شنبه, ۰۸ غويی ۱۴۰۳

خبرونه

د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي چې د اریانا افغان هوايي شرکت به ډېر ژر له خوست څخه متحده عربي اماراتو ته خپلې الوتنې پېل کړي. د دغه وزارت ویاند وايي، هڅه کوي چې د هېواد ټول هوايي ډګرونه پر نړۍوالو معیارونو برابر کړي. د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د معلوماتو پر بنسټ، پر هېواد د سرپرست حکومت…
د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په میرقنات، خواجه شهاب، علی منصور، کالار او هوادشت کلیو کې ۱۴۰ نور تازه رغول شوي کورونه زلزله ځپلو ته سپارل شوي دي. هرات زلزله ځپلو ته د رسیدګۍ کمیسيون وياند احمدالله متقي وايي، چې یاد کورونو د څه باندې ٢٢ ميليونه افغانيو په لګښت د يوې مياشتې او لسو ورځو په موده کې…
د غور په پسابند ولسوالۍ کې د ۱۰ کیلو مترو په اوږدوالي او ۷ متره په پراخوالي د یو سړک د رغولو چارې، چې د دغې ولسوالۍ څو کلي له یو بل سره نښلوي پرون پیل شوې دي. د پسابند ولسوالۍ د اطلاعاتو او کلتور مدیر ویلي، چې د دغه سړک د رغونې چارې د سیمه ییزو مسولینو په همغږۍ…
د پاسپورت ریاست د څانګو ډېرېدو په اړه د رسنیو د راپوونو تر خپرېدو وروسته پاسپورت ریاست په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې په کابل کې د پاسپورت د وېش د څلورو نورو مرکزونو پر فعالولو هم کار روان دی. د سرچینې په خبره، د اوس لپاره د سړې هوا، د اسانتیاوو نشت او د مراجعه کوونکو له ګڼې…
د بدخشان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په زېباک ولسوالي کې یوه الوتکه لوېدلې ده. د یاد ولایت د امنیې قومنداني مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه الوتکه بېګاه شپه د مرغومې ۳۰مه د زېباک ولسوالي په «توپ‌خانه» سیمه کې لوېدلې ده. خبرپاڼه زیاتوي چې یاده الوتکه د دې سیمې په لوړو غرونو کې لوېدلې…
د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو ویلي چې د دغه وزارت سرپرست امیر خان متقي د ایران د قضایه قوې له مرستیال دکتور کاظم غریب ابادي سره په ایران کې د افغان بندیانو پر ستونزو خبرې وکړې. د بهرنیو چازو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، په دې کتنه کې د زندانیانو د ستونزو پر حل، د زندانیانو پر…
د کونړ امنیتي چارواکي وایي چې په یوه کور کې د چاودنې له کبله نهه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کونړ امنیه قوماندانۍ ویاند فرید دهقان وايي، د دغه ولایت د چپې درې ولسوالۍ په ترنیک سیمه کې د چاودنې له کبله درې کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي. نوموړی زیاتوي چې د چاودنې په اړه…
د هلمند یو شمېر اوسېدونکي، چې د تېرو جګړو له امله یې کورونه ویجاړ شوي، له سرپرست حکومته د خپلو کورونو د بیارغولو لپاره د مرستو غوښتنه لري. د دوی په وینا د اقتصادي ستونزو او اوزګارۍ له امله د خپلو کورونو د بیارغولو وس نه لري. د هلمند سیمییز مسوولین بیا وايي، په تېرو اوو میاشتو کې یې په…
د کندهار ولایتي چارواکو په دغه ولایت کې د زعفرانو د پروسس مرکز د پرانیستل کېدو خبر ورکړی. د کندهار د کرنې رییس فضل الباري فضلي وايي چې د یاد ولایت اوبه او هوا د هر ډول کر کیلې لپاره برابره ده. هغه زعفران، انجه او پسته د کوکنارو د کرکیلې ښه بدیل یاد کړی. په ورته وخت کې د…
د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر وايي، د څه باندې ۷۰ میلیون ډالرو په ارزښت د بغلان له الوان دښتې بیا تر ارغندي او د کابل تر ترخېل پورې د برېښنا د سټېشنونو بیارغونې کار پيل شوی او له بشپړېدو سره به یې له ترکمنستانه افغانستانه د ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا د لېږد زمینه هم برابره شي. د سرپرست وزیر په…
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (يو ‌این ‌ایچ ‌سي‌ آر) وايي افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته داسې مهال استول کېږي چې هلته په میلیونونو خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. یاد سازمان د یوه راپور په خپرلولو سره ویلي چې د شړل شویو په ډله کې هغه ښځې چې د خپلو کورنیو سرپرستې…