شنبه, ۰۸ غويی ۱۴۰۳

خبرونه

په افغانستان کي د یونیسف عمومي مسوول فران اکیزا د کندهار له مرستیال والي سره په لیدنه کې ویلي، چې دوی سږ کال څه باندې ۲۳ میلیونه افغانانو ته خدمات وړاندې کړي دي. د کندهار ولايت د رسنيو له مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې د يونيسف ادارې استازي د دغه سازمان د چارو…
د هرات سیمه ییزو چارواکو ويلي؛ د هرات – کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي. دا پېښه پرون ماښام د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ په شابید سیمه کې رامنځ ته شوې ده. د هرات د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ په دې پېښه…
د هرات د اوسپنۍ پټلۍ ریاست مسوولین وایي، په نږدې راتلونکي کې به د هرات خواف د اوسپنې پټلۍ له لارۍ د سوداګریزو توکو د انتقال لړۍ پیل شي. د هرات ولایت د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس مفتي محمد نسیم محمدي د دغه ولایت د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو او د یاد ولایت یو شمېر سوداګرو او…
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی د افغانستان او پاکستان اړیکې نازکې بللي او ویلي یې دي چې داوړه لوري باید هوکړې ته د رسېدو لپاره خبرې وکړي زلمي خلیلزاد په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دواړه هیوادونه باید د یو میکانیزم د یو بل پر ضد د خپلې خاورې کارولو مخنیوی وکړي. نوموړي ویلي، په داسې…
د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د هوا د ککړتیا د کمولو لپاره پنځه کلن پلان اعلان کړ. د دې ادارې د هوا د ککړتیا د تنظیم او کنټرول رییس وايي، دا اداره هڅه کوي، چې د هوا د ککړتیا کچه راکمه کړي. نوموړی زیاتوي، چې د روان لمریز کال د تلې میاشتې راهیسې یې، د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل کړي…
د پاکستان د لنډمهالي حکومت بهرنیو چارو وزیر اسلام اباد کې د یوناما له مشرې سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د دغه هېواد د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د جلیل عباس جیلاني او روزا اوتونبایوا ترمنځ په دې لیدنه کې بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هېواد یې د یو سوکاله، سوله ییز او…
د افغاني سرې میاشتې ټولنې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله یې هم په پلازمېنه کابل کې دریو کورنیو روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپېژندلې ده. په خبر پاڼه کې ویل شوي، په دې ډله کې ۷۷ ماشومان دی، چې د سوري زړه په ناروغۍ…
په اسلام‌ اباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د کونسلګرۍ تجارتي اتشو د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د بهرنۍ سوداګرۍ له رییسې ماریه کازې سره لیدليدي. په دې لیدنه کې افغان لوري پاکستان کې د افغان سوداګرو د پاتې کانټینرونو د ژر تر ژره پرېښودلو غوښتنه کړې. ورته مهال پاکستاني لوري د پاتې کانټینرونو د پرېښودو ډاډ ورکړی…
امریکا د افغانستان د پخواني حکومت د پارلمان پر رییس مير رحمن رحماني او د هغه پر زوی اجمل رحماني د مالي فساد له کبله بندیزونه لګولي دي. د امریکا د مالیې وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کسان او ۴۴نور اړوند شرکتونه او بنسټونه په نړۍ کې د جدي مالي فساد او د بشري حقونو…
د افغان ښځو حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري یو وار بیا په افغانستان کې له کار او زده کړو څخه د ښځو پر بندیز نیوکه کړې نوموړې د دوحې ناستې په څنډه کې ویلي، دوی څو ځله اسلامي امارت ته وریاده کړې چې بشري حقونو ته له درناوي پرته ورسره نړیواله ټولنه مخ ته نه شي تلی.…
ایران یو وار بیا امریکا په افغانستان کې د بشري حقونو په نقض تورنه کړې او ویلي یې دي چې امریکا په افغانستان او نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو ستر سرغړونکی هېواد دی په افغانستان کې د ایران سفیر او د دغه هېواد ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د ډسمبر لسمې بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت پرخپله…