شنبه, ۰۸ غويی ۱۴۰۳

خبرونه

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د ورښتونو او سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی. یاد وزارت دغه ولایتونه چې د وري میاشتې په دویمه نېټه د اټکل له مخې یاد کړي، بدخشان، تخار، کندز، بلخ، بغلان، پنجشیر، نورستان، پروان، سمنګان، بامیان او سالنګونه دي. د دې ادارې د مسوولینو په…
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، دوی د جګړې غوښتونکي نه دي، خو کولای شي چې د خرابو اړیکو په صورت کې د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټي لارې بندې کړي. نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي چې پاکستان او افغانستان په دا ډول اړیکو سره دوام نه شي کولای. په همدې…
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید رسنیو ته ، په دغه ځانمرګي برید کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي. نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي. دغه پېښه د کندهار زړې قومندانۍ ته څېرمه د کابل بانک یوې څانګې ته نږدې شوې ده. د کورنیو چارو وزارت په کندهار کې ځانمرګی برید…
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې ۱۲۷افغان کډوال د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. د تورخم سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۲۵ کورنۍ چې ټولټال ۱۲۷ کسان کېږي په جبري توګه له پاکستانه ستنې کړای شوي دي. د دغه امریت په وینا، دغه کډوال د کډوالو چارو په…
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د پاکستان او ازبکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره په جلا جلا ټلیفوني اړیکو کې پر بیلابیلو مسایلو خبرې کړې دي. نوموړي، خپل پاکستاني سیال، محمد اسحق ډار ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ټاکل کیدو مبارکي ویلې او هیله یې ښودلې چې د هغه ټاکنه به د دواړو هیوادونو…
د کرکټ نړیوالې شورا په یوه تازه پرېکړه کې د توپ‌ اچوونکو لپاره نوی قانون تصویب کړ. د دې قانون له مخې هر توپ‌اچوونکی مکلف دی، چې د لومړي اور په پای ته رسېدو سره سم په ۶۰ ثانیو کې دننه ـ دننه توپ ‌اچونې ته راشي. که چېرته له دوو اخطاریو وروسته بیا هم په ټاکلي وخت کې توپ‌اچونې…
د زابل ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې په نشه يي توکو د ۲۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده. په دغه ولایت کې د نشه یي توکو د ۵۰ بستریز روغتون مسوول سيد امين ثاقب وایي، چې کې په تېرو شپږو میاشتو له دغه ولایت څخه په نشه يي توکو د راټول شویو…
د زابل ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې په نشه يي توکو د ۲۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده. په دغه ولایت کې د نشه یي توکو د ۵۰ بستریز روغتون مسوول سيد امين ثاقب وایي، چې کې په تېرو شپږو میاشتو له دغه ولایت څخه په نشه يي توکو د راټول شویو…
د افغانستان لپاره د امریکا سفیرې «کرن ډیکر» د افغانستان په اړه په دوحه کې د جوړې شوې غونډې هرکلی کړی او زیاتوي چې د افغانانو لپاره د امریکا ژمنتیا پر خپل ځای ده. ډیکر پر اېکس‌پاڼه لیکلي، د هغو ټولو هېوادونو او ګډونوالو له همکاریو مننه کوي چې د دوحې په غونډه کې یې ګډون کړی و. نوموړې ویلي،…
د جاپان هېواد سفیر ویلي چې د نړۍ او افغانستان تر منځ د اړیکو په جوړېدو او ټینګښت کې مهم رول لوبوي او له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. تاکاشي کورومیا پرون ناوخته د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې دا څرګندونې کړې دي. ده زیاته کړې چې د دوحې په ناسته کې…
د افغانستان له پېښو سره د مبارزې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سلواغې میاشتې له ۲۹مې نېټې څخه تر ۳۰مې پورې د واورې او ورښتونو له کبله په نورستان، پنجشېر، کابل، پکتیا، لغمان، ارزګان، خوست، بدخشان، بلخ، نیمروز، بغلان، جوزجان او کاپیسا ولایتونو کې ۲۶ کسان وژل شوي او ته نور ټپیان دي. د…