شنبه, ۰۸ غويی ۱۴۰۳

خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د روانې میاشتې له پیل راهیسې په افغانستان کې د شدیدو تنفسي ناروغیو له امله ۱۹۷ کسان مړه شوي. یاد سازمان د ساري ناروغیو د خپرېدو د راپور په خپرولو سره ویلي چې په مړو شویو کې تر ۸۳ فیصده زیات له پنځو کلونو کم عمره ماشومان او تر ۴۴ فیصده زیاتې ښځې دي.…
رسنیو ته رسیدلي معلومات ښيي، چې شمالي کوریا د کی ( k) په نوم ډرامې لیدو په تور دوه تنکي ځوانان په ۱۲ کاله بند محکوم کړي دي. رسنیو هغه ویډیو تر لاسه کړې، چې ښيي ۲۰۲۲ کال کې د سلګونو زده کوونکو له مخې په یوه لوبغالي کې د دوو ۱۶ کلنو ځوانانو لاسونو ته ولچک ور اچول کېږي.…
پاکستاني چارواکو ویلي، له افغانستان سره د سوداګرۍ او د ویزو د بندیز په اړه راپورونه په کلکه ردوي. پاکستاني رسنیو د دغه هېواد دبهرنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله ویلي چې په کابل کې د دوی سفارت د ویزو په برخه کې د رامنځته شوې تخنیکي ستونزې په حل کار کوي. یادې سرچینې زیاتوي هغه راپورونه چې ګواکې…
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او سفیر حسن کاظمي قمي چې پاکستان ته تللی، پرون یې د دغه هېواد د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو له وزیر سره یې په لیدنه کې د افغانستان او امنیتي مسایلو په تړاو خبرې کړې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې جلیل…
د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې ۱۵.۲ مېلیونه کسانو سره د مرستو لپاره ۶۷۰ مېلیونه ډالرو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن دوجاریک ویلي، چې د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د خوړو د نه خوندیتوب له ناورینه خبرداری ورکوي او وایي چې اوسمهال په دغه هېواد کې په…
د بدخشان والي وايي چې د دغه ولايت له کوچني پامير د چين تر پولې د سړک رغولو چارې بشپړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به يې د پخولو کارونه هم پيل شي. تر دې مخکې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ویلي وو، چې افغانستان به ډېر ژر له ګاونډي چین هېواد سره ونښلول شي. د سرپرست حکومت د…
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین عبدالقاهر ادریس وايي چې په ننګرهار کې د ۵۱ نیم میلیونو افغانیو په لګښت د کابل کمپ ګمرک لپاره د احاطې جوړولو چارې پیل شوې چې کارونه به یې په لسو میاشتو کې بشپړ شي. نوموړي وویل، په پام کې لري، څو د هېواد په کچه نورې لویې انکشافي پروژې هم په…
د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر ویلي د پاکستان لنډمهالۍ حکومت له دې وروسته له افغانستان سره پر ټولو لارو د «یو سند رژیم» پلی کوي. جان اڅکزي ویلي، پر ویزې تګ راتګ د پاکستان د ملي امنیت مسله ده او زیاته کړې یې ده چې دا پرېکړه په هره بیه او د هرې قربانۍ په بدل کې پلې کوي. اڅکزي…
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، حسین امیرعبداللهیان د هند د بهرنیو چارو له وزیر، جې شنکر سره په لیدنه کې په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړي دي. د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزیر چې د تهران په سفر تللی، له ایراني لوري سره یې د سیمې او نړۍ…
د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د لومړي ځل لپاره مخابراتي اسانتیاوې برابرې شوې دي. د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس ویلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت په واکمنېدو سره د دغه ولایت په جاني خېلو، زرمت، لجې او ځدراڼ مېشتو ولسوالیو…
افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي چې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله یې هم په کابل کې ۶ روغتونونو ته د درملنې لپاره ور وپېژندله. د یادې ټولنې پر ایکس‌پاڼه لیکل شوي، ۶۵ماشومان چې اوسمهال د سوري زړه له ناروغۍ کړېږي، په دغو روغتونونو کې به تر درملنې لاندې ونیول شي او لګښت یې د…