شنبه, ۰۸ غويی ۱۴۰۳

خبرونه

د ۲۰۲۳کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې پاکستان څلور لکه او ۶۰زره ۸۶۳ افغانان په غیر قانوني توګه د اوسېدو په بهانه له دې هېواده اېستلي دي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، یوازې تېره ورځ ۶۹۳ افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، چې خپل هېواد ته د افغانانو او…
د غور د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي چې د تېرې شپې واورې ورېدو له امله د غور – کابل لویه لار د بکک کوتل سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. هغه زياتوي، چې د دې لويې لارې تر څنګ د “بندبايان” سيمه، چې د غور سوېل لوېديځ شپږ ولسوالۍ د دغه ولايت له مرکز فيروز کوه…
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ایران له سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي سره په کتنه کې ویلي چې داعش د دواړو هېوادونو ګډ دښمن دی او هدف یې د سیمې بې ثباته کول او د بې ګنا خلکو وژل دي. له ارک څخه په خپره شوې خبرپاڼه ویل شوي چې د اسلامي…
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پاکستان د جمعیت اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن سره په کتنه کې ویلي چې د افغانستان له خاورې به هېچا ته ګواښ نه وي او زیاتوي چې د رسنیزو ادعاوو او پروپاګند پر ځای غوره دا ده چې پر واقعیتونو بحث وشي. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې…
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله هندوستان ته رسېدلې او ډېر ژر به خپل تمرینات پیل کړي. کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ابراهیم ځدراڼ به په دې لوبلړۍ کې هم د افغان لوبډلې لوبډلمشر وي. یاد بورډ ویلي چې لوبډله به تر استراحت وروسته خپل تمرینات پیل کړي او د هندوستان پر وړاندې دا…
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري (یو.ان.ایچ.سي .آر) وايي، په افغانستان کې د بشري بحران پر وړاندې د چمتو والي لپاره له اسلامي پراختیایي بانک سره د افغانستان د بشرپاله امانتي صندوق د ساتونکي په توګه درې هوکړې لاسلیک شوې دي. یادې کمېشنرۍ ویلي، د دغو هوکړو د لاسلیک هدف په افغانستان کې د زده کړو، روغتیايي خدمتونو ملاتړ…
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي چې د دواړو هېوادونو تر منځ په عبوري سیمو کې د بار وړونکو موټرو د شمېر پر زیاتولو او چټوکولو هوکړه وشوه. د یادې خونې د مسوولینو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دواړو هېوادونو د سرحدونو د مدیریت کمېټو په یوه ناسته کې پر دې…
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی. د یاد وزارت پر ایکس‌پاڼه لیکل شوي چې په فراه، هلمند، ترینکوت، زابل، او ارغستان کې د مرغومي میاشتې له ۱۵مې نېټې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې د اوبو د کچې لوړېدو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی…
د کرکټ نړيوالې شورا د شل اووریز کرکټ نړيوال جام سیالیو مهالوېش اعلان کړی چې له مخې به یې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له یوګنډا سره کوي. ټاکل شوې چې د شل اووریز کرکټ نړيوال جام سیالۍ د روان کال د جون میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شي، دا سیالۍ په امریکا او ویسټ انډیز کې ترسره کېږي. د مهال…
په بدخشان ولایت کې تېره شپه د ریښتر په کچه ۴.۳ درجې زلزله شوې ده. د امريکا د ځمک پېژندنې اداره وايي، دغه زلزله د بدخشان ولايت د اشکاشم ولسوالۍ په لس کيلومترۍ کې شوې ده. تر اوسه د دغې زلزلې له امله د اوښتو زیانونو او زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د اذربايجان رسنيو، د دې هېواد د بهرنيو چارو د وزير جيحون بايراموف له قوله ويلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې به په کابل کې خپل ډيپلوماتیک ماموريت پرانيزي. دغو رسنيو ليکلي، چې بایراموف په باکو کې خبري ناستې ته په وینا کې دا خبره وکړه. «اپا» او «ټرند» خبري اژانسونو پرون د اذربایجان د بهرنيو چارو د وزير له…