شنبه, ۰۸ غويی ۱۴۰۳

خبرونه

اسلامي امارت وایي چې د روڼتیا نړیوال سازمان راپور چې د ۱۸۰ هېودانو د اداري فساد د اندازې معلومولو په هدف یې خپور کړی، په کلکه ردوي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي افغانستان له فساد څخه خلاص هېواد دی او زیاتوي چې د نړيوال شفافیت په محاسبه کې هم افغانستان په ۱۶۲ مه…
د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د چین جمهور رییس د دغه هېواد لپاره د افغانستان د سفیر او فوق‌العاده استازي اسدالله بلال کریمي باورلیک ومانه. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر اېکس‌ پاڼه لیکلي چې په دغو مراسمو کې د افغانستان د اسلامي امارت پر لوی سفیر سربېره د ۴۱ نورو هېوادونو سفیرانو هم د چین ولسمشر…
د افغانستان پخواني جمهور رییس حامد کرزي یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو ټینګار کړی او زیاتوي چې په دې برخه کې باید ګټورې هڅې وشي. کرزي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د پوهنې په برخه کې یې له یو شمېر فعالو ښځو سره کتلي او د افغانستان د ودې او پر مختګ لپاره…
اسلامي امارت وایي چې د کابینې په غونډه کې د بهرنيو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې، تر څو په نورو هېوادونو کې د افغان زندانيانو په اړه خبرې وکړي. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت د کابينې ۱۵مه غونډه د ریيس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه. سرچینه زیاتوي…
د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د سري لانکا پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان کړه. د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ دې لوبډله کې ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، نورعلي ځدراڼ، رحمت شاه، بهیر شاه محبوب، ناصر جمال، اکرام علي خېل، محمد اسحاق، قیس احمد، ضیا اکبر، ظاهر خان، یمین احمدزی، نجات مسعود، محمد سلیم صافی، او…
د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو ویلي، چې په هیواد کې د وچکالۍ مخنیوي او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا لپاره د اوبو څه باندې ۱۰۰ واړه بندونه جوړوي. د یاد وزارت چارواکي وایي، سږکال یې ۱۴۰ واړه بندونه په پام کې نیولي وو چې پر ۱۱۳ یې عملا کار روان دی او ځیني یې ګټې اخیستنې ته سپارل…
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د بدخشان ولایت په ګڼو ولسوالیو کې مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته د لاسرسي په موخه، ۵ مخابراتي سایټونه جوړ شوي دي. د مالوماتو له مخې دغه مخابراتي سایټونه د بدخشان په مرکز او د دغه ولایت په وردج، یفتل، شغنان ولسوالیو او همدا رنګه د کوچني پامیر او لوی…
د علي اباد روغتون مسوولین وايي، چې یاد روغتون کې د لیزر په وسیله سلګونه د مرۍ، پوزې، هډوکو بندونو او د نورو سرطاني ناروغیو بریالي عملیاتونه ترسره کېږي، چې ګڼ په سرطاني ناروغیو اخته هېوادوال په کور دننه په علي اباد روغتون کې تداوي شوي دي او بهر کې د تداوۍ له مجبوریت خلاص شوي دي. د علي اباد…
د کابل یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا له کمښت شکایت لري، دوی وايي د برېښنا د پرچاویو د ډېرېدو له امله یې ورځنۍ چارې ټکنۍ شوې دي. د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې له یوې خوا د اقتصادي ستونزو له امله سون توکي نشي پېرلی او له بلې خوا د برېښنا نشتوالي هم له ستونزو سره مخ کړي…
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د پاکستان له زندانونو څخه ۱۱ تنه افغان کډوال ازاد اوهېواد ته راستانه شول. یاد وزارت زیاتوي، چې دغه کډوال یې د مرستو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي. کډوالو چارو وزارت ویلي، دغه کسان د قانوني اسنادو نه درلودو له امله د دغه هېواد پولیسو نیولي…
د عامې روغتیا سرپرست وزیر په ټول هېواد کې د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د روغتیايي کار کوونکو کموالی یوه جدي ستونزه ګڼي. د عامې روغتیا سرپرست وزیر ویلي، چې د هېواد په ۹۰ ولسوالیو کې روغتونونه نشته او په هېواد کې د معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۴۵ زره بسترونو ته اړتیا شته.…