده. د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر ایکس پاڼه دغه پېښه غندلې او…
د کابل امنیه قومانداني وایي چې د یوه خصوصي تلویزیون د پخوانۍ کارکوونکې حسنا سادات د وژنې په اړه څېړنې پیل شوې دي. دا نجلۍ د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې وژل شوې ده. د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر ایکس پاڼه لیکلي چې سادات د قلع فتح الله په سیمه کې له خپل کور…
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي چې تر راتلونکې یوې میاشتې به د ټولو غیر قانوني افغان او نورو کډوالو د ایستلو لړۍ بشپړه کړي. د انډیپنډنټ ورځپاڼې د خبر له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر «سرفراز بګتي» ویلي چې په افغانستان کې امن دی او ټول افغان کډوال باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. نوموړي…
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وایي، ایرلینډ د افغانستان د مرستې له صندوق سره ۵۰۰ زره یورو مرسته کړې ده. د یادې ادارې پر ایکس‌پاڼه لیکل شوي چې ایرلنډ له ۲۰۲۰ میلادي کال راهیسې د افغانستان د مرستې له صندوق سره د شاوخوا ۶.۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده. اوچا ادارې تر دې وړاندې ویلي…
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې تر دې وروسته به د افغانستان د لاریو له ټولو چلوونکو څخه وېزه غوښتل کېږي. د یاد وزارت ویاندې «ممتاز زهرا بلوچ» له یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته د سوداګریزو مالونو د وړونکو لاریو چلوونکي باید د پاکستان وېزې ترلاسه کړي. هغې…